د لاس رسي وړ اتصالات

فایق: د ښځو د کار د بندیز په اړه د طالبانو فشارونه له افغانانو سره ښکاره دښمني ده


طالبانو د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د یو مکتوب له لارې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، چې تیره اونۍ ددغه بندیز دوه کاله پوره شو.
طالبانو د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د یو مکتوب له لارې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، چې تیره اونۍ ددغه بندیز دوه کاله پوره شو.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت له خوا په دغه هیواد کې یو ځل بیا د مرستې رسونې بهرنیو او داخلي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار باندې د بندیز غوښتنې ته غبرګون کې ویلي چې دا ډول کړنې د افغانستان د خلکو سره د طالبانو د څرګندې دښمنۍ نښه ده.

نصیر احمد فایق د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ ( مرغومې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددې سره سره چې افغانان د یو مشروع نظام د نشتون او د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ څخه کړیږي، پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو باندې د طالبانو فشارونه لا هم دوام لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت دا تائید کړې چې په یو مکتوب کې یې یو ځل بیا په افغانستان کې د مرستې رسونې د بهرنیو او داخلي غیر دولتي موسسو څخه غوښتي چې په خپلو ادارو کې دې د ښځینه کارکوونکو د ګمارلو څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی چې په دې تړاو د مرستې رسونې د ادارو له خوا د نه همکارۍ په صورت کې به په افغانستان کې د پریکړې څخه سرغړونکي ادارو فعالیتونه وځنډول شي او د فعالیت جواز به ورڅخه بیرته واخیستل شي.

نصیر احمد فایق ویلي: " په داسې حال کې چې افغانستان د نړیوالې انزوا، د یو مشروع، مسوول او پراخه نظام د نشتون او د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بې ثباتۍ څخه کړیږي او ارضي تمامیت څخه یې سرغړونه کیږي، د افغانستان پر خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو باندې د فشارونو او محدودیتونو د راوړلو لپاره د فرمانونو صادرل همداشان دوام لري".

د نصیر احمد فایق د وینا پراساس ددغو فشارونو زیاتیدل او د بشري مرستو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل " د افغانستان خلکو سره د دښمنۍ څرګنده نښه ده".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي او د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیزونو په ګډون یې ښځې او نجونې له کور بهر د کار څخه هم منع کړي دي.

طالبانو د اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ د یو مکتوب له لارې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی وو، چې تیره اونۍ ددغه بندیز دوه کاله پوره شو.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۴ ورځ په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه چې تیره اونۍ ددغه بندیز دوه کلونه پوره شول.

ددې سربیره طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د نافذولو وروسته پر افغان میرمنو او نجونو باندې نه یوازې محدودیتونه زیات کړي، بلکې ددغه قانون د نافذیدو وروسته یې د ښځو او نجونو پر حقونو باندې ددغې ډلې د تیرو دریو کلنو ټولو کړنو ته قانوني بڼه هم ورکړې ده.

دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن النمکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي له مخې یې هغوی دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.

د اکبر غبرګون

په عین حال کې د افغانانو لپاره د بشري او پرمختايي مرستو د همغږۍ ادارې ( ACBAR) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې ادارې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹( مرغومې نهم) د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت څخه په رسمي ډول دا مکتوب ترلاسه کړی دی. افغانستان کې لسګونه نړیوالې او داخلي غیر دولتي ادارې د اکبر په اداره کې غړیتوب لري.

اکبر په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت په دغه نوي مکتوب کې د بندیزونو څخه د روغتیا او پوهنې سکټورونه مستثنی دي. همداشان هغه ښځې چې له خپلو کورونو په انلاین بڼه کارکوي هغوی به هم خپلو کارونو ته په عادي بڼه دوام ورکړي.

اکبر ویلي: " ښځینه کارکوونکې چې له خپلو کورونو ساحې ته ځي او له ساحې څخه خپلو کورونو ته تګ راتګ کوي د هغوی کار ته هم ددې له امله زیان نه رسیږي، ځکه چې معمولآ هغوی سره محرم شتون لري".

د افغانانو لپاره د بشري او پرمختايي مرستو د همغږۍ ادارې (اکبر) په دغه خبرپاڼه کې غیر دولتي ادارو ته مشوره ورکړې چې ټولې ښځینه کارکوونکې چې کله هم اړتیا پیښه شي چې دفتر ته مراجعه وکړي باید بشپړ حجاب ولري او نارینه محرم هم ورسره وي او ددې سربیره حجاب نه یوازې دا چې له کور څخه تر دفتر پر تن ولري، بلکې دفتر دننه هم حجاب واغوندي.

همداشان د افغانانو لپاره د بشري او پرمختايي مرستو د همغږۍ ادارې (اکبر)، ویلي چې ښځینه کارکوونکې باید دفتر ته د ننوتلو جلا لارې او هم د استراحت او لمانځه جلا جلا ځایونه ولري. ددې ترڅنګ ټولې ښځینه کارکوونکې دفتر کې د حاضریدو پر مهال باید چې په دفتر کې خپل حضور توجیه کړي او هم د روغتیا او پوهنې په سکټورونو کې په څرګند ډول هدف مشخص کړي.

دغه دفتر ویلي چې دا توجیه لیکونه باید د ښځینه کارکوونکو سره په لاس کې وي چې د غیردولتي ادارې څخه د ناڅاپي څارنې [طالبانو څارونکو] پر مهال کارکوونکو سره موجود اوسي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې د یو مکتوب له لارې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار باندې بندیز لګولی وو. خو دغه وزارت له خوا ددغه بندیز سره سره په ځینو برخو په ځانګړي ډول د روغتیا او پوهنې په سکټورونو کې د ځینو غیر دولتي ادارو په پروګرامونو کې لا هم ښځو د کار اجازه ورکړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر تر میاشتې لږ ترلږه ۳۹۲ لارښوونې صادرې کړي چې بشردوستانه فعالیتونه ورڅخه مخامخ اغیزمن کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د اکتوبر ۲۴ (لړم درېیم) په یو راپور کې ویلي چې ددغو لارښوونو له ډلې ۷۱ یې په ځانګړي ډول د بشري مرستو په بهیر کې د ښځو د ګډون په تړاو صادرې شوې دي.

اوچا په دې راپور کې د اندیښنې په څرګندولو ویلي چې ددغو لارښوونو ۹۷ لارښوونې د روان ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې د طالبانو د رهبرۍ او حکومتي ادارو له خوا صادرې شوې، چې شپږ لارښونې یې د ښځو د کار د منع کیدو په تړاو صادرې شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي و چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د بشری مرستو د ویشلو په بهیر کې د طالبانو لاس وهنې زیاتې شوي، چې له امله یې په افغانستان کې د مرستې رسونې لسګونه پروژې تړل شوي دي.

اوچا ویلي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱ ) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د مرستې رسونې په چارو کې یې د اکتوبر تر میاشتې د امربامعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا ۴۷ دغسې لاس وهنې ثبت کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG