د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د یو افغان کډوال لخوا ټپي شوی پولیس مړ شو


لسګونو پولیسو د یکشنبې په ورځ د پیښې په ځای کې د خپل وژل شوي همکار په یاد مراسمو کې برخه واخیسته.
لسګونو پولیسو د یکشنبې په ورځ د پیښې په ځای کې د خپل وژل شوي همکار په یاد مراسمو کې برخه واخیسته.

په جرمني کې چارواکي وایي د پولیسو یو افسر چې یو افغان کډوال په چاقو وهلی و، یکشنبه جون دوییمه ( غوایي ۱۳) په روغتون کې مړ شو.

د پولیسو دا افسر چې ۲۹ کاله عمر یې درلود د همدې تیرې جمعې په ورځ د جرمني په جنوب لویدیځ کې د مانهایم په مرکزي ښار کې د اسلام ضد یوې مظاهرې پر مهال په سر او غاړې کې څو ځله په چاقو ټپي شوی و.

په برید کې پنځه تنه نور هم ټپي شوي وو.

چارواکو ویلي چې د برید څخه وروسته د پولیسو دا افسر په مصنوعي کوما کې اچول شوی و، خو ټپونه یې دومره شدید و چې د یکشنبې په ورځ یې په روغتون کې سا ورکړه.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د اکس په ټولنیزې شبکې کې په پیښې باندې "ژوره غمرازي" ښودلې او ویلي چې وژل شوی افسر د ولس خوندیتوب لپاره د خدمت په خاطر د درناوي تر ټولو لوړو مراتبو مستحق دی.

همدارنګه لسګونو پولیسو د یکشنبې په ورځ د پیښې په ځای کې د خپل وژل شوي همکار په یاد مراسمو کې برخه واخیسته.

د پیښې په ځای کې یو بل پولیس، مشکوک افغان برید ګر ویشتلی او ټپي کړی چې اوس مهال یې په روغتون کې درملنه کیږي.

د قاضي د حکم له مخې دا مشکوک شخص به د قتل په تور د پولیسو په حراست کې وي.

بل پلو پولیسو ویلي چې د ټپي شوي شکمن شخص وضعیت دیته جوړ ندی چې د پیښې په هکله ترې پوښتنې ګرویژنې وشي.

پولیسو تر دې دمه د شکمن شخص په هکله نور معلومات ندي ورکړي، خو پلټونکي وایي چې دا افغان کډوال د څه باندې لسو کالونو راهیسې په جرمني کې ژوند کاوه، تر دې وړاندې هیڅ جرمي سابقه نلري او د برید انګیزه هم لا نده څرګنده.

د پولیسو دا افسر او پنځه تنه نور د همدې تیرې جمعې په ورځ په یوې غونډې کې په چاقو ووهل شول. غونډه د "Pax Europa" لخوا رابلل شوې وه چې په جرمني کې د "سیاسي اسلام" خطراتو او نفوذ په هکله ولس ته معلومات ورکوي.

په ټپي شویو کې یو ۵۹ کلن جرمنی هم شامل دی چې د همدې ادارې یو مشهور غړی دی او په غونډې کې یې وینا هم کوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG