د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار: د طالبانو درې کلنه واکمني په افغانستان کې د تور بشري کړکیچ یادونه ده


طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واکمن شول
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واکمن شول

د بشري حقونو څار وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ درې کاله پوره کېدل په دغه هېواد کې د « بشري حقونو د تیاره کړکیچ» یادونه ده.

د بشري حقونو څار د یکشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمری۲۱) ناوخته په یوې اعلامیې کې وویل چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته طالبانو په نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې تر ټولو بد وضعیت رامنځ ته کړی دی.

په دغې اعلامیې کې د نجونو او ښځو په زده کړو، د ښځو په ازاد تګ راتګ و دا ډول نورو سختو بندیزونو ته اشاره شوې.

د بشري حقونو څار د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي دي چې د افغانستان ښځې د طالبانو په ظالم نظام کې تر ټولو بد وضعیت تجربه کوي او «ټول دولتونه باید د طالبانو له مشرتابه او نورو هغو کسانو سره چې په افغانستان کې د جدي جنایاتو مسئول دي، د حساب او کتاب لپاره د هڅو ملا وتړي.»

عباسي ویلي‌ دي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې راهېسې طالبانو یو شمېر ښځې د «بد حجابۍ» په تور نیولې دي. نوموړې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپور په اساس ویلي دی چې یو شمېر دغه نیول شوې ښځې د ورځو ورځو لپاره په کابل کې منزوي ساتل شوې، له کورنیو سره یې د تماس امکانات ورته برابر شوي نه دي‌ او د «فزیکي‌ تاوتریخوالي، تهدید او ترهې» ښکار شوي دي.

فرشتې عباسي ویلي‌ دي چې «د طالبانو درې کلنه واکمني د بشري حقونو د تیاره بحران یادول دي خو باید د اقدام لپاره هم یوه غوښتنه وي. هغه دولتونه چې له طالبانو سره دوامدار روابط لري، باید دا ورته ووايي چې له نجونو، ښځو او د افغانستان د خلکو سره د هغوی ناوړه چلند» د نړیوال قانون په چوکاټ کې د افغانستان تعهدات ماتوي.

هغې مېرمنې ویلي‌ دي چې طالبانو د ښځو د حقونو د نقض کولو تر څنګ، د رسنیو او بیان ازادي‌ هم محدوده کړې او معترضان، خبریالان او منتقدان یې نیولي او شکنجه کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم راپور ورکړی و چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په رسنیو باندې فشارونه او په کارونو باندې یې نظارت زیات کړی دی. دغه مرکز ویلي‌ دي چې د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف څانګې د رسنیو په چارو کې مداخلې کوي او په بېلا بېلو ولایتونو کې یې د رسنیو د قانون څخه ۸۹ سرغړونې شوي دي.

بشري بحران

د بشري حقونو څار همدغه راز په افغانستان کې د خیریه چارو لپاره د بودیجې کموالي او له پاکستان څخه د افغانانو شړل کېدو او اېستل کېدو ته په اشارې ویلي دي‌ چې دا هېواد په نړۍ کې تر ټولو بد بشري بحران تجربه کوي. دغه سازمان وايي‌ چې له افغانستان سره د انکشافي مرستو په بندېدو سره دا بحران نور هم زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو د تنظیم ادارې وايي چې دا مهال په افغانستان کې ۲۴ میلیون خلک د خوړو لرلو له پلوه ډاډه نه دي‌ او غذا مصونیت یې نه شته او مرسته کوونکو هېوادونو د اړتیا وړ ۳.۱ میلیارد ډالرو ۱۲ سلنه بودیجه تمویل کړې ده.

د بشري حقونو څار همدغه راز ویلي چې په افغانستان کې د ښځو لپاره روغتیايي اسانتیاوې ګډې وډې شوې او د ښځو د روغتیا حق یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

همدغه راز د نجونو په تعلیم باندې بندیز ته په اشارې ویل شوي چې د طالبانو دا سیاست له کبله به په اینده کې د افغانستان په روغتیايي برخه کې ډاکټرانې او نرسانې نه وي.

اعلامیه وايي: «مرسته کوونکي‌ هېوادونه باید د انساني کړکیچ څخه د وتلو داسې لارې چارې ولټوي چې د ښځو په اړه د طالبانو ځپونکې تګلاره قوي نه کړي.»

د کډوالو راستنېدل

د بشري‌ حقونو څار په خپلې اعلامیې کې دا خبره هم کړې ده چې د ګاونډیو هېوادونو څخه او په خاص ډول له پاکستان څخه زرګونه کډوال افغانستان ته شړل شوي دي.

پاکستان وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې تقریبآ ۷۰زره هغه افغانان یې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د بشري حقونو څار وايي دا راستانه شوي د داخلي بې ځایه شویو سره یو ځای په افغانستان کې په موجودو بشري امکاناتو او حمایت فشار راوړی دی.

فرشته عباسي په دې اړه ویلي دي: «مرسته کوونکي باید داسې مرستې وکړې چې هدف یې اړمنو ته رسېدل او په افغانستان کې د انساني کړکیچ ته د حل د لارې موندل وي.»

د دغه سازمان د رپور په اساس، په افغناستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته زرګونه افغانان ایران، ترکیې، متحدو عربو اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ته تللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG