د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو راپور ته د مجاهد غبرګون؛ 'تبلیغات د هېڅ اړخ په ګټه ندي'


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

په افغانستان کې د "داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو" پر وړاندې د طالبانو د مبارزې د بڼې په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له خپرېدو وروسته، د طالبانو د حکومت ویاند وايي چې "پروپاګند د هېڅ لوري په ګټه نه دی".

ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر کنترول لاندې له ملي راډیو تلویزیون سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې وروستی راپور رد کړ او ویې ویل چې داعش په افغانستان کې لږ تحرکات لري.

هغه وویل: "د داعش د ګواښ فیصدي ډیره راټیټه شوې ده، ډېره دقیقه مبارزه ترسره شوې او داعش د تباهۍ په حال کې دی چې ټول یې ګورو او په افغانستان کې نورې بهرنۍ ډلې اصلاً شتون نه لري."

د مجاهد په وینا ممکن په دې اړه معلومات په غلطه توګه انتقال شي او یا هم داسې تبلیغات کیږي چې د هېچا په ګټه نه دي.

د طالبانو د حکومت ویاند یو ځل بیا ادعا وکړه چې د دغې ډلې ستراتیژي اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

مجاهد ټینګار وکړ:" باید هېڅ اندېښنه نه وي او هغه ډلې چې له نورو هېوادونو سره اړیکې لري، په افغانستان کې شتون نه لري او نه هم ورته د فعالیت اجازه ورکول کیږي."

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارونکې ډلې راپور چې د چهارشنبې په ورځ د جولای په لسمه (سرطان ۲۰) خپور شو، خبرداری ورکوي چې د القاعدې او اسلامي دولت یا داعش په څېر د ترهګرو ډلو په شتون سره به افغانستان تقریباً د ناامنیو سرچینه پاتې شي. داعش ډله به دا ناامني د خوندي پټنځایونو په موندلو او یا هم د طالبانو له کمزورتیا څخه د ګټې اخیستنې له لارې رامنځته کړي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته "لاهم د ترهګرو ډلو لخوا د یوې مجازې یا دوستانه سیمې" په توګه کتل کیږي. راپور زیاتوي چې، "د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر تروریستي ډلو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې زغم، ترهګرۍ ته داسې شرایط برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ وکړي."

په دغه راپور کې راغلي چې په ځانګړې توګه القاعده پرمختګ ته دوام ورکوي او له دې سره سره چې ټیټ موقف ساتلو ته اړ ایستل شوی، له طالبانو سره د خپلو اوږدمهاله اړیکو څخه ګټه پورته کوي.

د ملګرو ملتونو راپور وایي، داعش-خراسان "افغانان په پاکستان کې او پاکستاني اتباع په افغانستان کې د بریدونو لپاره کاروي، تاجک اتباع په ایران او روسیې فدراسیون کې د بریدونو ترسره کولو لپاره استخداموي او د قرغزي اتباعو څخه د طالبانو په مرکز کندهار کې د بریدونو لپاره کار اخلي."

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، داسې ښکاري چې "دغه ترهګره ډله" د افغانستان په ځینو برخو کې هم وده کوي.

پدې ترڅ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د امنیت او سیاسي چارو د څانګې مشر لییم واسلي وایي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ سره د خپلو کړو ژمنو له مخې مقابله وکړي.

ښاغلي واسلي چې جمعه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) یې په واشنګټن ډي سي کې د ناټو ۷۵ کالیزې په مناسبت مراسمو کې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره مرکه کوله وویل، "وضعیت په افغانستان کې ډیر سخت دی او طالبان باید د افغان ولس سره پخپلو کړیو ژمنو عمل وکړي. د ټولو وګړو لپاره آزاد او سوکاله ژوند برابر کړي. یو عنصر چې طالبانو پرې ژمنه کړې، پخپل هیواد کې دننه د ترهګرۍ سره مبارزه ده او هغوي باید دا موضوع جدي وبولي".

ښاغلي واسلي پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه په نړیواله کچه یو ګواښ دی او نړیواله ټولنه په افغانستان کې ددې ډلې شتون په هکله اندیښنه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG