د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د طالبانو د امربالمعروف پولیسو د رول پراختیا 'د ویرې فضا' رامنځته کړې


د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په اووم د خپلې کابینې د غړو د اعلان پرمهال په کابینه د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت جوړیدل هم اعلان کړل او په پخواني جمهوري رژیم کې د ښځو د چارو د وزارت ودانۍ یې دغه نوي جوړ شوي وزارت ته ورکړه.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په اووم د خپلې کابینې د غړو د اعلان پرمهال په کابینه د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت جوړیدل هم اعلان کړل او په پخواني جمهوري رژیم کې د ښځو د چارو د وزارت ودانۍ یې دغه نوي جوړ شوي وزارت ته ورکړه.

د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په تیرو نږدې دریو کلو کې د اخلاقي څارنې تر نامه لاندې په پراخه کچه د افغانانو او په ځانګړي ډول ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او "د ویرې فضا" یې رامنځته کړې ده.

یوناما نن سه شنبه جولاۍ ۹ (چنګاښ ۱۹) د "افغانستان کې د برحاله مقاماتو [طالبانو] اخلاقي څارنه: پر بشري حقونو یې اغیزې" په نوم خپل راپور خپور کړ.

یوناما په دغه راپور کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اقداماتو او پالیسو اړوندو مسلو ته ځای ورکړی. په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۱ د سپتمبر په اومه ددغه وزارت د تاسیس راهیسې یې فعالیتونو پر ښځو له توپیري او نامتناسب چلند سره په افغانستان کې د میشتو وګړو د ژوند په مختلفو برخو کې پر بشري حقونو او بنسټیزو ازادیدو منفي اغیزې پریښې دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "برحاله چارواکو[طالبانو] له شریعت څخه د تعبیر پر بنسټ د مکلفیتونو او ممانعتونو اړوندې لارښوونې خپرې کړي. دغه لارښوونې په مختلفو شکلونو او ډیری وختونه یوازې په شفاهي ډول وي او په مشخصو مواردو کې وضاحت، ثبات او قانوني ځانګرتیاوې نه لري. ځینې وختونه ددغو لارښوونو په رعایتولو کې پاتې راتلل د سختو مجازاتو لامل کیږي."

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر په دې راپور کې ویلي چې د صادرو شویو لارښوونو په اړه ابهامات او تناقضات، د مجازاتو شدت او نه متناسبتوب او په خصوصي حریم کې د افرادو د فعالیتونو د تنظیم په پار محدودوونکي اقدامات "د ویرې او ګواښ ډک چاپیریال" په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "ددغو لارښونو ډیری یې د ښځو په عامه او خصوصي ژوند کې لاس وهنه کوي. د مثال په ډول د ښځو پر سینګارتونونو، په فلمونو کې د ښځو پر راڅرګندیدو بندیز او د ښځو په مشرۍ د نورو کارونو، د ښځو د کار کولو حق او د ژوندانه د کافي معیار د ترلاسه کولو حق محدودوي".

یوناما د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوې لارښوونې ته په اشارې چې له ۷۸ کیلومترو څخه د زیات واټن لپاره د ښځو لپاره له محرم سره د سفر شرط د هغوی د تګ راتګ د ازادۍ حق محدودوي ویلي چې دا کړنې د ښځو لپاره د استخدام او روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي کې مالي او لوژیستکي خندونه رامنځ ته کوي.

یوناما ویلي چې همدارنګه ښځې د تفریح او تمرین کم شمیر انتخابونه په مخ کې لري، پارکونو ورزشي کلپونو او عامه حمامونو ته د هغوی په ورتګ بندیز لا زیات د جسمي او رواني روغتیا تر ټولو لوړترلاسه کیدونکی معیار حق اغیزمنوي. همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې د میندوارۍ د مخنیوي درملو ته د لاسرسي محدودیت د ښځو د جنسي او زیږون روغتیا حق نقض کوي.

په دې راپور کې ویل شوي د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د هغه څه د مخنیوي په پار چې په اند یې "غیر اسلامي" او نامناسب فعالیتونه ګڼل کیدل، ډول ډول بندیزونه صادر کړي، لکه موسیقي، د قیلون کارول، د انسانانو او حیواناتو د انځورونو ښکاره کول، تورجادو، نوي کال (نوروز) او د مئینانو ورځ نمانځل منع کړي چې د راپور په اساس د یو فرد په کلتوري ژوند کې لاس وهنه ګڼل کیږي.

همداشان په دغه راپور کې د نارینه وو وګړو د ظاهرې بڼې په اړه، د مذهبي اعمالو په اړه مقرراتو، د منکراتو مخنیوی، موسیقي، قیلیون، د انسانانو او حیواناتو د انځورونو په ښکاره کولو بندیز، غیر اسلامي جشنونو پر نمانځلو بندیز اړوند مسلو ته هم ځای ورکړی دی.

په دې راپور کې په کابل او ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ددغو اقداماتو د اغیزو په اړه ویل شوي چې افغانستان د بشري حقونو د اوو نړیوالو تړونونو او دریو اړوندو اختیاري پروتوکولونو یو غړی هیواد دی، چې دا هیواد په دغو تړونونو کې د وضع شویو مکلفیتونو پر رعایتولو باندې مکلف دی او هم په دغو تړونونو کې له وضع شویو حقونو څخه د برخمن کیدو د ښځو او نارینه وو د مساوي حقونو د ډاډمولو مکلفیت لري.

په دې راپور کې ویل شوي چې ددغو تړونونو د تصویب یا له هغوی سره د الحاق پرمهال افغانستان په تړونونو کې د هیڅ کومې مادې په اړه د شرط حق [ریزرویشن] نه دی ضمیمه کړی.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې ددغه وزارت د لارښونو او حکمونو د تطبیق ځینې طریقې له بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل کیږي.

یوناما ویلي لکه څنګه چې افغانستان د یوه غړي دولت په توګه د بشري حقونو د یو شمیر نړیوالو سندونو ته متعهد او غړی هیواد ګڼل کیږي او برحاله چارواکي [طالبان] مکلف دي چې په هیواد کې د میشتو وګړو د بشري حقونو د ساتنې او هغوی ته د ودې ورکولو په پار اعظمي هڅې ترسره کړي او د کوم توپیر پرته د ښځو او نارینه وو ترمنځ له بشري حقونو څخه مساوي برخمن کیدل ډاډمن کړي.

په دې راپور کې همداشان ویل شوي چې په ولایتونو کې هم ددغه وزارت د ریاستونو کړنې د بشري حقونو څخه د سرغړونو سبب ګرځي.

په دې راپور کې د طالبانو د حکومت له خوا د یوناما دغه راپور ته غبرګون ته هم ځای ورکړل شوی، چې د اسلامي ارزښتونو ته په پاملرنې د یوناما له خوا یادو شویو سرغړونو په باب وضاحتونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې حکومتونه مسئولیت لري چې د خلکو د فزیکي امنیت سربیره د هغوی رواني امنیت ته هم پاملرنه وکړي، دغه وزارت ویلي د افغانستان ټولنه سنتي او په دیني ارزښتونو ولاړه ده چې له همدې امله حکومت په مختلفو برخو کې د دغو ارزښتونو سره سم اقدام ترسره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG