د لاس رسي وړ اتصالات

مهاجرت نړیوال سازمان مشرې اصف دراني سره د افغان کډوالو اړوند مسلو خبرې کړي


افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د عمومي مشرې ایمي پوپي سره یې په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په ځانګړي ډول درییم هیواد کې د میشت کیدونکو افغان کډوالو په اړوند مسلو خبرې کړي دي.

ښاغلي دراني د پنجشنبې په ورځ ډسمبر۲۱( لیندۍ ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دې کتنه کې په پاکستان کې د میشتو هغو افغان کډوالو په وضعیت یې د میرمن ایمي پوپي سره خبرې کړي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا او ناتو د ځواکونو د وتلو وروسته دغه هیواد ته تللي دي.

ښاغلي دراني ویلي: "مونږ په درییم هیواد کې د افغانانو د بیا میشت کیدو په ځانګړي ډول هغوی چې له افغانستان څخه د امریکا او ناتو د ځواکونو د وتلو وروسته پاکستان راغلي دي خبرې وکړې".

د مهاجرت د نړیوال سازمان مشره د چهارشنبې په ورځ له افغانستان څخه پاکستان ته تللې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستلو او نورو اندیښنو له امله له خپل هیواد څخه وتلي او اکثرو یې ایران، پاکستان او د سیمې هیوادونو ته کډه کړې ده.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې له ۶۰۰ زرو څخه زیات دغسې افغان کډوال په تیرو څه باندې دوو کلنو کې دغه هیواد ته تللي دي.

اکثره دا شمیر افغانان د پاکستان په قانوني ویزو دغه هیواد ته سفر کړی او په درییمګړو هیوادونو کې د بیا مشیت کیدو لپاره انتظار اوباسي، خو هغوی اوس د ویزو د تمدید په برخه کې د ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د اکثرو دغو کډوالو خپلې ویزې نه دي تمدید کړي چې اوس د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

ددغه شمیر له ۲۵ زرو څخه زیات یې د امریکا متحده ایالاتو کې د بیا مشیتیدو ته د نږدې دوو کلنو راهیسې په تمه دي.

پاکستان د ډسمبر د میاشتې په نیمايي کې دغسې افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو موده وغځوله.

په اسلام اباد کې د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د ډسمبر پر ۱۳مه نېټه یوې خبري ناستې ته ویلي چې ”د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له ۳۱ تر ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۹ نیټې پورې یې د اوسیدو د مودې د غځولو پرېکړه په دې موخه کړې چې افغان وګړي خپل قانوني اسناد ترلاسه کړي او ورسره یو درېم هېواد ته یې ژر تر ژره د تلو بندوبست حتمي وشي.

همداشان پاکستان بهرنیو هیوادونو ته د تلوونکو افغان کډوالو د قانوني اسنادو پرته د اوسیدلو جریمه هم نیمايي ته راکمه کړې ده.

په عین وخت کې میرمن ایمي پوپي پاکستان ته د تللو دمخه په تورخم کې له دغه هیواد څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو له وضعیت څخه څارنه وکړه او هم یې ځینو ستنو شویو کورنیو سره خبرې وکړې.

مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لنیدۍ ۲۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې آی او ایم په تورخم کې ستنیدونکو افغان کډوالو ته د مرستو رسولو لپاره د نړیوالو ادارو د جوړ شوي کنسرسیوم مشري په غاړه لري.

د مهاجرت د نړیوال سازمان عمومي مشرې ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرستو د رسونې لپاره د نړیوالو ادارو رول خورا مهم ګڼلی دی.

میرمن ایمي پوپي ویلي: "مونږ د ژوند د ژغورلو ملاتړ هغو ټولنو ته چې ورته ډیره زیاته اړتیا لري په ګډه چمتو کولی شو".

د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) مشرې کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزارت د سرپرست په ګډون د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو سره هم د ستنیدونکو افغان کډوالو په وضعیت باندې خبرې کړي دي.

د حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغسې کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ ورځې خپلو هیوادونو ته د تللو لپار مهلت ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHRC) د تازه راپور له مخې په پاکستان کې د ۲.۳ میلیونو افغان کډوالو سربیره، چې د اوسیدو اسناد لري ۱.۳۷۵ میلیونه نورافغان کډوال هم د اوسیدلو د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د وروستیو شمیرنو له مخې د سپټمبر د میاشتې له نیمايي څخه وروسته شاوخوا ۳۴۵ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د ژمي د موسم د پیل وروسته له پاکستان څخه د ستنیدونکو کډوالو شمیر کې د نومبر او اکتوبر د میاشتو پرتله کموالی راغلی دی.

خو د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ اټکل کړی چې د راروان ۲۰۲۴ کال د جولای تر میاشتې به له پاکستان څخه ۷۲۰ زره د قانوني اسنادو نلرونکي او ۵۰ زره نور د کډوالۍ د (POR) پیژندپاڼو لرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بنسټونو له پاکستان څخه په ډله ییزاو جبري ‌ډول د افغان کډوالو د ایستلو په پریکړه انتقادونه کړي او له دغه هیواد څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د لغوه کیدو غوښتنه کړې، خو اسلام اباد تراوسه د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG