د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري‌ ملتونه: له افغانستان څخه د باندې د داعش-خراسان د ډلې د بریدونو ګواښ په زیاتېدو دی  


له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د څانګې مشر د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمری۱۸) خبرداری ورکړ چې له افغانستان څخه دباندې د داعش د خراسان څانګې، چې په افغانستان کې ده، د بریدونو خطر موجود دی.

ولادیمیر ورونکوف وویل: «د داعش-خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانانو او مرکزي اسیا د وګړو په ملاتړ خپل مالي او لوژیستیکي توان زیات کړی.»

نوموړي زیاته کړه: «دغې ډلې همدغه راز د ځواک (جنګیالیو) جذبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.»

ورونکوف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډې کې وویل چې لا هم په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه «یوه جدي اندېښنه» ده. هغه وویل: «باید متحد شو او پرېنږدو چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې بدل شي.»

نوموړي د افغانستان له ګاونډیانو څخه وغوښتل چې د داعش-خراسان له لوري پیدا کېدونکی ګواښ کنترول کړي او د هغه د زیاتېدو مخه ونیسي.

تر دې مخکې د جولاۍ په ۳۱ نېټه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په یو راپور کې ویلي وو چې د داعش او له هغه سره د تړلیو ډلو ګواښونه «په خپل حال پاتې او د ترهګرۍ د پرلپسې مبارزې سره سره داعش او ورسره نورې تړلې ډلې خپلې ودې او پراختیا ته دوام» ورکوي.

په دغه راپور کې ویل شوي دي چې د تېرکال د جنورۍ په میاشت کې د ایران په کرمان کې او د مارچ په میاشت کې په مسکو کې د کانسرت په یو تالار کې د داعش له بریدونو ښکاري او ویل کېږي چې د دې ډلې مرکز«په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خپلو غړو ته لارښوونه کړې چې له هېواد (افغانستان) څخه د باندې بریدونه» وکړي.

خو طالبان ادعا کوي چې د داعش-خراسان ډله یې ړنګه کړې او ملي او سیمه ایز امنیت ته یې د دغې ډلې د ګواښ کچه او توان کم کړي دي.

له ترهګرۍ سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ادارې مشر همدغه راز خبرداری ورکړ چې د افریقا ځینې برخې د داعش د فعالیتونو مرکزونه دي او ورسره په لویدیځې افریقا او ساحل کې بې ثباتي زیاته شوې ده.

نوموړي وویل چې د داعش سیمه ایزې څانګې په افریقا کې د خپلو عملیاتو سیمې پراخې او همغږې کړي دي.

ورونکوف خبرداری ورکړ: «که دا ډلې په شمالي‌ ساحل کې خپل نفوذ زیات کړي، له مالي څخه نیولې تر نایجریا پورې به یې ډېرې سیمې تر اغیزناک کنترول لاندې راشي.»

نوموړي وویل چې دا ډلې همدغه راز د کانګو په جمهوریت، د موزامبیق په شمال او سومالیا کې ګواښ دي.

ورونکوف وویل: «د داعش-خراسان څانګې ګواښ په اروپا کې د ګواښ د کچې د زیاتوالي لامل شوی. دا ډله د دغې وچې لپاره تر ټولو لوی بهرنی ترهګریز ګواښ ګڼل کېږي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG