د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جرمني اوکراین ته اجازه ورکړه چې د دوی له خوا چمتو شوې وسلې د روسیې پر ضد وکاروي


خو ددې پریکړې سره سره به اوکرایني ځواکونو اجازه ونلری چې په روسیه کې د امریکا اوږد واټن ویشتونکي وسلې وکاروي، ځکه د امریکا د تګلارې پدغه برخه کې کوم بدلون راغلی نه دی. عکس- ارشیف
خو ددې پریکړې سره سره به اوکرایني ځواکونو اجازه ونلری چې په روسیه کې د امریکا اوږد واټن ویشتونکي وسلې وکاروي، ځکه د امریکا د تګلارې پدغه برخه کې کوم بدلون راغلی نه دی. عکس- ارشیف

د امریکا متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ، مې ۳۰ (غبرګولي لسمه) وویل، اوکراین ته یې اجازه ورکړې چې د واشنګټن لخوا چمتو شوي وسلې د روسیې اهدافو د ویشتلو لپاره یوازې د خارکیف ښار ته نږدې وکاروي.

دا پریکړه د امریکا په تګلارې کې یو ستر بدلون بلل کیږي، ځکه تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې پر خاوره د برید لپاره د امریکايي وسلو د کارولو غوښتنه رد کړې وه.

کیف وروسته له هغې د امریکا په تګلاره کې د بدلون غوښتنه وکړه چې روسیې روانې میاشتې په پیل کې په خارکیف کې چې د روسیې د پولې په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، پوځي عملیات پیل کړل.

خو ددې پریکړې سره سره به اوکرایني ځواکونو اجازه ونلری چې په روسیه کې د امریکا اوږد واټن ویشتونکي وسلې وکاروي، ځکه د امریکا د تګلارې پدغه برخه کې کوم بدلون راغلی نه دی.

په ورته وخت کې جرمني هم اوکراین ته اجازه ورکړې چې د ددغه هېواد لخوا کیف ته ورکړل شوي وسلې د روسي اهدافو د ویشتلو لپاره کارولی شي.

د جرمني د صدراعظم اولاف شولز ویاند، سټیفن هیبستریت د جمعې په ورځ،‌ مې ۳۱ (غبرګولي۱۱مه) وویل چې، "د نړیوالو قوانینو له مخې" کیف د روسیې له دننه د اوکراین پولې ته څېرمه د بریدونو پر وړاندې د ځان د دفاع حق لري.

نوموړی زیاته کړه: "جرمني او د اوکراین نور لویديځ متحدین "په دې قانع شوي چې اوکراین حق لري... د دې بریدونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي. له همدې امله، کیف کولی شي د دې موخې لپاره چمتو شوي وسلې او په ځانګړې توګه هغه وسلې چې زموږ لخوا چمتو شوي وکاروي."

جرمني چې تر متحده ایالاتو وروسته د کیف ترټولو لوی پوځي ملاتړی دی، اوکراین ته پوځي تجهیزات په ګډون د درنو وسلو مرسته کړې ده.

تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ هم د روسیې پر خاوره د لوېدیځو وسلو پر کارولو د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې وه.

سټولټنبرګ تیره اوونۍ وویل، چې د اوکراین له پولو بهر قانوني اهداف شته دي چې د ځان د دفاع د یوې برخې په توګه په نښه کیدی شي.

د دغه وړانديز په ځواب کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ۲۸مه (غبرګولي اتمه) خبرداری ورکړ چې که لوېديځ هېوادونه اوکراين ته اجازه ورکړي چې د روسيې پر خاوره د بريد لپاره خپلې وسلې وکاروي، نو جدي پایلې به ولري.

پوتین خبرداری ورکړ چې د اروپايي هېوادونو مشران باید مخکې له دې چې د روسیې په خاوره کې دننه د برید په اړه خبرې وکړي، د اروپا کوچنۍ او ګڼ مېشتې سیمې په پام کې ونیسي او نړیوال کړکېچ ته د لمنې وهلو هڅه ونه کړي.

پوتین زیاته کړه چې بریدونه به د اوکراین له خوا ترسره شي، خو مسوولیت به یې د هغو لویدیځو هېوادونو پر غاړه وي چې کیف ته وسلې ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG