د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه په دوحه کې له افغان فعالانو سره د بشر او ښځو د حقونو د مسئلې په اړه غونډه کوي


 په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزمري دیکارلو ویلي چې د دوحې بهیربه دوام ومومي او دوی لا هم ددې بهیر په پیل کې کې دي.
په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزمري دیکارلو ویلي چې د دوحې بهیربه دوام ومومي او دوی لا هم ددې بهیر په پیل کې کې دي.

نن سه شنبه جولاۍ دویمه (چنګاښ۱۲) د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي به له یو شمېر افغان فعالانو سره په افغانستان کې د بشر او ښځو د حقونو د مسئلې په اړه غونډه کوي.

دا غونډه په دوحه کې کېږي او ملګري ملتونه یې کوربتوب کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ، جولای لومړۍ (چنګاښ ۱۱) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې ددې غونډې مشري به په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزمري دیکارلو وکړي.

دا غونډه د دوحې درېیمې غونډې یوه ورځ وروسته جوړیږي. روزمري دیکارلو ویلي چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي برخه نه اخلي.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د فعالانو نه موجودیت او ددې غونډې له اجنډا څخه په افغانستان کې د بشري وضعیت او ښځو د حقونو اړوندو مسلو د ایستلو له امله د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د ښځو د حقونو افغان فعالانو په ملګرو ملتونو باندې نیوکې کړي او د خپل منشور څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

د ملګرو ملتونو ددغه اقدام سره د اعتراض په توګه د ښځو د حقونو یو شمیر افغان فعالانو ویلي چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې د سه شنبې د ورځې په غونډه کې ګډون نه کوي.

د افغانستان د مخکني حکومت د بامیان ولایت والۍ حبیبه سرابي، د ښځو د چارو د وزارت مرستیالې نبیله مصلح او د ښځو د حقونو یوې فعالې زبیده اکبر په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب یې د مدني ټولنې د فعالانو سره افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د ګډون بلنه د اعتراض په توګه رد کړې ده.

خو ملګرو ملتونو مرستیالې روزمري دیکارلو د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: " زه د مطرح شویو انتقادونو څخه په بشپړ ډول خبره یم او هغه درک کوم او غواړم پر څو موضوعاتو باندې ټینګار وکړم... ملګرو ملتونو لپاره په سیاسي او د سولې په بهیر کې د ښځو معنی لرونکی ګډون اصل دی. ما دغه مسئله د اوسنیو چارواکو [طالبانو] سره په ټولو غونډو کې مطرح کړې ده او سبا به هم د افغان میرمنو او مدني ټولنې له استازو سره په اړه بحثونه ولرم".

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل چې دا بحثونه د همدې بهیر یوه برخه ده او ددې سره سره چې افغان میرمنو د طالبانو سره د خبرو په میز حاضرې نه وې د هغوی غږ اوریدل شوی دی.

په عین وخت کې په دوحه کې ددغې غونډې د جوړیدو سره هممهاله کابل کې د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو ویلي چې هیڅ سازمان ددې حق نه لري چې د افغان میرمنو او د افغانستان په اینده باندې معامله وکړي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې او "د افغانستان د جمهوریت غوښتونکو ښځو شبکې" رئیسې حلیمه پژواک، رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي:" یوې تروریستي ډلې ته مشروعیت ورکول کومه توجیه نه لري او مونږ په کلکه له ملګرو ملتونو څخه خپه شوي یو، تمه مو لرله چې ملګري ملتونه د افغان میرمنو په څنګ کې ودریږي او د افغانستان خلکو ته یوه اساسي او بنیادي نسخه وړاندې کړي."

خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې دیکارلو د دوحې د درېیمې غونډې په پاې کې ویلي چې دا بهیر لا روان دی: "دغه ارزونه د لا رغنده بهیرغوښتوونکې ده چې ټولو غاړو ته څرګندونو شرایطو او توقعاتو سره برابره اوسي. ددې له امله مونږ یوه اصولي کړنلاره پړاو په پړاو ټولو غاړو ته د پایلو او ژمنو څخه په څرګند درک سره تعقیبوو. مونږ لا هم ددې بهیر په پیل کې یو."

د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشر په دغه غونډه کې د ګډون وروسته خبریالانو سره په خبرو کې د نجونو او ښځو د تعلیم په اړه د غونډې د ګډونوالو ترمنځ اندیښنې ومنلي، خو ویې ویل چې دا اندیښنې د افغانانو اندیښنې هم دي.

هغه وویل: "دا یوه ولسي او افغاني مسئله ده مونږ دوی ته وایو چې مونږ په خپله هم هڅه کوو چې دې موضوع ته حل لاره پیدا کړو په دې قیمت نه چې خدای مکړه چې زمونږ ټولنه بیا جنګ اختلاف او بدبختي ته داخله نشي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG