د لاس رسي وړ اتصالات

کرن ډیکر: افغان مطبوعات ناڅرګنده راتلونکې په مخ کې لري


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو باندې د طالبانو د حکومت محدودیتونو ته په پاملرنې ویلي چې په دغه هیواد کې د ازادو رسنیو راتلونکې ناڅرګنده ده.

کرن ډیکر د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۱۵ (ثور۲۶) د افغانستان دننه او بهر یو شمیر افغان خبریالانو سره په انلین بڼه د رسنیو وضعیت په اړه د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو د حکومت د اقداماتو له امله د حکومت د فعالیتونو په اړه معلوماتو ته لاس رسی هم ډیر محدود شوی دی.

میرمن ډیکر وویل: "د هیواد په دننه کې د رسنیو د څارنې چاپیریال مبهم دی. د حکومت د فعالیتونو په تړاو معلوماتو ته لاس رسی په ډیره زیاته اندازه محدود شوی او البته چې د طالبانو د فرمانونود پلي کیدو او پرښځو باندې چې څنګه هغوی ولیدل شي، واوریدل شي او یا یې په اړه خبرې وکړي د لا زیاتو محدودیتونو د لګولوله امله په رسنیو کې د ښځو استازیتوب کم شوی دی".

میرمن ډیکر د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو او خلکو ته د سر او مال د زیانونو د رسیدلو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د سیلاب ځپلو سره د امریکا د متحده ایالاتو مرستې د مرستې رسونې د ادارو او سازمانو له خوا ترسره کیږي.

د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې مۍ د میاشتې د درییمې په مناسبت وویل چې افغانستان کې ازاد مطبوعاتو د ۲۰۲۱ کال دمخه او وروسته هم د یو ډیر مهم بنیاد په توګه افغانانو ته چې غواړي ددغه هیواد د وضعیت په اړه په معنی لرونکي ډول خبر شي د یو مهم اصل په توګه پاتې شوی دی.

میرمن ډیکر وویل: "مونږ پوهیږو چې افغان خبریالان لا هم د خطر د ګواښ سره مخ دي او د خبریالانو د ساتنې کمیټه د افغان خبریالانو په تړاو د راپور پسې راپورونو څخه ډکه ده، کوم چې اوس په پراخه کچه ویشل شوي لکه ستاسو په څیر ډیر خبریالان د ځورونې، نیونې او ددې څخه لا خراب حالت سره مخ دي".

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې وویل چې ددغو اقداماتو پایله په چټک ډول د مطبوعاتو په سکټور کې د رسنیو د کمیدو سبب شوې او د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې را وروسته د ۳۰۰ څخه زیاتې رسنې بندې شوي دي.

میرمن ډیکر وویل، چې په افغانستان کې د رسنیو روان ناڅرګند وضعیت د خبریالانو د ځان سانسورولو سبب شوی دی.

هغې وویل چې ددغو پرمختګونو یو یې هم افغانانو ته ګټه نه رسوي

میرمن ډیکر وویل: "د ګواښونو، ویرولو، ددغه مسلک څخه د خلکو ایستلو د خنډونو سره سره افغان خبریالان هغه مسایل تر خپل خبري پوښښ لاندې راولي چې افغانانو ته اهمیت لري ـ طبیعي ناورینونه، له پاکستان څخه ستنیدل، ښوونه اوروزنه او ښځو او نجونوکار. د ژورنالیستیکي اخلاقوساتنه او ورڅخه ملاتړ کول د بل هروخت پرتله هیڅ وخت دومره ضروري نه وو".

هغې وویل د معلوماتو په برخه کې ډیرو کمو سرچینو په شتون کې هر خبر ډیر د پام وړ دی. د امریکا د سفارت شارژدافیرې وویل چې د هغو خبریالانو منندویه ده چې په سمه توګه خبر ورکوي.

هغې د رښتیا ویلو ته ژمنه د افغان رسنیو سرچینه وګڼله او ویې ویل چې د ټولو څخه بارزښته شتمني د رسنیو اعتبار دی.

د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت دغې لوړپوړې دپلوماتې د افغان خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سمدستي پر رسنیو محدودیتونه لګولي چې لړۍ یې لا هم روانه ده.

د بې سرحده خبریالانو د راپور په اساس، په تیرو څه باندې دوو نیمو کلونو کې ۲۱۹ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوي او په لوی شمیر د رسنیو کارکوونکي له افغانستان څخه بهر ته کډه شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د روان ۲۰۲۴ کال د مۍ د میاشتې د درییمې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې ددغه مرکز موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې راهیسې تراوسه پورې رسنۍ او خبریالان د د ازادۍ د کچې او د خپلو اساسي او قانوني حقونو له پلوه د تیرې دورې (مې درییم ۲۰۲۲ ) پرتله د لا زیاتو محدودیتونو سره مخ وو او په پراخه کچه حقونه یې نقض شوي دي".

همدارنګه دغه مرکز په تیرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو د نیولو د ۶۴ پیښو په ګډون د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ۱۳۶ سرغړونو د ثبت خبر ورکړی دی. په دې پیښو کې د خبریالانو د ګواښوولو۷۲ پیښې هم شاملې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو باندې محدودیتونه لا زیات شوي دي چې د رسنیو په کارونو کې ددغې ډلې د استخباراتو د لاس وهنو سربیره د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت هم د خبریالانوڅخه پلټنې او حتی بندیانوي.

د طالبانو حکومت لا د امریکا د سفارت شارژدافیرې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو حکومت ولي چې دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ازادو رسنیو فعالیت ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG