د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د افغان کډوالو په شړلو غور کوي


په جرمني کې افغانستان ته د کډوالو د ستنولو په اړه بحثونو وروسته له هغه زور واخیست چې د یو افغان مشکوک د چاقو په برید کې یو پولیس مړ او پنځه کسان ټپیان شول.
په جرمني کې افغانستان ته د کډوالو د ستنولو په اړه بحثونو وروسته له هغه زور واخیست چې د یو افغان مشکوک د چاقو په برید کې یو پولیس مړ او پنځه کسان ټپیان شول.

وروسته له هغه چې په جرمني کې د یو افغان پناه غوښتونکي د چاقو په برید کې یو پولیس مړ او پنځه نور کسان ټپیان شول، دغه هېواد د سه شنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۵) اعلان وکړ چې افغانستان ته د کډوالو په ستنولو غور کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر خبریالانو ته وویل، چارواکي "له څو میاشتو راهیسې افغانستان ته د جدي مجرمینو او خطرناکو کسانو ستنولو ته د اجازې ورکولو په اړه غور کوي."

فیزر وویل: "دا ماته څرګنده ده چې هغه خلک چې د جرمني امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي باید ژر تر ژره ویستل شي... له همدې امله موږ هره ممکنه هڅه کوو چې سوریې او افغانستان دواړو ته د مجرمینو او خطرناکو کسانو د ستنولو لارې چارې ولټوو."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې جرمني افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لړۍ بنده کړې ده.

په جرمني کې، افغانستان ته د کډوالو د ستنولو په اړه بحثونه وروسته له هغې راپورته شول چې یو ۲۵ کلن افغان تورن شو چې د جمعې په ورځ یې په لویدیځ ښار مانهایم کې د اسلام ضد یوې غونډې په ترڅ کې پر خلکو د چاقو برید کړی دی.

په دغه برید کې یو ۲۹ کلن پولیس هم څو ځله په چاقو وهل شوی و چې د یکشنبې په ورځ مړ شو. په برید کې پنځه ټپیان د "پاکس یوروپا" ډلې لخوا په لاره اچول شوي لاریون ګډون کوونکي وو.

د جمعې د ورځې برید د کډوالۍ په اړه عامه بحثونه راپورته کړل چې په ترڅ کې یې له اروپايي هېوادونو څخه په جرمونو کې د لتاړو کډوالو د شړلو غوښتنه شوې ده.

د راپورونو له مخې دغه شکمن بریدګر، چې په رسنیو کې د سلیمان عطايي په نوم یاد شوی، د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې جرمني ته کډوال شوی و.

د جرمني د بیلډ ورځپاڼې د راپور له مخې، عطايي چې په ۱۴ کلنۍ کې له خپل ورور سره جرمني ته تللی، په لومړي سر کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، خو د کم عمر له کبله نه و ایستل شوی.

عطايي وروسته په جرمني کې ښوونځي ته لاړ او په ۲۰۱۹ کال کې یې له یوې ترکي الاصله جرمنۍ ښځې سره واده وکړ، چې د شپیګل اونیزې د راپور په اساس، له هغې سره دوه ماشومان لري.

د راپورونو له مخې، عطايي ته د چارواکو له خوا د خطر په سترګه نه کتل کېدل او په هیپنهایم کې د هغه ګاونډیانو هم ورباندې د افراطيت شک نه و کړی.

د ترهګرۍ ضد څارنوالانو د دوشنبې په ورځ ددې برید د انګیزې د معلومولو لپاره تحقیقات پیل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG