د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا د ۲۰۲۱ کال اګست د میاشتې راهیسې نږدي ۴۶ زره افغان کډوال منلي


د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره (IRCC) وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې یې د مختلفو پروګرامونو له لارې ۴۵ زره او ۸۵۰ تنه افغان کډوالو ته په دغه هیواد کې د بیا میشتیدو امکانات برابر کړي دي.

دغې ادارې ویلي چې دا شمیر افغانان د پاکستان، تاجیکستان او د متحده عربي اماراتو څخه په کرایه شویو الوتکو کې کاناډا ته انتقال شوي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸(مرغومې ۲۸) یې ۳۱۴ نور افغان کډوال د پاکستان څخه په یوه کرایه شوې الوتکه کې د دغه هیواد سسکټون ښار ته انتقال کړي دي.

دغې ادارې د پنجشنبې د ورځې ناوخته په یو راپور کې ویلي چې کاناډا ته نوي ورغلي افغان کډوال به د اتاوا، ساري او تورنټو په ګډون ددغه هیواد په ۳۲ ښارونو کې ځای پرځای شي.

دا د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې له پاکستان څخه کاناډا ته د افغان کډوالو د تخلیې د عملیاتو په لړ کې دوییمه ډله ده چې دغه هیواد ته انتقال شوې ده.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي چې اوس مهال دا اداره په کاناډا کې د افغانانو د بیا میشتیدو په پاتې غونښتلیکونو باندې غور کوي.

دغې ادارې ویلي: "د ځانګړي کډوالۍ د ارزونې د پروګرام لاندې مونږ ۱۸ زره افغانانو ته د هرکلي د ویلو لپاره په کافي اندازه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي".

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې هغوی چې ددغه پروګرام له لارې دغه هیواد ته د تللو نیت لري پروګرام ته د غوښتنلیک د استولو دمخه باید چې لومړی د کاناډا د نړیوالو اړیکو او یا هم د ملي دفاع له ادارو څخه بلنلیک ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې به چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي دغه هیواد ته انتقال کړي.

په دغو افغان کډوالو کې چې کاناډا ته تللي د لسو زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې کاناډايي موسسواو یا یې په افغانستان کې د کاناډا په پروګرامونو کې کار کړی دی.

ددې سربیره له ۱۶ زرو څخه زیات نور افغانان په ځانګړي ډول ښځې او د مدني ټولنې فعالان د بشرپاله ملاحظاتو له مخې دغه هیواد ته انتقال شوي دي.

کاناډا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د انتقال لړۍ په داسې حال کې چټکه کړې چې د پاکستان حکومت له خوا د دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو د ایستلو د پریکړې وروسته په پاکستان کې پر میشتو افغان کډوالو باندې فشارونه زیات شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG