د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه د روسيې د کنګل شویو پېسو په سود باندې اوکراین ته وسلې اخلي


اروپايي ټولنې نن سه شنبه مۍ ۲۱ (جوزا لومړۍ) دا تائید کړه چې د روسیې د مرکزي بانګ د کنګل شویو پېسو په سود باندې به اوکراین ته وسلې واخلي.

اروپايي ټولنه هیله لري چې په دې کار سره به د کال درې میلیارد یورو (۳.۳میلیارد ډالر) ترلاسه شي چې د روسیې سره په جګړې کې د اوکراین سره مرسته وشي.

د بلجیم حکومت، چې اوس د اروپايي ټولنې نوبتي مشري په غاړه لري، په ایکس کې په خپلې رسمي پاڼې کې لیکلي دي چې د اروپايي ټولنې شورا تائید کړه چې د روسیې د ګنګل شویو شتمنیو عاید او سود به له اوکراین سره په مرستو کې ولګول شي، چې د «ځان څخه دفاع» وکړي او د روسیې د یرغل له کبله د «بیا رغونې چارې» مخې ته یوسي.

اروپايي ټولنې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د مسکو د مرکزي بانک ۲۰۰ میلیارد یورو (۲۲۰ میلیارد ډالر) ګنګل کړل. د ګنګل شویو شتمنیو ۹۰ سلنه یې په بلجیم کې د «یورو کلیر» مالي بنسټ کې ساتل کېږي.

د فرانس پرس خبري اژانس وايي چې د اروپايی ټولنې د دغې طرحې په اساس، د ګنګل شویو پېسو ۹۰ سلنه به یې مرکزي صندوق ته ځي چې وسلې پرې واخیستل شي او ۱۰ سلنه نورې به یې د بیا رغونې په چارو کې لګول کېږي.

له اوکراین سره د مرستو په اړه د امریکا او بریتانیا له لوري د فشارونو او د څو میاشتو حقوقي بحثونو څخه وروسته، اروپايي ټولنې دا پرېکړه وکړه. جي-۷ هېوادونو د اوکراین لپاره د تقریبآ ۵۰ میلیون ډالرو پور وړاندیز کړی، چې په نړۍ کې به د روسیې د ګنګل شویو شتمنیو د ګټو څخه ورکول کېږي. که دا طرحه ومنل شي، د اروپايي ټولنې د طرحې ځای به ونیسي.

ټاکل شوې چې بله اوونۍ په ایټالیا کې د جي-۷ هېوادونو په غونډې کې په دې مسئلې اندې بحث وشي او بله میاشت به ممکن تصویب شي.

روسیې تر دې دمه د اروپايي ټولنې د دغه نوي اقدام په اړه څه نه دي ویلي، خو څه موده مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفوا خبرداری وکړی چې باید د روسیې ګنګل شویو شتمنیو څخه کار وانخیستل شي او که دا کار وشي له جدي غبرګون او حقوقي عواقبو سره به مخامخ شي.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف هم ویلي دي چې د روسیې د شتمنیو د ګنګل کېدو په اړه «قانوني لارې چارې» شته روسیې به له دغو لارو چارو څخه د خپلو ګټو څخه په «نه تمامېدونکي ډول» دفاع وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG