په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو د پراخېدو او شتون په اړه د اندیښو په زیاتیدو سره هم مهاله د امریکا دفاع وزارت ویلي چې طالبان د داعش پر وړاندې مبارزه کې د امریکا د نړیوال ایتلاف برخه ندي.
د امریکا د دفاع وزارت د ویاند مرستیالې سبرینا سنګ د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۲) خبریالانو ته وویل چې امریکا د داعش د ماتولو لپاره نړیوال ایتلاف لري او د طالبانو ډله ددې ایتلاف برخه نه ده.
سینګ په دې اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، "متحده ایالات د همفکره شریکانو او متحدینو سره د داعش د ماتولو د ډاډمن کیدو لپآره همکاري کوي."
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د جولای په لسمه (چنګاښ ۲۰) د یو راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی و چې د القاعده او اسلامي دولت یا داعش په څېر د ترهګرو ډلو په شتون سره به افغانستان تقریباً د ناامنۍ سرچینه پاتې شي.
په دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی، چې دغه ډلې به د طالبانو له کمزورتیا څخه په ګټې اخیستو سره خوندي پټنځایونه او یا داسې لارې ومومي چې د ناامنۍ سبب شي او دغه ډلې افغانستان ځان ته "امن یا دوسته سیمه" ګڼي.
په راپور کې راغلي چې "د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې زغم ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرو د نفوذ لپاره شرایط رامنځته کوي".
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستۍ مورد کې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیتونو د پراخیدو او شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه ډله پر نړیوالو اهدافو د تروریستي بریدونو د ترسره کولو لیوالتیا او وړتیا لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارتد ویاند مرستیال ویدانت پټل د اګست په لومړۍ نیټه (زمري ۱۱) په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، واشنګټن هڅه کوي تر څو ډاډمن شي چې له افغانستان څخه په متحده ایالاتو او متحدینو باندې یې تروریستي بریدونه نه کیږي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه