د لاس رسي وړ اتصالات

درې میلیونه کډوال بیا مشتیدو ته اړتیا لري؛ افغانان په دوېیمه درجه کې دي - راپور


د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنري وايي چې په نړۍ کې د کډوالو د بیا مشیت کیدو اړتیاوې د جګړو او د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله زیاتې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنري وايي چې په نړۍ کې د کډوالو د بیا مشیت کیدو اړتیاوې د جګړو او د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د یو راپور پر اساس ویلي چې په راتلوونکې کال کې به په نړۍ کې درې میلیونه کډوال د بیا میشت کیدو په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ جون پنځم ( جوزا ۱۶) خپور شوی ددغو کډوالو د بیا مشیت کیدو اړتیاوې د جګړو او د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله زیاتې شوي دي.

سټیفن دوجاریک وویل چې د کډوالو بیا میشت کیدل په هغو هیوادونو کې شامل دي چې کډوال یې منلي او د دایمي اوسیدلو سره یې موافقه کړې ده.

هغه وویل چې هیوادونه د خپلې صلاح له مخې دغو کډوالو ته د بیا میشت کیدو زمینه برابروي.

سټیفن دوجاریک وویل: "د نهم پرله پسې کال لپاره د سوریې اوسیدونکي د بیا میشت کیدو په ټړاو په لوړه کچه اړتیاوې لري او تمه کیږي چې نږدې یو میلیون [کډوال] د بیا میشت کیدو له لارې به ملاتړ ته اړتیا ولري".

ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشینرۍ ددغه راپور له مخې افغانستان ۵۵۸ زره کډوال د بیا مشیت کیدو په برخه کې د هغوی اړتیاو ته په پاملرنې په دوېیم ، د جنوبي سودان ۲۴۲ زره کډوال په درېیم ، د میانمار روهینګیا ۲۲۶ زره کډوال په څلورم، سودان د ۱۷۲ زره کډوال په پنځم او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ۱۵۸ زره کډوال په لیست کې شپږم ځای لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د امریکا په وچه کې د بیا میشت کیدو اړتیاوې هم په شدت زیاتې شوې دي.

دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي و چې افغانستان، سوریه او میانمار د هغو هیوادونو د نومونو په سر کې ځای لري چې د تاوتریخوالي له امله یې اوسیدونکي له خپل هیودونو څخه کډه کوي او بهرنیو هیوادونو ته پناه وړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له هیوادونو څخه غوښتي چې هغه کډوال چې بیا مشیت کیدو ته اړتیا لري د ډاډ ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره زیاتې وکړي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې اوس مهال له اوو میلیونو څخه زیات افغانان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ګډون په یوشمیر هیوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG