د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: د ملګرو ملتونو راپور له طالبانو د اخلاقي پولیسو د لغوه کیدو په اړتیا ټینګار کوي


د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د افغانانو د ټولو بشري حقونو ترپښو لاندې کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د افغانانو د ټولو بشري حقونو ترپښو لاندې کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په تیرو نږدې دریو کلو کې د طالبانو د بشري وضعیت په اړه خپور شوي راپور ته په غبرګون کې د طالبانو د اخلاقي څارنې پولیسو د څارنې خپلسر، متضاد او مبهمې سابقې ته په کتنې سره په بیړني ډول د اخلاقي څارنې د پولیسو د لغوه کیدو په اړتیا ټینګار کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ جولاۍ لسم (چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د افغانانو د بشري حقونو او د هغوی د اساسي ازادیو څخه په مختلفو برخو کې ډیرې بربنډې سرغړونې کړي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې یو څیړونکي زمان سلطاني په دې راپور کې ویلي: "دا راپور [یوناما راپور] افغانستان کې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت رول د افغانانو د بشري حقونو او اساسي ازادیو څخه په مختلفو برخو کې بربنډوي. د افغانستان د خلکو د اخلاقي څارنې په اړه د هغې [امربالمعروف وزارت ] خپلسر، متضاد او مبهمې سابقې ته په کتنې او د یو بنسټیز شوي توپیري سیستم سره چې په غیر متناسب ډول پر ښځو او نجونو باندې اغیزې کوي پدغه هیواد کې د بشري حقونو د تخریب په برخه کې اغیزه لرلې ده".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پر طالبانو باندې د ملګرو ملتونو غږ بدرګه کوي چې له دغې ډلې یې غوښتي دي چې د افغانانو د بیان د ازادۍ، فکر د ازادۍ، د ضمیر او مذهبي ازادۍ د نړیوالو بشري حقونو د تړونونو له مخې تضمین کړي چې د افغانستان له خوا لاسلیک شوي او ددغو تړونونو یوه برخه ګرځیدلې ده. همداشان د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو لاندې جنایات باید چې پاې ته ورسیږي.

په دې راپور کې ویل شوي: "له دې هغه خوا ملګري ملتونه باید چې د نړیوال قانون له مخې افغانستان کې د نورو جدي سرغړونو د پلټنې لپاره د حساب ورکوونې یو ځانګړی خپلواک نړیوال میکانیزم تاسیس کړي، ترڅو په راتلوونکې کې د حساب ورکولو او د قانوني تعقیب د هڅو په برخه کې شواهد راټول او وساتي".

په دې راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د غځیدو غوښتنه هم شوې ده او ویل شوي چې هغوی باید د جنسیت په برخه کې عدالت خوندي کړي. همداشان د بخښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو غوښتي چې د ښځو د حقونو د ملاتړو او د مدني ټولنې د فعالانو اړوند مسایل باید د طالبانو سره په راتلوونکو بوختیاو کې په پام کې ونیسي.

دغه سازمان ویلي په دې برخه کې پاتې راتلل به قربانیانو ته د رښتیا، عدالت او د زیان جبرانولو په اړه د هغوی حقونو ته د شا اړولو په معنی وي.

یوناما د جولاۍ په نهم ( چنګاښ ۱۹) په یو راپور وویل چې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د خپلو کړنلارو او لارښوونو د پلي کیدو پر مهال له زور کار اخلي او د خلکو ازادۍ، جسمي او روحې سلامتیا او خصوصي حریم نقض کوي.

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ویلي چې یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ د ۳۱ ورځې پورې لږ ترلږه ۳۳ پیښې (۲۰۵ د ښځو او ۸۲۸ د سړو په تړاو) مستندې کړي دي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت کارکوونکو ددغه وزارت د کړنلارو د پلي کیدو پر مهال له زور څخه کار اخیستی دی.

د یوناما په دې راپور کې د افغانستان د خلکو په مذهبي چارو په اړوند پریکړو کې د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت لاس وهنو ته هم اشاره شوې او ویلي دي چې ددغه وزارت کارکوونکي د خلکو مذهبي ازادیو څخه سرغړونه کوي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي: "برحاله چارواکو[طالبانو] له شریعت څخه د خپل تعبیر پر بنسټ د مکلفیتونو او ممانعتونو اړوندې لارښوونې خپرې کړي. دغه لارښوونې په مختلفو شکلونو او اکثر وختونه یوازې په شفاهي ډول وي او په مشخصو مواردو کې وضاحت، ثبات او قانوني ځانګرتیاوې نه لري. ځینې وختونه ددغو لارښوونو په رعایتولو کې پاتې راتلل د سختو مجازاتو لامل کیږي."

د افغان میرمنو غبرګون

د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو د حقونو یو غورځنګ او د " اقلیتونو د ښځو" په نوم یو بل غورځنګ هم په جلا اعلامیو کې د ملګرو ملتونو دغه راپور ته غبرګون ښودلی او د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کړنې یې د افغانانو د ازادیو او ساسي حقونو په ځانګړي ډول د مذهبي اقلیونو ښځو او زیانمنوونکو قومونو له حقونو په سرغړونو تورن کړي دي.

د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو د حقونو غورځنګ د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱( جنګاښ ۲۱) په یوه اعلامیه کې ویلي: "[دغه وزارت] د شریعت تطبیق د ټولنې په مختلفو برخو کې حتی د اوسیدونکو ډیرو خصوصي برخو کې د ځپلو او لاس وهني په یوه وسیله بدل کړی او د ځورونې، توهین، سپکاوي، د عقایدو د پلټنې، نیولو، شکنجه کولو او حتی د افغانستان د وګړو په ځانګړي ډول ښځود وژنې ته یې اقدام کړی دی".

همداشان دغه غورځنګ ویلي چې یوناما په دغه راپور کې د طالبانو د ټول حکومت بشري حقونو ضد کړنو پر ځای یوازې د دغه حکومت د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت ته پاملرنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداره د طالبانو د ځپوونکي دستګاه یوه کوچنۍ برخه ده چې ددغې ډلې د غایب مشر د حکمونو او فرمانونو د پلي کیدو او د ویرې، ځپلو او د یوې افراطي او دهشتګرۍ ټولنې د رامنځ ته کولومسوولیت په غاړه لري".

د افغان میرمنو دغه غورځنګ د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو باندې دې فشار راوړي چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت لغوه کړي او ددغې ډلې پر وړاندې دې د انعطافي سیاست څخه لاس واخلي.

د طالبانو غبرګون

طالبانو له وړاندې د یوناما راپور غندلی او ویلي دي چې په افغانستان کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکی بې ځایه دي، کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت لخوا توصیه کیږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "متأسفانه د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هیواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړیدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې غوښتنې په پام کې ونیول شي".

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو په حاکمیت کې ددغه هیواد د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعی برخورد ورسره کیږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څير د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هیڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG