د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: نړیواله ټولنه ورو ورو د طالبانو واکمني مني


په وروستیو اونیو کې افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ګډون یو شمیر لوړ پورو روسیې چارواکو د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په تړاو ضد او نقیضې څرګندونې کړي دي.
په وروستیو اونیو کې افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ګډون یو شمیر لوړ پورو روسیې چارواکو د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په تړاو ضد او نقیضې څرګندونې کړي دي.

افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې نړۍ ورو ورو دا درک کوي چې د طالبانو ډله " په قانوني ډول" په افغانستان کې مسولیت لري چې روسیې ډیر وړاندې پرې ټینګار کړی وو.

ضمیر کابلوف د شنبې په ورځ جون ۲۹( چنګاښ نهم) د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د یوې پوښتنې په ځواب چې ایا نړیواله ټولنه پوهه ده چې باید د طالبانو سره د یو حکومت په توګه تعامل ولري، وویل:" البته[نړۍ] پر دغه واقعیت باندې د پوهیدلو په حال کې ده او روسیه په دې اړه وړاندې وه."

کابلوف دا څرګندونې د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانکړو استازو د دوحې د درېیمې غونډې د جوړیدو یوه ورځ دمخه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ اووم) نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د دوحې غونډه د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو او حاکمو چارواکو [طالبانو] ته د مشروعیت د ورکولو لپاره نه جوړیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند وویل چې د دوحې درېیمه غونډه یو بین الافغاني ډیالوګ غونډه نه ده.

ټاکل شوې چې د یکشنبې د ورځې ناوخته جون ۳۰( چنګاښ لسم) د دوحې درېیمه غونډه ماښام مهال په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمیري دیکارلو په وینا پرانیستل شي.

ضمیر کابلوف ددې غونډې څخه د روسیې د تمې په اړه ویلي چې دا غونډه به په هغه صورت کې ګټوره وي چې د هغو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په اړه چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت د استازو ترمنځ رغنده او نږدې همکاري وشي.

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د ضمیر کابلوف په مشرۍ پلاوي د طالبانو د پلاوي د مشر ذبیح الله مجاهد سره د دوحې د درېیمې غونډې د جوړیدو دمخه کتلي دي. کابلوف ددغې کتنې دمخه تاس خبري اژانس ته ویلي و چې هم د دوحې په غونډه او هم بله هره غونډه کې به د طالبانو سره اړیکې ټینګي کړي.

په عین وخت کې افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي: "زمونږ هدف د دریځونو څرګندول، افغانستان په اړه د تهران اندیښنې او د ملګرو ملتونو او د دوحې درېیمې غونډې ګډونوالو ته په هیواد [ایران] کې د افغان وګړو پر وړاندې د انسان دوستانه سیاستونو توضیح کول دي."

د ایران ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان او د سیمې د وضعیت په اړه به د ټولو خواو سره سلامشورې وکړي. هغه هیله ښودلې چې د دوحې درېیمه غونډې پایلې به په افغانستان کې د سولې، ثبات، امنیت تلپاتې پرمختګ او د خلکو د ازادې ارادې او د پریدیو د مداخلي پرته حکومت د جوړولو سبب شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې ددې غونډې په ترڅ کې به د طالبانو د استازو سره د بشري حقونو اړوند مسایلو هم خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمیري دیکارلو له قوله ویلي چې د دوحې درېیمه غونډه د یو بهیر برخه ده او دا یو ځلي خبرې نه دي.

هغه وویل: "ددغه بهیر وروستی هدف یو داسې افغانستان دی چې هم پخپله په سوله کې وي اوهم د خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، په بشپړ ډول په نړیواله ټولنه کې مدغم شي او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او د نجونو حقونو په اړه خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي".

خو ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ جون ۲۹( چنګاښ نهم) دوحې ته د روانیدو دمخه کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې د طالبانو ګډون د هیڅ کوم اړخ سره د دښمنۍ په معنی نه دی، بلکې هدف یې د ټولو خواو سره تعامل دی چې باید درک شي او ورڅخه ګټه پورته شي. هغه وویل چې د پلاوی اساسي وظیفه یوازې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پیغامونو تبادله کول دي.

هغه وویل: "په دې غونډه کې پریکړه نه کیږي او هم په کې پر کلیدي مسایلو بحث نه ترسره کیږي، بلکې پیغامونه تبادله کیږي. یوه موده کیږي چې د هیوادونو په ځانګړي ډول لویدیځو هیوادونو سره پیغامونه ځنډیدلی وو، فرصت رامخې ته شو چې یوځل بیا پیغامونه ورسول شي".

ذبیح الله مجاهد وویل چې غواړي د مثبت تعامل له مخې د ملګرو ملتونو او او ښکیلو ټولو هیوادونو سره ستونزې حل کړي او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو او ثبات لپاره یو واحد مسیر باندې ګامونه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG