د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا له پاکستان څخه شاوخوا ۳۰۰ نور افغان کډوال انتقال کړي


د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د افغان کډوالو د انتقالولو د بهیر په ترڅ کې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړنۍ الوتنه کې د یکشنبې په ورځ ۲۹۵ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۱ ( مرغومې ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا شمیر افغان کډوال د پاکستان څخه د کاناډا د تورنټو ښار ته انتقال شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: " هغوی به خپل سفر د کاناډا کې د کلګري، ونکووراووینیپګ په ګډون ۳۴ ټولنو ته دوام ورکړي."

په ورته وخت کې په کاناډا کې د بیا میشتیدو لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لا هم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي.

کاناډا په تیرو دوو کلنو کې د پاکستان سربیره د تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه هم په چارټر الوتکو کې په سلګونو افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د شمیرنو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې څخه د ۲۰۲۳ کال د ډسمبرد میاشتې ترپایه، کاناډا ۴۴ زرو او ۱۷۴ تنه زیانمنونکي افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې به چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي دغه هیواد ته انتقال کړي.

په دغو افغان کډوالو کې چې کاناډا ته تللي د لسو زرو څخه زیات هغه افغانان هم شامل دي چې کاناډايي موسسواو یا یې په افغانستان کې د کاناډا په پروګرامونو کې کار کړی دی.

ددې سربیره له ۱۶ زرو څخه زیات نور افغانان په ځانګړي ډول ښځې او د مدني ټولنې فعالان د بشرپاله ملاحظاتو له مخې دغه هیواد ته انتقال شوي دي.

کاناډا له پاکستان څخه د افغان کډوالو د انتقال لړۍ په داسې حال کې چټکه کړې چې پاکستان حکومت له خوا د دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو د ایستلو د پریکړې وروسته په پاکستان کې پر میشتو افغان کډوالو باندې فشارونه زیات شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته له دغه هیواد څخه په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوې چې اوس مهال له دغو هیوادونو څخه د شړلو له ګواښونو سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG