د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او ملګرو ملتونو د دوحې-۳ غونډه کې د مطرح شویو مسایلو د تعقیب ژمنه کړې


دوحې درېیمه غونډه کې د افغانستان د بانکي سکټور د ستونزو، نشه يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سګټور د پیاوړتیا په اړوند مسایلو خبرې او بحثونه شوي وو.
دوحې درېیمه غونډه کې د افغانستان د بانکي سکټور د ستونزو، نشه يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سګټور د پیاوړتیا په اړوند مسایلو خبرې او بحثونه شوي وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د مشرې روزا اوتنبیوا سره د دوحې په درېیمې غونډې کې د مطرح شویو مسایلو په باب خبرې کړي او په ګډه ددغو مسایلو د تعقیبولو ژمنه یې کړې ده.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱( چنګاښ ۲۱) په دې کتنه کې دواړو خواو د دوحې د درېیمې غونډې او همداشان ددغې غونډې وروسته د لازمو اقداماتو په تړاو هم نظرونه شریک کړي دي.

د ضیا احمد تکل د وینا له مخې مولوي متقي هیله ښودلې چې د دوحې د درېیمې غونډې وروسته د مالي او بانکي بندیزونو او د کوکنارو د کښت د بدلیل معیشت په برخو کې به پرمختګ ترلاسه شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د یوناما د مشرې له قوله ویلي چې میرمن اوتنبیوا ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د اړوندو ادارو سره په همکارۍ د دوحې د درېیمې غوندې د خبرو پایلو تعقیب ته دوام ورکړي.

هغه وویل: "میرمن اوتنبیوا وویل چې په کار دي د دوحې ۳ د بحثونو وروسته په دې تړاو په کابل کې د دپلوماتیکو کړیو سره د خبریتا او پوهاوي غونډې جوړې شي. په پاې کې دواړو خواو ژمنه وکړه چې دوحه ۳ غونډې بحث شوي مسایل په ګډه تعقیب کړي".

د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازواو د یو شمیر نړیوالو استازو په ګډون د جون په ۳۰ او د جولاۍ په اول جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د افغانستان د بانکي سکټور د ستونزو، نشه يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سګټور د پیاوړتیا په اړوند مسایلو خبرې او بحثونه شوي وو.

په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو ددې غونډې په پاې کې وویل چې دا بهیر دوام لري او د میرمن دیکارلو په وینا" مونږ لا د بهیر په پیل کې یو".

میرمن دیکارلو وویل چې د ده او افغانستان لپاره د هیوادونو د ځانګړو استازو عمده اندیښنه پر افغان میرمنو او نجونو باندې روان محدودیونو په اړه ده، ځکه چې دا هیواد نشي کولای د خپل نفوس د ۵۰ فیصدو په محرومولو سره په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او یا هم د اقتصاد او ټولنیز اړخه وده وکړي.

میرمن دیکارلو وویل چې د دوحې په درېیمه غونډه کې یې د طالبانو د حکومت د پلاوي سره د ټولشموله حکومت او د اقلیتونو حقونو ته د درناوي په اړه هم بحثونه کړي دي.

میرمن دیکارلو چې د دوحې د درېیمې غونډې مشري یې په غاړه وه، وویل چې د طالبانو د استازو سره د نړیوالې ټولنې د غړو بحثونه" پراخه، څرګند او اغیزمن" وو او ټولو خواو په کې خپل توقعات څرګند کړل او هم د خصوصي سکټور په تړاو هم بحثونه وشو.

روزمري دیکارلو وویل چې افغانستان کې د خصوصي سکټور پر وړاندې پراخه ستونزې شته دی چې ددغه هیواد په اقتصاد او د افغانانو په معیشت یې منفي اغیزې کړي دي.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشر او ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې غونډې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه د نړیوالې ټولنې اندیښنې ومنلې او ویې ویل چې دا اندیښنې د افغانانو اندیښنې هم دي.

د طالبانو د حکومت ویاند د دوحې په غونډه کې ددغه حکومت د پالیسو سره د ځینو هیوادونو د استازو مخالفت یو طبیعي امر په توګه یاد کړ، خو ټینګار یې وکړ چې په کار نه دي اختلافات داسې یو حد ته زیات شي چې هیوادونه د خپل نفوذ څخه د فشار په واسطه د طالبانو پر حکومت باندې امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشارونه تحمیل کړي.

اکثرو هیوادونو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو حکومت سره د سیاسي تعامل لپاره د ټولشموله حکومت جوړیدل، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او هم د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش سره جدي مبارزه او د القاعده ډلې سره پریکون شرطونه له وړاندې ایښي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره د دوحې د درېیمې غوڼډې د بحثونو د ګډ تعقیب په اړه دا ژمنه په داسې حال کې کړې چې ددغې غونډې د اجندا څخه د بشري اوښځو د حقونو اړوند مسایلو د ایستلواو په دې غونډه کې د افغان میرمنو او مدني ټولنې استازو ته د نه ګډون له امله د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د افغان میرمنو د حقونو ملاتړو دا غونډه په سختو ټکو غندلې ده او ملګري ملتونه یې د خپل منشور څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG