د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا ۳۴۵ نور افغان کډوال له پاکستان څخه انتقال کړي


د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د پنجشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) ویلي چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه ۳۴۵ نور افغان کډوال هم دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

دغې ادارې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا کډوال په یوه چارټر الوتکه کې تورنټو ته انتقال شوي دي، چې ټاکل شوې ددغه هیواد په ۴۷ ټولنو کې به ځای پر ځای شي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي:" کاناډا د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۴۰ زرو زیانمنونکو افغان کډوالو ته د هرکلي ویلو هدف پوره کړی دی او په شرایطو د برابرو نورو غوښتنلیکونو باندې چې دمخه ترلاسه شوي کار روان دی".

کاناډا د روان کال د اکتوبر د میاشتې وروسته چې پاکستان ددغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی تراوسه په څو چارټر الوتکو کې له اسلام اباد څخه د کاناډا مختلفو ښارونو ته افغانان انتقال کړي دي.

کاناډا د ډسمبر په شپږم هم ۳۳۳ افغان کډوال له پاکستان څخه انتقال کړي و.

همداشان کاناډا د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې هم په شپږو الوتنو کې ۱۸۶۰ تنه افغان کډوال د سیمې د هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه انتقال کړي دي.

کاناډا په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پاکستان سربیره د تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه هم په چارټر الوتکو کې په سلګونو افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

په ورته وخت کې په کاناډا کې د بیا میشتیدو لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لا هم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې به چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي دغه هیواد ته انتقال کړي.

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشت شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

کاناډا دا شمیر افغان کډوال په داسې حال کې انتقال کړي چې یو شمیر نړیوالو بنسټونو د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو بهیرته په کتنې له لویديځو هیوادونو څخه د هغو افغانانو د ژر تخلیې غوښتنه کړې، چې دا هیوادونه یې انتقالول غواړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستلو او نورو اندیښنو له امله له خپل هیواد څخه وتلي او اکثرو یې ایران، پاکستان او د سیمې هیوادونو ته کډه کړې ده.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې له ۶۰۰ زرو څخه زیات دغسې افغان کډوال په تیرو څه باندې دوو کلنو کې دغه هیواد ته تللي دي.

اکثره دا شمیر افغانان د پاکستان په قانوني ویزو دغه هیواد ته سفر کړی، خو د ویزو د تمدید په برخه کې د ستونزو له امله یې خپلې ویزې نه دي تمدید کړي چې اوس د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

په عین وخت کې د پاکستان لنډمهاله حکومت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) د هغه افغان کډوالو لپاره په دغه هېواد کې د اوسېدو موده وغځوله چې مناسب اسناد نه لري او لوېدیزو هېوادونو ته د بیا-میشتیدو تر پلان لاندې تللو په تمه دي.

په اسلام اباد کې ددغه حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د ډسمبر پر ۱۳مه نېټه یوې خبري ناستې ته ویلي چې ”د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له ۳۱ تر ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۹ نیټې پورې یې د اوسیدو د مودې د غځولو پرېکړه په دې موخه کړې چې افغان وګړي خپل قانوني اسناد ترلاسه کړي او ورسره یو درېم هېواد ته یې ژر تر ژره د تلو بندوبست حتمي وشي. “

د نوي قانون او مقرراتو له مخې هغه بې اسناده افغان وګړي چې درېم هېواد ته د تلو په تمه دي، د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو فیس یې اوس د ۸۰۰ ډالرو پرځای ۴۰۰ ډالرو ته راکم شوی دی. خو که تر ټاکلې مودې پورې افغان کډوال خپل اسناد ترلاسه نشي کړی نو میاشتنۍ جریمه به یې ۱۰۰ ډالر او او لوړه جریمه به یې ۸۰۰ ډالره وي.

مرتضی سولنګي په خبري غونډه کې دا هم وویل چې تراوسه یې څه نا څه ۴۵۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG