د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې د تندلارو ډلو د شتون په اړه راپورونه یوه خطرناکه استخباراتي نقشه ده


د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د افراطي ډلو شتون رد کړ او ادعا یې وکړه چې ځینې مخربې ډلې له ګاونډیو هیوادونو د تخریبي فعالیتونو لپاره افغانستان ته ورځي
د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د افراطي ډلو شتون رد کړ او ادعا یې وکړه چې ځینې مخربې ډلې له ګاونډیو هیوادونو د تخریبي فعالیتونو لپاره افغانستان ته ورځي

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق په افغانستان کې د تند لارو افراطي ډلو د شتون په تړاو راپورونه په سیمه کې د بدګمانۍ رامنځ ته کولو لپاره د ځینو استخباراتي شبکو هڅه ګڼلې او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

وثیق د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵( زمري څلورم) په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت کې یوې غونډې ته په وینا کې، په افغانستان کې د افراطي ډلو د شتون په اړه د رسنیو راپورونه د عامه ذهنونو د منحرف کولو هڅه وبلله.

هغه وویل:" په افغانستان کې د هغو ډلو مرکزونه چې د ځینو نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې یادې شوي، شتون نلري او هیڅ فعالیت وجود نلري، اما افغانستان د ځینو ډلو د مخربو فعالیتونو قرباني دی چې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري او کار کوي."

په دغه غونډه کې چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګیدو لپاره د یو شمیر طالب وسله والو د هڅو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه، عبدالحق وثیق په سیمه کې د تند لارو ډلو د مرکزونو د یادونې پر مهال د هیڅ کوم هیواد نوم وانخیست او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې "د ناسمو معلوماتو او تبلیغاتو" پرځای دې حقایق درک کړي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې عمومي رئیس ادعا وکړه چې د خرابکارۍ ، فتنه اچونې لپاره "فاسد کسان" افغانستان ته داخلیږي.

د هغه د وینا له مخې ځینې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د ځینو افراطي ډلو د شتون او فعالیتونو په تړاو د درواغو راپورونه خپروي، چې دغو سازمانونو ته دا معلومات د سیمې او د نړۍ د ځینو استخباراتي شبکو له خوا ورکول کیږي.

وثیق وویل:" دا سازمانونه او شبکې د ناسمو معلوماتو په تولیدولو کې ډیر زیات مهارت لري... هغوی په سیمه کې د سوتفاهمونو تفاوتونو او فاصلو د رامنځ ته کولو لپاره هڅې کوي."

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس د سیمې او نړۍ هیوادونو ته سپارښتنه وکړه چې باید ددغو استخباراتي سازمانونو او شبکو "خطرناکو نقشو" ته متوجه اوسي او دا ډول اقدامات د هیچا په ګټه نه دي.

هغه وویل:" که چیرې نړۍ د جذب ددغو مرکزونو مخنیوی ونکړي، کیدای شي په نږدې راتلونکې کې د نه پاملرنې له امله به درنه بیه ورکړي او د خطرناکو عواقبو سره به مخ شي."

د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې دغه لوړپوړې چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ملګر ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څارنې ډلې د جولاۍ د روانې میاشتې په لسم ( چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې خبرداری ورکړی وو چې افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په څیر د ډلو په شتون کې د ناامنۍ د منبع په توګه به باقي پاتې شي.

په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته "لاهم د ترهګرو ډلو لخوا د یوې مجازې یا دوستانه سیمې" په توګه کتل کیږي.

راپور زیاتوي چې "د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر تروریستي ډلو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې زغم، ترهګرۍ ته داسې شرایط برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ وکړي."

په دغه راپور کې راغلي چې په ځانګړې توګه القاعده پرمختګ ته دوام ورکوي او له دې سره سره چې ټیټ موقف ساتلو ته اړ ایستل شوې، له طالبانو سره د خپلو اوږدمهاله اړیکو څخه ګټه پورته کوي.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه استدلال کوي چې القاعده تېر کال د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار او کابل کې د دفترونو په ګډون ددې هیواد لږ تر لږه پنځو ولایتونو کې روزنیز کمپونه او خوندي ځایونه ددې شبکې د بیا تنظیم او استخدام لپاره کارولې دي.

دغې پراختیا همداشان د القاعدې شبکې نور فعالان هم جذب کړي چې د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په کې د افغانستان څخه بهر "مجرب ښوونکي" شامل دي؛ د کومو ماموریت چې "د خورو ورو کړیو د امنیت پراخول دي."

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د القاعدې اصلي مشر سیف العدل چې باور کیږي په ایران کې دی، د افغانستان کونړ او نورستان ولایتونو ته توکمیز عرب فعالان لیږلي ترڅو د دې ډلې له اصلي مشرتابه سره د روزنې او اړیکو اسانتیاوې رامینځته کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG