د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد د دوحې غونډې ته: پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لیرې کړئ


د دوحې درېیمې غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد پدې غونډې کې د نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې د افغانستان ملي‌ تلویزیون د یکشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ لسمه) د دوحې غونډې ته د ذبیح‌الله مجاهد د وینا متن په اکس ټولنیزې شبکې کې خپور کړی دی.

مجاهد ویلي چې د دوحې په غونډه کې د دوی ګډون ښيي چې د طالبانو د ټولو هغو ملاحظاتو ترڅنګ چې لري يې له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي.

مجاهد زیاته کړې ده:‌ "زموږ په باور د دوحې اوسنۍ ناسته یو فرصت دی، چې زموږ پر مشرانو او د مالي او بانکي نظام د یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو او زموږ د ملي اقتصاد په وړاندې د ننګونو په اړه داسې مثبتې خبرې اترې ولرو چې د ستونزو د حل یو ښه پيل وګرځي او افغانان هم پوه شي چې زموږ پر هیواد تحمیل شوي بندیزونه نور پای ته رسېږي."

ذبیح‌الله مجاهد دغه راز ویلي چې "افغانان د یواړخیزو او څواړخیزو بندیزونو پر مټ ولې په ډله‌ییز ډول کړول کېږي" او د حکومت او خصوصي سکتور په وړاندې یې خنډونه جوړیږي.

مجاهد ویلي چې یو شمیر هیوادونه د طالبانو د حکومت له ځینو اقداماتو سره ستونزه لري،‌ خو هغه د دغو اقداماتو یادونه نه ده کړې او زیاته کړې یې ده چې د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت طبیعي ده.

هغه ټینګار کړی چې له دیپلوماتیکو لارو څخه باید د نظرونو تفاوت ته د تقابل پر ځای د تعامل او تفاهم لارې وموندل شي او زیاته کړې یې ده:‌ "د داخلي کړنو او پالیسیو تفاوت باید په هېڅ ډول د دې لامل نه شي چې ځیني زورور هېوادونه په خپلو لاسونو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشار ابزارونه داسې وکاروي چې د یوه جنګ ځپلي ملت ژوند متاثره کړي.“

د مجاهد په وینا د طالبانو حکومت د نړیوالو بندیزونو سربیره په افغانستان کې له د کوکنارو پر کښت،‌ پروسس او قاچاق بندیز ولګوه او په دغه هیواد کې یې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته نږدې کړې ده.

هغه د افغانستان له لارې د سیمې د اتصال امکانات برابرول، د ټاپی د ګازو د نل لیکې د غځولو په پروژه کې پرمختګ او‌ له شمال-جنوب کوریډور څخه ملاتړ او اړوندو هیوادونو سره همکاریو ته چمتوالی د اقتصاد‌ برخه کې د طالبانو د حکومت د عمده‌و اقداماتو په توګه یاد کړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان باندې د لګول شويو بندیزو پر لیرې کولو او د هغو پریکړه لیکونو پر ختمولو ټینګار کړی چې په وینا یې د افغانستان د خصوصي سکټور په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

هغه دغه راز له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو د خلاصولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي: "د افغانستان بانک ګنګل شوي ټولې اسعاري زېرمې کومې چې د افغانانو مسلم حق دی، بیرته د کنګل څخه خلاصيدل او د افغانستان بانک په واک کي ورکول کیدل ، ترڅو د پولي سیاست په ښه تطبیق، د سوداګریزو بانکونو د حسابونو په تقویې او دافغانستان بانک له لوري د سوداګریزو بانکونو په وړاندي د اسعاري مکلفیتونو په ترسره کولو کې وکارول شي."

هغه په پای کې د افغانستان اړوند مسائلو د حل لپاره د کاري‌ ډولو پر جوړولو ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې په دې تړاو د هیوادونو له استازو سره موثرې خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه غونډه چې دوه ورځې دوام کوي نن په قطر کې د ۳۰ هیوادونو د استازو په ګډون او د افغان ښځو او بشري حقونو فعالانو د استازو له حضور پرته پیل شوه.

ټاکل شوې چې د غونډې په لومړۍ او دویمه ورځ د افغانستان لپاره د هیوادونو ځانګړي استازي له طالبانو سره د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او له مخدره موادو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي او د غونډې په پای او درېیمه ورځ د افغانستان د بشري‌ حقونو اړوند مسایلو پر سر د مدني ټولنې له استازو سره جلا خبرې وشي.

په افغانستان کې نږدې درې کاله کیږي چې طالبان واک ته رسیدلي دي خو لا یې سرپرست حکومت هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG