د لاس رسي وړ اتصالات

واسلي: طالبان دې د خپلو ژمنو سره سم د ترهګرۍ پر ضد مقابله وکړي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سیاسي چارو د څانګې مشر لییم واسلي وایي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ سره د خپلو کړو ژمنو له مخې مقابله وکړي.

ښاغلي واسلي چې جمعه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) یې په واشنګټن ډي سي کې د ناټو ۷۵ کالیزې په مناسبت مراسمو کې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره مرکه کوله وویل، "وضعیت په افغانستان کې ډیر سخت دی او طالبان باید د افغان ولس سره پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړي. د ټولو وګړو لپاره آزاد او سوکاله ژوند برابر کړي. یو عنصر چې طالبانو پرې ژمنه کړې، پخپل هیواد کې دننه د ترهګرۍ سره مبارزه ده او هغوي باید دا موضوع جدي وبولي".

واسلي وویل چې طالبان د افغانستان ولس سره پخپلو ژمنو کې پاتې راغلي او دا چې نړیواله ټولنه د بشري وضعیت په هکله اندیښنه لري.

ښاغلي واسلي پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه په نړیواله کچه یو ګواښ دی او نړیواله ټولنه نه یوازې په افغانستان کې ددې ډلې شتون په هکله اندیښنه لري.

د امریکا دې جګپوړي چارواکي زیاته کړه چې د ناټو سرمشیریزه کې ډیر تمرکز هغو امنیتي ستونزو ته ده چې اروپا اغیزمنوي. هغه همدارنګه وویل چې متحده ایالاتو د خپلو متحدینو سره پدې کار کوي چې څرنګه اوکراین ته د خپلې دفاع لپاره د اړتیا وسایل ورکړل شي.

واسلي همدغه راز وویل چې د ناټو متحدین په نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد مبارزې باندې موافق دي.

د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکې داسې مهال په افغانستان کې د داعش ډلې شتون باندې اندیښنه وښوده چې یو راپور چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان به تقریبا مطمینا د القاعده شبکې او د اسلامي دولت (داعش) په څیر ترهګرو ډلو له لورې په دغه هېواد کې د خوندي ځایونو موندلو او یا هم د طالبانو له کمزوریو څخه د ګټې اخیستنې له لارې، د ناامنۍ د سرچینې په توګه پاتې شي.

طالبانو د دوحې په تړون کې چې د متحده ایالاتو سره یې لاسلیک کړی د نورو تر څنګ دا ژمنه هم کړې وه چې په افغانستان کې به د القاعده شبکې په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه کوي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته "لاهم د ترهګرو ډلو لخوا د یوې مجازې یا دوستانه سیمې" په توګه کتل کیږي. راپور زیاتوي چې، "د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر تروریستي ډلو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې زغم، ترهګرۍ ته داسې شرایط برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ وکړي."

په داسې حال کې چې القاعده ښايي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له برکته د خپل بیا راژوندي کیدو پیل ګوري، د ملګرو ملتونو په نوي رپوټ کې شریک شوي استخباراتي معلومات ښیي چې د اسلامي دولت ترهګره ډله تر فشار لاندې ده.

د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه "د [داعش-خراسان] له ګواښ سره د مقابلې لپاره د طالبانو هڅې معتبرې ګڼي." دوی وایي، "خو [دوی] د طالبانو د تروریزم ضد وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي او د [داعش-خراسان] د استخدام او خپریدو د دوام په اړه اندیښنه لري."

د راپور له مخې، پایله یې د اسلامي دولت اړوند کسان دي چې ورو ورو ځان د طالبانو د واکمنۍ د نسکورولو لپاره ځای پر ځای کوي، په داسې حال کې چې په فعاله توګه د ایران او روسیې په څیر په لیرې پرتو سیمو کې بریدونه ترسره کوي.

د نړیوالې ټولنې اندیښنو سره سره، طالبان په افغانستان کې د داعش ډله ځپل شوې بولې او شتون یې هم تائیدوي، پداسې حال کې چې تیره اوونۍ د طالبانو پورې اړوندې یوې خبرې ادارې خبر ورکړل چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د ننګرهار په ولایت کې د داعش – خراسان څانګې یو مهم قوماندان وژلی.

په ننګرهار کې د طالبانود اطلاعاتو او کتلور ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې د داعش- خراسان څانګې دغه نظامي قومندان ذکرالله نومیده او په ابو شیر داعشی مشهور و. په اعلامیې کې ادعا شوې ده چې په دغو عملیاتو کې ځینې وسلې او مهمات هم کشف او نیول شوي دي.

طالبانو دغه راز ادعا کړې ده چې پاکستان او تاجیکستان په خپله خاوره کې د داعش جنګیاليو ته «روزنه ورکوي او پالنه یې کوي». خو اسلام‌اباد او دوشنبې د طالبانو دا ادعاوې رد کړي دي‌ او د دغې ډلې حکومت یې په سیمه کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې چې د افغانستان له خاورې په استفادې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی په ناکامۍ تورنه کړې ده.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت د روان کال د مې په میاشت کې په یو راپور کې خبرداری ورکړ و چې په افغانستان کې میشته د داعش -خراسان څانګه په سیمه کې د لویو بریدونو د کولو وړتیا لری.

په دغه راپور کې د داعش له خوا د ایران په کرمان ښار کې برید ته چې په کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي و او دغه راز په روسیې کې د کنسرت پر صالون برید ته چې په کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي و، اشاره شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG