په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې ددغه هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د ږلۍ، باران او د سیلابونو له کبله ۳۶ تنه مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د پیښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او ویاند عبدالله جان سایق، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶( کب اتمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغې ادارې پر پاڼه په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې په تیرو دوو ورځو کې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې واوره او بارانونه شوي چې په ځینو ولایتونو کې یې خلکو ته د سر او مال زیانونه هم اړولي دي.
هغه ویلي: " زمونږ د ولایتي ریاستونو د لومړنیو شمیرو له مخې په ټول هیواد کې د طبیعي پیښو له امله بدبختانه نږدې ۳۶ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۴۰ کسان ټپیان شوي."
عبدالله جان سایق ویلي چې په دغو پیښو کې ۲۴۰ کورونه په بشپړ ډول او ۶۱ نور کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي. د نوموړي په وینا، همدارنګه سلګونو جریبه کرهڼیزې ځمکې هم تخریب شوي دي او په ځینو ولایتونو کې د سیلابونو له امله لارې هم بندې شوي دي چې د خلاصون هڅې روانې دي.
ددې دمخه د فراه او کندهار په ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي وو چې په دغو دوو ولایتونو کې د ږلۍ او باران له کبله ۲۹ تنه مړه شوي دي.
په فراه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پیښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې مشر محمد اسرایل سیار وویل چې په دغه ولایت کې د سختې ږلۍ او باران له کبله "۲۱ تنه مړه شوي او شپږ نور ژوبل»" دي.
نوموړي وویل چې قربانیان د دوو کورنیو غړي دي چې د میلې لپاره تللي وو.
په کندهار کې هم چارواکو ویلي دي چې د سخت باران له کبله اته تنه مړه شوي دي. په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
کندهار کې هم د د پیښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "څلور ښځې چې د کالیو په وینځلو بوختې وې، سیلاب وړي دي... یوازې یوه ښځه ژغورل شوې ده."
اعلامیه وایي چې په کندهار کې د یو کور د چت د نړېدو له کبله یوه ښځه او درې ماشومان مړه شوي دي. په دغو پېښو کې یو بل ماشوم هم مړ شوی دی.
په افغانستان کې د تېرکال د مۍ په میاشت کې د بارانونو او سیلابونو له کبله شاوخوا سلګونه کسان مړه شول او اوبو ډېرې زراعتي ځمکې یوړې.
ملګري ملتونه وايي چې په دغه بې وزلي او کرنیز هېواد کې وچکالي، سیلابونه او د کرنیزو حاصلاتو د تولید کموالی لوړ ګواښونه دي.
ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د خورا زیاتو اغیزو سره مخ دی او ددغو اغیزو د کمیدو لپاره هیڅ چمتوالی هم نلري.
فورم \ دبحث خونه