د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د بودیجې کمښت باندې یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا پروګرام په ۲۰۲۵ کال کې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ د ۱۴ میلیونو افغانانو له ډلې یوازې اوو میلیونو ته د خوړو مرستې برابرولی شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې پاولین ایلوف د پنجشنبې په ورځ جنورۍ دوېیم (مرغومې ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به دا پروګرام یوازې اوو میلیونو اړمنو افغانانو ته د افغانستان په مختلفو سیمو کې خواړه برابر کړي.
میرمن ایلوف ویلي چې له هرو دوو کورنیو څخه چې د خوړو مرستو ته اړتیا لري د یوې کورنۍ ته به یې مرسته برابره شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پر اساس بشري مرستو ته اړمنې کورنۍ د مرستو نه ترلاسه کولو په صورت کې خپلو ماشومانو ته خواړه نشي برابرولی او یا هم په روان ژمي کې خپلې خونې نه شي ګرمولی.
د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې د وینا له مخې افغانان به سږکال یو سوړ ژمی په مخ کې ولري او د درنو واورو اورښت به ډیرو سیمو ته د تګ راتګ لارې هم بندې کړي.
د خوړو د نړیوال پروګرام دغې چارواکې ټینګار کړی چې د افغانستان لیرې پرتو سیمو کې اړمنو کسانو ته د مرستو د رسیدلو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د واورو د اورښت وړاندې یې هغو سیمو کې چې د واورو اورښت یې لارې بندوي له وړاندې خوراکي توکي ځای پرځای کړي دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره دې افغانستان سره مالي مرستې وکړي.
د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د تیرې چهارشنبې د ورځې جنورۍ اول ( مرغومې ۱۲) د روان ژمي لومړنۍ واورې اورښت پیل شوی، چې د هوا پيژندنې د ادارو د اټکل له مخې ټاکل شوې چې د شنبې تر ورځې به دوام ومومي.
د ملګرو ملتونود خوړو نړیوال پروګرام په تیرو دوو کلنو کې د لازمې بودیجې د نه ترلاسه کولو له امله اړمنو افغانانو سره د خوراکي توکود ویشلو د پروګرام له لارې مرستې بندې کیدو ته اړ شوی دی. ډبلیو ایف پي په ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت له امله لس میلیونو کسانو ته د خوړو د برابرولو مرستې بندې کړې وې.
ملګرو ملتونو په تیر ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه، چې د دغه کال د اکتوبر تر میاشتې یې شاوخوا یو میلیارد ډالر ترلاسه کړي وو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو لپاره پروګرام ترتیب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
افغانانو ته د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي
ملګري ملتونو ویلي چې د ښځو په ګډون د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د بې وزلې او لوږې سره مخ دي. اوچا ویلي چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیوب سره مخ دي او ۱۴.۳ میلیونه ډیرو محدودو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري. د اوچا د معلوماتو پراساس ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان قوي مغذي خوړو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو په افغانستان د طالبانو له خوا پر خلکو مخ په زیاتیدونکو محدودیتونو لګولو باندې هم اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د طالبانو دغو اقداماتو ددغه هیواد ټولو وګړو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او نورو زیانمنوونکو ډلو ته د ساتنې خطرونه لا زیاتوي.
اوچا ویلي: "بیکاري، د کورنیو پوروړي کیدل او بې وزلي همداشان په پراخه کچه پاتې ده او ددغه هیواد نږدې نیمايي نفوس یې زیانمن کړی دی".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په افغاسنتان باندې د اقلیم د اغیزو په اړه د اټکل له مخې ویلي چې د راروان کال په سر کې به په دغه هیواد کې د اورښت کچه ټیټه پاتې شي او د حرارت درجه به د تیرو کلنو په څیر حالت کې پاتې شي.
اوچا ویلي چې په را روان ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې ملګرو ملتونو د ۱۶.۸ میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې ۲.۴۸ یې میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي.
اوچا ویلي چې د تیرکال په څیر به دا مرستې تر ډیره د خوړو د برابرولو، روغتیا او د ماشومانو او میندو لپاره د مرستو د برابرولو په پروګرامونو په مصرف ورسیږي.
فورم \ دبحث خونه