د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش څانګه: د تخلیې په پروګرام کې د اېستل شويو افغانانو شمېر نه شو تائیدولای


د افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې لسګونه زره خلک اېستل شوي
د افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې لسګونه زره خلک اېستل شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش څانګه وايي نه شي تائیدولای چې په ۲۰۲۱ کال کې څومره افغانان د تخلیې په پروګرام کې له افغانستان څخه اېستل شوي دي.

دا څانګه وايي‌ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې «د متحدو ایالتونو حکومت او نورو شریکانو یې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه تقریبآ ۱۲۴۰زره افراد اېستلي» دي.

د تفتیش څانګې د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۲۴ (زمري درېیمه) په یوې‌ اعلامیې کې وویل چې په دې اړه خپرې شوې شمېرې نه شي تائیدولای.

دا څانګه وايي د بهرنیو چارو وزارت د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت «په شمېرو باندې اتکا کړې وه، ځکه چې د پوځ جنرال د غیر نظامي تخلیې د عملیاتو مسئول» و.

له افغانستان څخه د امریکايي‌ ځواکونو د وتلو په دویم کال کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استن ویلي وو: «موږ به د خپلو افغان متحدینود مېشت کولو لپاره هڅې روانې ساتو، زه ویاړم چې په تېر دوو کلونوکې مو څه باندې ۱۱۵زره هغو افغانانو ته، چې زموږ تر څنګ، د متحدو ایالتونو تر څنګ ولاړ وو، هرکلی ویلی.»

په اعلامیې کې ویل شوي‌ سره له دې چې د بهرنیو چارو وزارت د تفتیش څانګې د دفاع له وزارت څخه د اېستل شویو افغانانو په اړه معلومات غوښتي، خو د «دغه راپور تر خپرېدو مخکې د دفاع وزارت د تفتیش څانګې ته پوره ځواب نه دی» ورکړل شوی. په اعلامیې کې د دفاع وزارت د مقاماتو له خولې ویل شوي‌ دي، چې ممکن دا معلومات موجود وي، خود تفتیش څانګې له پرلپسې «هڅو سره سره یې بیا هم دا معلومات ترلاسه نه» کړل.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د «غیر پوځي تخلیې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته هم د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بیا ځای په ځای کولو پروګرام روان وساته.

د ارقامو په اساس، د ۲۰۲۱ د سپتمبر څخه نیولې د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر پورې د بهرنیو چارو وزارت «۳۵۱۷ کسان اېستلي دي چې په کې۱۹۷۱ امریکايي اتباع او ۲۱۹۲۵ هغه کسان، چې د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) لرلې او یا یې غوښتونکي وو، شامل» دي. وايي وزارت د افرادو په اړه د معلوماتو لپاره له خپلو تګلارو او پروسو څخه کار اخیستی دی.

په راپور کې راغلي چې د تخلیې د ماموریت په مهال د امریکا د سفارت چارواکو ویلي وو چې د دفاع وزارت د تخلیې د پروازنو د تشخیص مسئول و. خو د تفتیش څانګې ویلي چې د تخلیې ماموریت د مرکز د بحران او ستراتېژۍ د تګلارې مسئولینو ویلي وو، چې د هغو کسانو هېڅ لست یې نه دی لیدلی چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه اېستل شوي‌ دي.

د تفتیش څانګه وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې وروسته د متحدو ایالتونو د کانګرس بېلابېلو کمېټو د تفتیش له څانګې څخه غوښتي وو چې د افغانستان لپاره د مهاجرت د ځانګړې ویزې په پروسې بیا کتنه وکړي او د تفتیش څانګې په دې اړه څو راپورونه هم خپاره کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش د څانګې د دغه راپور په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي. خو د ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې د دفاع وزارت یو مقام خبریالانو ته ویلي وو چې د امریکایانو، افغانو او درېیم هېواد د اتباعو په ګډون د ۱۲۴۰۰۰ خلکو په اېستلو کې د امریکا پوځ هغه کار وکړ چې د نړۍ بل هېڅ پوځ یې نه شي کولای.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان «اسلامي جمهوریت» نسکور شو او طالبان بیا واکمن شول، چې له افغانستان څخه لسګونه زره خلک واېستل شول. په دوی کې د بهرنیو ځواکونو ژباړونکي،همکاران، د مخکني حکومت پوځي او ملکي غړي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل وو.

د تفتیش څانګې ویلي دي‌ چې باید د تخلیې د ماموریت په مهال د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د معلوماتو شریکول ښه شي، د بهرنیو چارو وزارت دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG