د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د اوکراین جګړه کې د کیمیاوي موادو د کارولو په اړه د امریکا ادعا 'بې بنسټه' ده


د روسیې د ولسمشر ویاند د پنجشنبې په ورځ می دوهمه (ثور ۱۳مه) هغه تورونه رد کړل چې ګواکې روسي ځواکونو د اوکراین په جګړه کې "کیمیاوي وسلې" کارولې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې روسیې د اوکرایني ځواکونو پر ضد د کیمیاوي وسلو په کارولو سره د کیمیاوي وسلو د مخنیوي له کنوانسیون څخه سرغړونه کړې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل: "په دې اړه مو خبرونه واورېدل. د تل په څېر دا ډول تورونه په بشپړه توګه بې بنسټه او ندي ثابت شوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې روسي ځواکونو د اوکراین په جګړه کې د زهرجنې کیمیاوي مادې کلوروپکرین څخه کار اخیستی دی. کلوروپکرین یوه کیمیاوي خارښ ایجادونکې ماده ده چې د پوستکي، سترګو او تنفسي سیسټم د شدید خارښ لامل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "د دې ډول کیمیاوي موادو کارول یوازینۍ پېښه نه ده، او ښایي روسیې ځواکونو دا په دې هیله کارولې وي چې اوکرایني ځواکونه له خپلو ټینګو مرچلو څخه وباسي او د جګړې په ډګر کې پرمختګ وکړي."

کلوروپکرین په لومړۍ نړیواله جګړه کې د اوښکې بهونکي ګاز په توګه کارول کیده، خو په جګړه کې د دې مادې کارول په ځانګړي ډول د کیمیاوي وسلو د خپرولو د منع کولو سازمان لخوا منع شوي.

روسیه د کیمیاوي وسلو د کارولو د منع کولو کنوانسیون یو له لاسلیک کونکو څخه ده. دا کنوانسیون د کیمیاوي وسلو تولید او کارول منع کوي.

د کرملین ویاند وویل: "روسیه د نړیوالو قوانینو په اساس مکلفیتونو ته ژمنه پاته کیږي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG