د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: دا چې طالبان ځان د مخربو ډلو قرباني بولي، یوه پوچه نظریه ده


طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول
طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاور جان کربي د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې وايي د ځینو مخربو ډلو د فعالیتونو قرباني دي.

د طالبانو حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق په کابل کې یوې غونډې ته ویلي: «...افغانستان د ځینو ډلو د مخربو فعالیتونو قرباني دی چې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري او کار کوي.»

جان کربي د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمری څلورمه) د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې دا ادعا بابیزه وګڼله او ویې ویل: «له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې په زوره واک ترلاسه کړ او یا یې هڅه وکړه چې ترلاسه یې کړي، ځان قرباني (زیانمن) معرفي کوي، دا نړیوالې تولنې ته یوه پوچه نظریه ده.»

جان کربي وايي‌ چې طالبانو په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو په مهال ځینې ژمنې کړې وې چې نه یې دي پوره کړي. هغه زیاته کړه: «که طالبان په نړیوال سټیچ کې مشروعیت غواړي. غواړي چې جدي وګڼل شي او غواړي چې مشروع وبلل شي. باید په خپلو ځینو ژمنو عمل وکړي.»

کربي وویل چې طالبان امنیتي ستونزې لري او په خاص ډول په افغانستان کې دننه شته تروریستي ګواښونه چې باید یې ومني. امریکايي مقاماتو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه خبر ورکړی و.

خو د طالبانو د استخباراتو مشر وثیق وویل:‌ «په افغانستان کې د هغو ډلو مرکزونه چې د ځینو نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې یادې شوي، شتون نه لري او هیڅ فعالیت وجود نه لري.»

جان کربي یو ځل بیا ټېنګا وکړ چې امریکا طالبان د افغانستان د حاکم چارواکو په توګه په رسمیت نه پېژني.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د جولاۍ په لسمه (سرطان ۲۰) په خپل راپور کې وویل چې د القاعدې او اسلامي دولت یا داعش په څېر د ترهګرو ډلو په موجودیت کې به افغانستان د «ناامنیو لپاره سرچینه» پاتې شي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې «د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر تروریستي ډلو په وړاندې د طالبانو زغم، ترهګرۍ ته داسې شرایط برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ» وکړي.

خو عبدالحق وثیق د سیمې او نړۍ هیوادونو څخه وغوښتل چې باید «د دغو استخباراتي سازمانونو او شبکو خطرناکو نقشو ته متوجه» واوسي، او که داسې ونه شي، د هغه په خبره ممکن د نه پاملرنې له کبله په نژدې راتلونکې کې لوی زیان وګالي. هغه په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم وانخیست.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG