د لاس رسي وړ اتصالات

روزمري دیکارلو د دوحې د درېیمې غونډې پیل ګټور بللی دی


د دوحې د درېیمې غونډې په دوېیمه ورځ د غونډې ګډون کوونکي په دوو غونډو کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې کوي.
د دوحې د درېیمې غونډې په دوېیمه ورځ د غونډې ګډون کوونکي په دوو غونډو کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې کوي.

په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزمري دیکارلو چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیمې غونډې مشري کوي، د دغې غونډې افتتاحیه غونډه ګټوره بللې او ویلي دي چې دا لومړي ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د استازو ترمنځ یوه مخامخ پراخه غونډه کې بحثونه کیږي.

میرمن دیکارلو د جون ۳۰ ( چنګاښ ۱۰مه) د شپې ناوخته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د دوحې د درېیمې غونډې په اړه لیکلي چې په ډېرو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه ده.

میرمن دیکارلو لیکلي:" افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه غونډه په ګټور ډول پیل شوه. دا لومړی ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او د طالبانو ترمنځ دغسې په یوه پراخه غونډه کې لیده کاته کیږي. په ډېرو برخو کې افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل له مخې د بوختیاو په تمه یو".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې د قطر څخه هم ددې غونډې لپاره د ملاتړ د برابرولو له امله مننه کړې ده.

د دوحې درېیمه غونډه د یکشنبې په ماښام په سیمه ییز وخت ۶:۴۵ د روزمري دیکارلو په وینا پرانیستل شوه. دې غونډې ته د طالبانو د حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد هم وینا وکړه. دا غونډه د شپې په ۸:۴۵ پاې ته ورسیدله.

د طالبانو د حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ددغې غونډې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې غونډه ښه وه او ده هم په دې غونډه کې خپل دریځ وړاندې کړ. ذبیح الله مجاهد وویل چې ټولو هیوادونو د افغانستان سره د همکارۍ او مرستو ژمنه وکړه او ویې ویل چې د هیڅ نظامي اړخ ملاتړ نه کوي.

هغه وویل:" افغانستان نړۍ سره د اړیکو پلوي دی مونږ کولای شو چې ددغسې تفاهماتو او یو د بل سره د تماس په نتیجه کې د افغانستان او خلکو سره مرسته وکړو او هغه اندیښنې چې نړۍ هیوادونه یې لري افغانستان هڅه کوي چې هغه اندیښنې په خپله ټولنه کې د وضعیت لپاره رفع کړي خو دا وخت غواړي دوی باید مونږ ته وخت راکړي او افغانانو سره دې په دې پروسه کې مرسته وکړي نه دا چې دوی د اقتصادي بندیزونو او فشارونو له لارې لا هم زمونږ ولس تر فشار لاندې راولي."

ذبیح الله مجاهد د نجونو او ښځو د تعلیم په اړه د غونډې د ګډونوالو ترمنځ اندیښنې ومنلي، خو ویې ویل چې دا اندیښنې د افغانانو اندیښنې هم دي.

هغه وویل:" دا یوه ولسي او افغاني مسله ده مونږ دوی ته وایو چې مونږ پخپله هم هڅه کوو چې دې موضوع ته حل لاره پیدا کړو په دې قیمت چې خدای مکړه چې زمونږ ټولنه بیا جنګ اختلاف او بدبختي ته داخله نشي."

ذبیح الله مجاهد وویل چې د ټولو هیوادونو نظرونه د افغانستان په باره کې مثبت ښکاریدل او ټولو د همکارۍ هوډ لره.

هغه وویل:" او دا ښه خبره ده مونږ غواړو هغه هیوادونه چې مونږ سره په تعامل کې دي هغوی سره تعامل لا پیاوړی شي او کوم چې لا په تعامل کې نه دي هغوی هم راشي او افغانستان سره تعامل ته اهمیت ورکړي".

د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې کې له ګډون او د وینا وروسته د دوحې درېیمې غونډې هدف په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګول ښودلی دی.‌

ټاکل شوې نن د دوشنبې په ورځ جولای اول ( چنګاښ ۱۱مه) د دوحې د درېیمې غونډې په دوېیمه ورځ به د غونډې ګډون کوونکي په دوو غونډو کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او پرمخ کې د پرتو ننګونو او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې رئیس، ذاکر جلالي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دوحې درېیمه غونډه رسماً پر دويمه ورځ پای ته رسېږي.

هغه لیکلي: "ډیری ګډونوال د ناستې له رسمي پای وروسته له دوحې څخه ځي. که ځینې استازي له غونډې وروسته چا سره ناسته کوي دوحه۳ ناستې پورې تړاو نه لري."

خو ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته ویلي چې د سه شنبې په ورځ جولای دوېیم( چنګاښ ۱۲مه) به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمري دیکارلو په مشرۍ افغانستان لپاره د هیوادونو ځانګړي استازي په یوه غونډه کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو افغان فعالانو سره په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په اړوند مسلو خبرې وکړي.

د بشري حقونو یو شمیرنړیوالو بنسټونو او د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ ځینو افغان بنسټونو ملګري ملتونه په دې تورن کړي چې د دوحې د درېیمې غونډې له اجندا څخه یې د ښځو او بشري حقونو اړوند مسایل ایسته کړي دي. دغو بنسټونو پر ملګرو ملتو تور لګولی چې دا کار یې د خپل منشور په خلاف ترسره کړی دی.

لږ تر لږه د افغان میرمنو د حقونو درې ملاتړ ویلي چې د ملګرو ملتونو ددغې پریکړې پرخلاف یې د دوحې د غونډې ګډون کوونکو سره د بحث لپاره د ملګرو ملتونو بلنه د اعتراض په توګه رد کړې ده.

په تیر جمهوري رژيم کې د بامیان ولایت والي حبیبه سرابي، د ښځو د چارو د وزارت مرستیالې نبیلا مصلح او د ښځو د حقونو یوې فعالې زبیده اکبر په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب یې د مدني ټولنې د فعالانو سره افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د ګډون بلنه د اعتراض په توګه رد کړې ده.

میرمن سرابي ویلي:" ما د جون په دوېیمه د یوناما له خوا د مدني ټولنې د استازو په غونډه کې د ګډون بلنلیک ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې زه د ملګرو ملتونو د لارې نقشه چې د ملګرو ملتونو د خپلواک ارزونکي اوځانګړي همغږي کوونکي له خوا وړاندې شوې تائیدوم، په دې غونډه کې [ د مدني ټولنې د استازو] په دوحه کې به ګډون ونکړم."

میرمن سرابي تورلګولی چې ملګري ملتونه د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په پلي کیدو نه دي بریالي شوي چې په کې افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي او د ځانګړي همغږي کوونکي سپارښتنې عملي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG