د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د بشري مرستو د بودیجې کمبود د میلیونونو افغانانو ژوند خطر سره مخ کوي


ملګرو ملتونه وايي چې د روان کال په سر کې یې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولولپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه چې تراوسه یوازې ۲۵ فیصده یې ترلاسه کړې ده.
ملګرو ملتونه وايي چې د روان کال په سر کې یې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولولپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه چې تراوسه یوازې ۲۵ فیصده یې ترلاسه کړې ده.

افغانستان کې د بشري بحران د پراختیدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د بودیجې پر کمښت اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغو مرستو کمبود به د میلیونونو افغانانو ژوند د ګواښ سره مخ کړي.

اوچا د پنجشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۲۶(تلې پنځمه) په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو څخه زیات کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه هیواد کې خلک په لوړه کچه د خوړو د نه خوندیتوب، په خوارځواکۍ د اخته کسانو د شمیر د زیاتیدو، ناچاودو توکو شتون، موسمي ناروغیو او د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلو طبیعي پیښو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر ددغه راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب او ددغې ډلې ۲.۹ میلیونه کسان په لوړه کچه لوږه تجربه کوي. د اوچا د راپور پراساس اوس مهال ۶.۳ میلیونه افغانان دننه په خپل هیواد کې د خپلو مینو بهر د بې ځایه شویو کسانو په توګه ژوند کوي، چې د ډیرو ستونزو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اندیښنه ښودلې چې په افغانستان کې ۳.۴ میلیونه کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په یوې کیلومترۍ کې ژوند کوي، چې له امله یې د هغوی ژوند د ګواښونو سره مخ دی.

اوچا ویلي چې د بودیجې کمبود د مرستې رسونې ادارو ته اړمنو افغانانو ته د مرستو د برابرولو په برخه کې زیاتې ستونزې راولاړې کړي دي، چې له امله یې د مرستې رسونې ادارې د خپلو ځینواړینو پروګرامونو بندیدو ته اړې شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د بودیجې د کمبود وروسته په افغانستان کې ۱۸۰ روغتیايي ثابت او ګرځنده مرکزونه چې ۲.۱ میلیون کسانو ته یې روغتیايي خدمتونه برابرول تړل شوي دي او هم ۱۵۰ روغتیايي ټیمونه چې په خوارځواکۍ اخته ناروغانو درملنه یې کوله هم خپل فعالیت درولی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۷۰۰ زره ماشومان د خوارځواکۍ د ناروغۍ څخه کړیږي او درملنې ته لاس رسی نلري. په دې راپور کې ویل شوي چې اوس مهال ۴۷۰ زره امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې د سختې خوارځواکۍ له ناروغۍ کړیږي او په بیړني ډول مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په سر کې یې چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولولپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه د اګست د تیرې میاشتې تر نیمايي پورې یې ددغې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده بودیجه ترلاسه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو سره د خلکو ترمنځ لوږه زیاتیږي او ددغه هیواد ۸۰ فیصده کورنۍ هر غړی د ورځې د یو ډالر څخه کمې پیسې مصرفوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې په تیر ۲۰۲۳ کال کې دا پروګرام د بودیجې د کمښت له امله دې ته اړ شو چې لس میلیونو کسانو سره د خوړو د برابرولو خپلې مرستې بندې کړي.

همداشان د ملګرو ملتونو دغه پروګرام د روان ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې ویلي و چې د بودیجې د لا کمښت له امله به نور ونه شي کړای چې په افغانستان په خوارځواکۍ اخته یو میلیون میندو او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د درملنې ځانګړي خواړه برابر نشي کړای.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال ترپایه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د چمتو کولو لپاره په بیړني ډول ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG