د لاس رسي وړ اتصالات

مککال: د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویانده له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ګواهي ورکوي


د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاند جین ساکي
د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویاند جین ساکي

د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وایي چې د سپینې ماڼۍ پخوانۍ ویانده جین ساکي «له څو میاشتو مذاکراتو او احضار د ګواښونو» څخه وروسته به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په دې کمېټې کې ګواهي ورکړي.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې په اعلامیې کې راغلي دي چې جین ساکي‌ به له افغانستان څخه د جوبایډن د ادارې د «فاجعه زېږوونکي» خروج په اړه ګواهي ورکړي او ټولې خبرې به یې په لیکلې بڼه ثبت شي.

مککال همدغه راز ویلي‌ دي چې جین ساکي مسئوله وه چې له افغانستان څخه د امریکايي‌ ځواکونو د وتلو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي. نوموړي ویلي دي چې ساکي باید معلومات ورکړي چې ولې هغه وخت د سپینې ماڼۍ پيغام له روان وضعیت سره «ډېر توپیر درلوده».

د امریکایي رسنیو د راپور په اساس، د سپینې ماڼۍ د مشاور مرستیال ریچل کاتن د بهرنیو اړیکو کمېټې ته لیکلي دي‌ چې د یو فوق العاده اقدام په ترڅ کې به «جین ساکي‌ ته اجازه ورکوو» چې د ځانګړي مشاور او د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشاور په ملتیا «تر شرایطو لاندې او په مناسب وضعیت» کې په یوې «داوطلبانه مرکې» کې برخه واخلي.

په دغه لیک کې راغلي دي دا چې د سپینې ماڼۍ د مشاور دفتر ته اجازه ورکړل شي چې د مرکې په وخت کې «د اجرايي قوې محرمیت وارزوي، لطفآ د هغو موضوعګانو نوملړ دې برابر کړي او یا دې د سپینې ماڼۍ د مشاور له دفتر سره تیلیفوني اړیکه ونیسي‌ چې دا کمېټه غواړي په اړه یې له جین ساکي سره خبرې» وکړي.

نوموړ‌ي په لیک کې ویلي‌ دي‌ چې سپینه ماڼۍ له قانون جوړوونکو څخه هیله لري چې د سپینې ماڼۍ سره د تعامل پخوانۍ رویه مخې ته یوسي چې د پام وړ ګواهۍ لمنه پراخه شي او په ښه شکل سره همکاري وکړای شي.

مککال څو ورځې مخکې ګواښ کړی و که جن ساکي د مرکې په اړه موافقه ونه کړي، احضاره به یې کړي.

ساکي په ۲۰۲۲ کال کې سپینه ماڼۍ پرېښوده او د MSNBC په شبکې کې د خپرونو چلوونکې او سیاسي څېړونکې شوه.

متحدو ایالتونو په افغانستان کې له تقریبآ دوې لسیزې جګړې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ نېټه له هغه هېواد څخه خپل عسکر واېستل.

د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ګډون جمهوریت غوښتونکي له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ستونزمن خروج په اړه انتقادونه کوي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د دونالډ ټرمپ په وخت کې وشو چې په اساس یې باید امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي وای.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو د پرېکړې ننګه کوي او وايي چې دا کار یې د دپلوماتیکو او پوځي مشرانو سره له سلا مشورو وروسته او د امریکا ملي ګټو ته په کتو کړې ده. هغه دا خبره هم کړې ده چې له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام په تاریخ کې ساری نه لري.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن هم ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له کبله هېڅ ډول پښیماني نه لري.

دا راپور د بهرنیو اړیکو د کمېټې د اعلامیې او اکسیوس خبري اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG