په پاکستان کې امنیتي مسئولین وایي چې د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د طالبانو پلوې "دارالعلوم حقانیه" مدرسې کې په ځانمرګي برید کې ددغې مدرسې مشر مولانا حامد الحق له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او په لسګونو کسان ژوبل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت د نړۍ د هېوادونو د هغې غوښتنې حمایت وکړ، چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو په وړاندې «جنسیتي اپارتاید» دې د بشریت ضد جنایت وپېژندل شي.
د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې چې په همدې اونۍ کې خپور شو، ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې څه دپاسه نیم میلیون وګړي د اقلیمي پېښو له امله بې ځایه شوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب اتم) وویل چې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست ته یې دنده سپارلې چې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د راستنولو په اړه ارزونه وکړي.
په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې ددغه هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د ږلۍ ، باران او د سیلابونو له کبله ۳۶ تنه مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې په دوو ولایتونو کې د ږلۍ او باران له کبله ۲۹ تنه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستو د چمتو کولو لپاره د بودیجې د کمښت له امله په دغه هیواد کې د نورو اړمنو افغانانو پرتله ښځې د خوړو د سخت کمبود څخه کړیږي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تائید کړه چې دوه بریتانويان او یو امریکايي وګړی یې په افغانستان کې نیولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا کې د افغانانو د بیا میشتیدنې د څار د دفتر د بندولو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (کب ۳) وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې داسې سیمې شته چې افراطي ډلو ته د فعالیت فرصت برابروي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان د افغان کډوالو په ځانګړي ډول افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو په چلند ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي چې په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا په نیول شویو افغانانو کې خبریالان هم شامل دي.
د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویمه) د دغه هېواد د قانون د تطبیق د تر ټولو لویې ادارې فدرال تحقیقاتي بیرو (اف بي ای) مشرۍ ته د ولسمشر ټرمپ نوماند کیش پټیل تائید کړ.
نور پورته کول