د لاس رسي وړ اتصالات

 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترورېزم زیاتیدونکی ګواښ په ګوته کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترورېزم زیاتیدونکی ګواښ په ګوته کړ


عکس: ارشیف - په ننګرهار ولایت کې د داعش د فعالیت د څار لپاره د پولیسو یوه پوسته
عکس: ارشیف - په ننګرهار ولایت کې د داعش د فعالیت د څار لپاره د پولیسو یوه پوسته

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعي په ورځ نومبر ۲۱ (کب درییمه) وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې داسې سیمې شته چې افراطي ډلو ته د فعالیت فرصت برابروي.

مارکو روبیو دغه څرګندونې د سي بي اس د پخوانۍ خبریالې کاترین هیریج سره د ایکس په ټولنیزه پاڼه په یوه مرکه کې کړي. خبریالې له ښاغلي روبیو څخه پوښتلي چې ایا استخبارات دا په ډاګه کوي چې القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه جوړ کړي دي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په څیر یو ګواښ رامنځته کړي؟

مارکو روبیو په ځواب کې وویل چې: "زه به ونه وایم چې دا د سپتمبر د ۱۱څخه دمخه وضعیت په څیر دي، خو زه فکر کوم کله چې تاسو د حکومت کولو داسې ځایونه ولرئ چې پرې سیالي وي نو تاسو داسې حکومت نلرئ چې د خاورې په هرې برخې بشپړ کنټرول ولري، دا، دې ډلو ته فرصت رامینځته کوي."

دغه جګپوړي امریکایي ډپلوماټ وویل: "د نن او لس کاله پخوا توپیر دا دی چې موږ په ساحه کې داسې امریکایي عناصر نه لرو چې هغوی [ترهګر] په نښه کړي او تعقیب یې کړي."

روبیو زیاته کړه چې په ځینو مواردو کې، طالبانو همکاري کوله چې "ورته وویل شول چې داعش یا القاعده ستاسو په هیواد په سیمو کې فعالیت کوي" او تعقیب یې کړي. خو په نورو قضیو کې دومره نه.

روبیو وویل: "نو، زه به ووایم چې زه به دا د سپټمبر د ۱۱ څخه دمخه حالت سره پرتله نه کړم، خو دا یقینا ډیر ناڅرګند دی - او دا یوازې په افغانستان پورې محدود نه دی."

طالبانو د روبیو څرګندونو ته سمدستي غبرګون نه دی ښودلی، خو دوی په پرله پسې ډول د ټول هېواد د کنټرول ادعا کوي او د افغانستان په خاوره کې یې هر ډول بهرنیو ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

روبیو دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کوي چې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې د القاعدې فعالان په ټول افغانستان کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې تر ملاتړ لاندې د پټنځایونو د موندلو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: "طالبانو یو مناسب چاپیریال رامنځته کړی چې القاعده ته په ټول افغانستان کې د خوندي کورونو او روزنیزو کمپونو د شتون اجازه ورکوي."

رپوټ همداشان په افغانستان کې میشت د اسلامي دولت ډلې پورې تړلې، داعش -خراسان، "په سیمه کې تر ټولو لوی ترهګریز ګواښ" وباله.

د ملګرو ملتونو ارزونې روښانه کړې چې پر طالب چارواکو او افغان مذهبي لږکیو باندې د بریدونو سربیره، د داعش-خراسان پلویانو تر اروپا پورې بریدونه ترسره کړي، او دا چې دا ډله "په فعاله توګه د منځنۍ آسیا له هیوادونو څخه د استخدام په لټه کې ده" چې له افغانستان سره پوله لري.

په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې وروسته له هغه بیا واک ترلاسه کړ چې ددې هیواد څځه د امریکا پر مشرۍ نړیوال ځواکونه ووتل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG