د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې چې په همدې اونۍ کې خپور شو، ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې څه دپاسه نیم میلیون وګړي د اقلیمي پېښو له امله بې ځایه شوي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي: "په تېرو ۱۲ میاشتو کې نږدې نهه میلیونه کسان د اقلیمي خطرونو له امله اغېزمن شوي، چې تر ۵۰۰ زرو ډېر یې د سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوي دي."
راپور هرات او فراه د سختو ځپلو ولایتونو په ډله کې په ګوته کړي او ویلي یې دي: "له پنځو بې ځایه شویو څخه نږدې درې یې له خپل اصلي ولایت څخه بل ځای ته بې ځایه شوي دي."
د طالبانو مقاماتو تېره اونۍ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په تېره بیا په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د سېلابونو، ږلۍ او طوفانونو له امله د اوښتو تلفاتو شمېر اعلان کړ او ویې ویل چې د دغو طبیعي پېښو په پایله کې ۳۹ کسان وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وياند عبدالله جان سايق د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ (کب ۸) په يو ويډيويي پيغام کې وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان ډېر ولايتونه د واورې او بارانونو شاهدان وو او په ځينو ولايتونو کې سيلابونه هم راغلي دي.
سایق زياته کړه، چې د دغو طبيعي پېښو په پايله کې د استوګنې ٢٤٠ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ٦١ نور کورونو ته جزوي تاوان رسیدلی. د طالبانو د دغه چارواکي د څرګندونو له مخې، سيلابونو د کرنيزو ځمکو د ويجاړولو تر څنګ ګڼو عامه لارو او لويو لارو ته هم زيانونه اړولي دي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو بې وزلو هېوادونو څخه دی، چې له څلورو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی او د اقلیم د بدلون له امله له ګواښونو سره مخ دی.
دا هیواد د اقلیم د بدلون د زیانمنیدو له امله د لسو ډیرو زیان منونکو هیوادونو په منځ کې شپږم ځای لري. د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د معلوماتو له مخې، وچکالي، سېلابونه، د ځمکې تخريب او د کرنيزو توليداتو کموالى يې له مهمو ګواښونو څخه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د تېر کال په مې میاشت کې سېلابونو هم په سلګونه کسان مړه کړي وو او یو شمیر کرنیزې ځمکې یې پداسې حال کې ویجاړې کړي چې ددې هیواد ۸۰ سلنه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره په کرنه تکیه کوي.
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، "په افغانستان کې له ۱۱ میلیونو څخه زیات خلک په راتلونکي کې د اقلیم د بدلون له جدي ګواښونو سره مخامخ دي."
تېرکال کې تر نیم میلیون ډېر افغانان د اقلیمي پېښو له امله بې ځایه شوي- راپور

فورم \ دبحث خونه