د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د تیرو دوو ورځو راهیسې د واورو د ورښت له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون د کابل او یو شمیر ولایتونو ترمنځ لارې په موقتي ډول بندې شوي چې د بیرته پرانیستلو لپاره یې هڅې دوام لري.
ددغه وزارت ویاند محمداشرف حق شناس د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۵( کب اوومه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګ لویه لار د وارو د ورښت له امله د دوشنبې د شپې د دوو بجو راهیسې د هرډول موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د سالنګونو لویه لار د تیرې شپې له ۲:۰۰بجو را هیسې د واورې تیز ورښت، طوفان او لیدلو ساحې د کمښت له امله د وسایطو د تګ راتګ پرمخ موقتاً تړل شوې ده، د یادې لویې لارې د پاک کولو چارې به د طوفان له کمیدو او د هوا په ښه کیدو سره پیل او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي."
د سالنګ لویه لاره نه یوازې د افغانستان پایتخت کابل د شاوخوا لسو شمالي، شمال ختیځو او شمال لودیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې دا لار د منځنۍ اسیا د څو هیوادونو او پاکستان ترمنځ هم د ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره کارول کیږي.
همداشان د ټولګټو وزارت په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې په بامیان ولایت کې د قوناق، آقرباط، شاطو، حاجيګک، داګاه او اسپندک کوتلونو مسیرونه، د بامیان – غور مسیر د بند بکک کوتل په سیمه کې، په غور ولایت کې دبند بکک، لعل او کرمان مسیرونه، په میدان وردګو ولایت کې د میدان ښار – بامیان مسیر، سر پل ولایت کې د بلخاب او البدر ولسوالی مسیرونه او په دایکندي ولایت کې د نیلي – خدیر او نیلي – قوناق مسیرونه د واورې اورښت له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د یادونې وړده، چې دا مهال د ټولګټو وزارت اړوند ولایتي ریاستونه او قراردادي شرکتونه په لویو لارو او زیان منونکو سیمو کې د بندو لارو په پاکولو بوخت دي تر څو ژر ترژره د غه مسیرونه د ترافیکو پرمخ پرانیزي".
همداشان د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې د کابل – پکتیا ولایت لویه لار هم نن د چهارشنبې په ورځ د "تیرې کنډو" په سیمه کې د واورې د ښوېیدنې له امله د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د لوګر ولایت د ټولګټو ریاست ویلي چې ددې لارې د بیرته پرانیستلو لپاره کار روان دی او تمه ده چې ژر به بیرته پرانیستل شي.
د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د دوشنبې د ورځې راهیسې د واورو او باران ورښت پیل شوی چې په ځینو سیمو کې یې د چهارشنبې په ورځ هم دوام موندلی دی. په کابل کې هم د سه شنبې په شپه واوره وریدلې ده.
په افغانستان کې په روان ژمي کې د تیرکال د ژمي پرتله د ګرمې هوا اټکل شوی دی. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې په افغانستان کې د نسبتا وچ ژمي اټکل کړی دی او ویلي دي چې په ژمي کې به د واورو او باران ورښت کم اوسي.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمولو او مخنیوی لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان اکثره برخې د تیرو دریو پرله پسې کلنو لپاره د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي او ددغه هیواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ تر اغیزو لاندې دي چې له امله یې ددغه هیواد د ۵۰ فیصدو څخه زیاتو وګړو پر ژوند اغیزه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) د جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۱مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې د اوبو په زیرمنو باندې د روانې وچکالۍ د اغیزو له امله اوبو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې او اوس مهال په دغه هیواد کې تر ۳۹ فیصدو پورې کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو د کمښت سره مخ دي.
د دې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او ۶۷ فیصده کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولو هڅې کوي.
فورم \ دبحث خونه