د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کډوالو د دوسیو ارزولو کې د اصلاحاتو غوښتنه شوې


په نیوجرسي ایالت کې د افغان کډوالو کمپ
په نیوجرسي ایالت کې د افغان کډوالو کمپ

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايډن له ادارې څخه غوښتي چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو او بشردوستانه ویزو د غوښتونکو د دوسیو د ارزولو په برخه کې شفافیت رامنځته کړي او په دغه پروګرام کې اصلاحات زیات کړي.

ددغه پروګرام متقاضیانو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د جون ۲۰مه د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

په متحدو ایالاتو کې د مهاجرت د برخې یو شمېر چارواکي وايي، په لسګونو زره هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلمسې څخه وروسته د بشردوستۍ ویزو (Humanitarian Parole) له مخې متحدو ایالتو ته راغلي دي، نږدې ۹۰ سلنې یې په امریکا کې د اوسېدو اسناد ترلاسه کړې دي.

په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې په برخه کې مدافع وکیله سپوږمۍ ناصري امریکا غږ ته وویل: "د امریکا د حکومت لخوا چې کوم شمېر خپور شوی او هغه کسان چې په پیرولي کې راغلي دي، یو وخت کې ویلي وو چې امکان شته نوي فیصده د مهاجرت دوسیې یې منل شوې دي. او د جنوبي سرحد له لارې چې کیدای شي ۱۰ زره یا زیات افغانان راغلي دي، دا چې د حکومت لخوا څومره کسان منل شوې او قضیې یې محکمې ته لیږل شوي، په اړه معلومات نشته."

په ورته وخت کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې د متحده ایالاتو له حکومت څخه غوښتي چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو او بشردوستانه ویزو د دوسیو د ارزولو په برخه کې شفافیت رامنځته او په دغه پروګرام کې اصلاحات زیات کړي.

دغې ادارې همدارنګه د متحده ایالاتو له کانګرس څخه غوښتي چې د افغانانو د بیا میشتیدو د تنظیم قانون تصویب کړي ترڅو د امریکا د متحده ایالاتو افغان متحدین چې په مشروط ډول په امریکا کې اوسیږي، په دغه هیواد کې د دایمي پاتې کیدو او د خپل ژوند د جوړولو حقوقي ډاډ ترلاسه کړي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې پخوانۍ سلاکاره حمیده بارکزۍ وايي: "هغه کسان چې په مختلفو پروګرامونو لکه اس آی وي، پي۱ او پی۲ کې راغلي دي، کارونه یې په ښه توګه پرمخ ځي. یو شمېر کسانو ګرین کارتونه اخیستي، یو شمېر کسان خپلو روغتیايي معایناتو او نورو مسایلو ارزولو ته په تمه دي، او هغو کسانو چې د پناه غوښتنه کړې، کارونه یې په جریان کې دي، خو وخت ته اړتیا لري او ښه روان دي."

د ژغورنې نړیواله کمیټه وايي، په زرګونه نور افغانان چې د امریکا او د نورو متحدینو له خوا د تخلیې په پروسه کې امریکا ته انتقال شوي، د افغانو کډوالو د بیا میشتیدو د قانون (Afghan Adjustment Act) تصویب کیدو ته منتظر دي چې له مخې به یې امریکا ته د تللو افغانانو د میشت کیدو بهیر چټک شي.

مدافع وکیلي سپوږمۍ ناصري وویل: "هغه افغانان چې د پیرولي له لارې راغلي دي درې لارې لري، که اس آی وي او یا نور اسناد لري، کولی شي خپل کارونه مخ ته یوسي. دویمه لار د اسایلم [پناه غوښتنې] ده چې افغانانو لپاره یې ژر ترسره کوي. د پي۱ او پي۲ او همدارنګه هغه کسان چې د خپلو کورنیو په طریقه راځي، په دې کې بیلابیلې کټګورۍ دي په دوی کې ځیني دي چې تاسو امریکا ته راولي خو تاسو پخپله باید اسایلم ته درخواست ورکړئ. اوس زیاتره د پي۱ او پي۲ کیسونو کارونه په قطر یا نورو هېوادونو کې پای ته رسوي او کله چې دوی امریکا ته راځي دوی ته ګرین کارت یا د کډوالۍ اسناد ورکوي."

د فرنس پریس خبري اژانس د معلوماتو له مخې، سږکال د ۱۷۷ هیوادونو لږترلږه یو اعشاریه درې میلیون اوسېدونکي د امریکا د جنوبي سرحد له لارې متحدو ایالاتو ته راغلي چې په دوی کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.

افغان کډوال فنا احمدي په همدې کسانو کې شامل دی چې تر امریکا راتلل اسان کار نه بولي.

هغه وویل: "کله چې د برازیل هیواد افغانانو لپاره بشردوستانه ویزې اعلان کړې، نو ما ته هم یو څه هیله پیدا شوه. ایران ته لاړم له ډېرو هڅو او وخت څخه وروسته مې د برازیل ویزه ترلاسه کړه. بیا برازیل ته راغلم، له هغه وروسته مکسیکو ته، چې په لار کې نهه یا ۱۰ هیوادونه دي. په لار کې ډېرې ستونزې دي خو شکر دی ټولې ستونزې تېرې شوې او نن زه دلته یم."

د کډوالو د برخې فعالان هم د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته په غیرقانوني توګه د کډوالو تګ خطرناک ګڼي او د هغوی لپاره غوره بولي چې د کډوالۍ د قانوني لارو چارو په لټه کې شي.

د افغان ایوک د کډوالو د حقونو د ادارې مشر شان ون دایور وویل: "غوره لار دا ده که تاسو د امریکا ویزې ته درخواست ورکړی وي چې پکې اس آی وي یا نورې ویزې شاملې دي، ورته په تمه شئ. د بیا میشتېدو بهیر به نتیجه ورکړي. د جنوبي سرحد له لارې مه راځئ، ځکه ډېر خطر لري، که تاسو کډوال یاست د کډوالۍ ټول خدمات به له لاسه ورکړئ."

د امریکا د ګمرکاتو او سرحدونو د ساتنې د ادارې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې د کاناډا په پوله کې هم له شاوخوا ۱۹۰ زره کډوالو سره مخامخ شوي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله شپږ چنده زیاتوالی ښيي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG