د لاس رسي وړ اتصالات

 
اوچا: د طالبانو لاس وهنې افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو د ځنډیدو سبب شوي

اوچا: د طالبانو لاس وهنې افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو د ځنډیدو سبب شوي


ملګرو ملتونو ویلي طالبانو د روان کال د جنورۍ میاشت کې لږ ترلږه د بشري مرستو د رسولو د ادارو ۳۴ کارکوونکي د نهو ښځو په ګډون نیولي او په زندان کې اچولي دي. (عکس ارشیف).
ملګرو ملتونو ویلي طالبانو د روان کال د جنورۍ میاشت کې لږ ترلږه د بشري مرستو د رسولو د ادارو ۳۴ کارکوونکي د نهو ښځو په ګډون نیولي او په زندان کې اچولي دي. (عکس ارشیف).

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو پر لاس وهنو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې یوازې د روان ۲۰۲۵ کا د جنورۍ په تیره میاشت کې دا لاس وهنې د بشري مرستو د ۵۶ پروژو د ځنډیدو سبب شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په یو راپور کې ویلي چې ددغو ځنډول شویو لسګونو پروژو له ډلې ۴۸ فیصده یې لا هم تړلې پاتې دي.

د اوچا د راپور له مخې طالبانو د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لږ ترلږه د بشري مرستو د رسولو د ادارو ۳۴ کارکوونکي د نهو ښځو په ګډون نیولي او په زندان کې اچولي دي. ددې راپور پراساس د بشري مرستو د کارکوونکو د نیولو شمیر د جنورۍ په میاشت کې ددې میاشتې څخه دمخکې میاشتې ډسمبر په پرتله ۱۶۱ فیصده زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي: "د بشري مرستو د رسولو د ۳۴ نیول شویو کارکوونکو له ډلې ۱۵ تنه یې تراوسه لا هم بندیان دي. دغه پیښې د مرستې رسونې پر عملیاتي چارو باندې اغیز کوي د کارکوونکو خوندیتوب او امنیت د خطر سره مخ کوي".

ددغه راپور پراساس په افغانستان کې د بشري مرستو د ادارو دغه کارکوونکي د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو، استخباراتو ریاست او د کورنیو چارو د وزارت د کارکوونکو له خوا نیول شوي او بندیان شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې یوازې د روان کال په لومړۍ میاشت کې د بشري مرستو د رسولو په چارو کې په ځانګړي ډول بشري مرستو ته د لاس رسي په برخه کې د محدودیتونو په اړه ۱۲۷ لاس وهنې ثبت شوي دي چې لږ تر لږه ۸۳ فیصده یې د طالبانو له خوا ترسره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې دغو لاس وهنو په مستقیم ډول د مرستې رسونې د پروګرامونو پر تطبیق باندې منفي اغیزه کړې ده. په دغو لاس وهنو کې ۱۳ پیښې د کارکوونکو د ګمارلو، ۴۰ یې د کارکوونکو د حساسو معلوماتو د غوښتنې، یوه یې د تدارکاتو په برخه کې او ۲۵ نورې یې د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې د ښځو په ګډون د طالبانو له خوا د محدودیتونو په برخه کې ثبت شوي دي.

اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې ددغو لاس وهنو خبر په په داسې حال کې ورکړی چې دمخه ملګرو ملتونو ویلي وو چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول د مرستو رسولو بهیر کې لاس وهنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې طالبانو د مرستې رسونې ادارو ته تراوسه ۳۹۲ کړنلارې او لارښونې صادري کړي، چې د مرستو رسولو په بهیر یې اغیز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې دغو لارښوونو له ډلې ۷۱ یې په ځانګړي ډول د بشري مرستو په بهیر کې د ښځو د ګډون په تړاو صادرې شوې دي.

اوچا په دې راپور کې د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې ددغو لارښوونو ۹۷ لارښوونې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د طالبانو د رهبرۍ او حکومتي ادارو له خوا صادرې شوې، چې شپږ لارښونې یې د ښځو د کار د منع کیدو په تړاو صادرې شوې دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د اګست په میاشت کې [۲۰۲۴] د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اخلاقي څارنې قانون صادر کړ، چې دا قانون توپیري پالیسۍ پراخوي او بیا یې نافذوي، لکه د ټولو جنسیتونو [نارینه او ښځو] لپاره جامو د اغوستلو د بڼې لازمي کول، د ښځو لپاره د نارینه محرم اړتیا او په عامو ځایونو کې د ښځو او سړیو جلا کیدل په داسې حال کې چې څارونکو ( محتسبینو) ته پراخه اختیاري واکونه ورکوي".

ملګرو ملتونو ویلي چې ددغه قانون د نافذیدو وروسته د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا د بشري مرستو د رسولو د پروګرامونو څارنه زیاته شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG