د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د نوي ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې په تیرو ۱۵ ورځو کې د افغانستان په شمالي او ختیځو ولایتونو کې د واورو او باران د اورښت او سختې یخنې له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
اوچا د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې د واورو او باران د اورښت په ګډون د هوا سخت وضعیت د روان کال د جنورۍ د نیمايي پورې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ، لغمان او نورستان کې او د واورو او باران د اورښت له امله د کابل جلال اباد په لویه لار او هم د فاریاب او بغلان په شمالي ولایتونو کې په جلا جلا پیښو کې له لسو کسانو ژوند اخیستی او ۱۷ نوریې ټپیان کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د جنورۍ د میاشتې په دوېیم (مرغومې ۱۳) د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونواود کابل – جلال اباد په لویه لاره د پنځه کسانو د مړینې او ۱۷ نورو د ټپي کیدو سربیره په دغو دریو ولایتونو کې د خلکو د اوسیدلو یو شمیر کورونو ته هم زیان رسیدلی دی.
همداشان اوچا ویلي چې د جنورۍ په څلورم (مرغومې ۱۵) د فاریاب ولایت د کوهستان په ولسوالۍ کې د اورښت له امله دوه تنه مړه شوي او د بغلان ولایت د اندراب په ولسوالۍ کې د واورو د اورښت او سختې یخنۍ له امله د جنورۍ د میاشتې په پنځم (مرغومې ۱۶) درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د سیمه ییزې ادارې سره زیانمن شویو کورنیو ته د مرستې د برابرولو لپاره کارکوي، چې د ارزونو وروسته به مصیبت ځپلو کورنیو ته مرستې برابرې شي.
افغانستان کې جنورۍ اول (سلواغې ۱۲) د کابل په ګډون په ۳۳ ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت لړۍ پیل شوې ده.
که څه هم ددغې واورې د اورښت دمخه هم د کابل د لوړو غرونو په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې واوره وریدلې وه، خو هوا ورسره ډیره نه وه یخه شوې.
د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت وروسته په سړو سیمو کې هوا د منفي لسو درجو پورې ټیټه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د عامې رروغتیا وزارت ویلي چې د سږني ژمي د پیل راهیسې د کاربن مونواکسایډ پر ګاز د مسمومیدو په پیښو کې په افغانستان کې تراوسه ۲۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د جنورۍ ۱۱ (مرغومې ۲۲) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې پر ګاز د مسمومیدو په دغو ۲۴ کسانو کې نهه ښځې هم شاملې دي.
امرخیل ویلي چې د سږکال د ژمي د موسم له پیل راهیسې شاوخوا ۹۰۰ کسان پر ګاز باندې مسمومیدو وروسته روغتونونو ته انتقال شوي دي.
هغه ویلي: "د روان ژمي له پیل راهیسې تراوسه نږدې ۸۹۴ هیوادوال د ګاز نیونې او یا پر کاربن مونوکسایډ باندې د مسمومیت وروسته روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي چې متاسفانه ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی".
د عامې روغتیا وزارت ویاند له خلکو غوښتي چې د خپلو کورونو او خونو د ګرمولو لپاره د ګازي بخاریو څخه د کار اخیستلو پر مهال دې د پوره احتیاط څخه کار واخلي.
په کابل او اکثرو ولایتونو کې د بریښنا د کمښت له امله د اوږدو ساعتونو د بریښنا د پرچاوۍ او د سون د نورو توکو د بیو د لوړوالي له امله اکثره خلک په ژمي کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د ګازي بخاریو څخه کار اخلي.
همداشان خلک د لرګیو د بیو د لوړوالي له امله د نه تصفیه شویو ډبرو سکرو څخه د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره کار اخلي چې دا هم کله کله د دغسې سکرو څخه د کار اخیستونکو کورنیو د ګاز نیونې او د کورنیو د غړو د مړینې سبب ګرځي.
ځینو سیمه ییزو رسنیو د خوست په ولایت کې تیره اونۍ د کاربن مونوکسایډ پر ګاز د یوې ښځې په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه د پنځه غړو د مړینې خبر ورکړی وو.
سیمه ییزو رسنیو د خوست د ولایتي سرچینو له قوله ویلي دي چې ددې کورنۍ غړي د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ څخه د یو ناروغ د درملنې لپاره د خوست ولایت ته تللې وو، چې په یو اپارتمان کې د اوسیدانې پر مهال د ګاز د خپریدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
فورم \ دبحث خونه