د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو واکمنۍ کې بشري حقونو څخه سرغړونې او توپیري کړنې زیاتې شوي – راپور


د روداري بنسټ په تازه راپور کې ویلي چې د تیرکال پرتله سږکال په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو څخه سرغړونې لا زیاتې شوي دي.
د روداري بنسټ په تازه راپور کې ویلي چې د تیرکال پرتله سږکال په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو څخه سرغړونې لا زیاتې شوي دي.

افغانستان کې بشري حقونو د څارنې یو بنسټ په یو راپور کې په دغه هیواد کې مدني، سياسي، ښځو، قومي او مذهبي اغیزمن کېدونکو ډلو بشري حقونو وضعیت ارزولی دي.

دغه سازمان ویلي دي چې د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې پرتله د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو څخه سرغړونې لا زیاتې شوي.

د رواداري بنسټ د دوشنبې په ورځ اګست ۱۲( زمري ۲۲) ویلي چې دا پور یې ددغه بنسټ د څارنې پوښتنپاڼو بشپړولو او په مستقيم ډول د قربانیانو او عیني شاهدانو په ګډون د سیمه ییزو سرچینو څخه د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس ترتیب کړی دی.

رواداري ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د هدفي ځانمرګو او چاودیدونکو بریدونو له امله د ملکي تلفاتو د کمښت سره سره، د بشري حقونو څخه بېلابيلي سرغړوني په ځانګړي توګه خپلسري او غیر قانوني نیونې، شکنجې چي د وژني لامل شوي، اجباري ورکیدنې او د ظالمانه او غیر انساني سزاګانو تطبیق د تېر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.

ملکي تلفات

د روداري بنسټ موندنې ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۳۰ ولایتونو کې لږ ترلږه د ۴۴ ماشومانو او ۱۷ ښځو په ګډون ۲۳۲ کسان په هدفي انفجاري او ځانمرګو بریدونو او د پخوانیو جګړو څخه د پاتې شویو چاودیدونکو توکو په چاودنو کې وژل شوي او ۱۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

روداري ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله ملکي تلفاتو کې ۲۸.۸ فیصده کموالی راغلی دی: "دغه کمښت ممکن معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د سختو محدودیوتونو په ځانګړي ډول د محکمې د پریکړو پرته د هدفي او مشکوکو وژنو په برخه کې د طالبانو له خوا د معلوماتو د پټولو له امله اوسي".

دغه بنسټ د روان کال په شپږو میاشتو کې د ژوند د حق څخه د سرغړونو په اړه ۵۱۶ پیښې ثبت کړي دي.

ددغه بنسټ موندنې ښيي چې د ټولو وژل شویو کسانو له ډلې ۱۹۳ تنه په هدفي، د قانون بهر او مرموزو وژنو کې وژل شوي، ۱۰۵ تنه د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې او ۳۴ تنه نور په ځانمرګو بریدونو او ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو په چاودنو کې وژل شوي دي.

اجباري تري تم کول

د رواداري بنسټ د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د طالبانو له خوا د افغانستان په نهو ولایتونو کې لږترلږه د ۳۶ کسانو د جبري تري تم کیدو پیښې ثبت کړي دي.

دغه بنسټ په دې راپور کې ویلي چې دا شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله درې ځلې زیات شوی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې د پخواني رژيم کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي، بشري حقونو فعالان، د طالبانو مخالفان او د طالبانو پر نظام نیوکې کوونکي په جبري ډول تري تم شویو کسانو کې شامل دي.

په خپلسر او غیر قانوني نیونې

د روداري بنسټ ویلي چې طالبانو د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د دغه کال د جون تر میاشتې د ۳۳ ښځو په ګډون ۶۱۴ تنه په خپلسر او غیر قانوني ډول نیولي او زندان کې اچولي دي. دغه بنسټ ویلي په دې شمیر کې ۶۴ کسان د پخواني رژیم کارکوونکي وو.

دغه بنسټ ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په لومړۍ شپږو میاشتو کې یې ددغسې نیونو ۲۲۲ پیښې ثبت کړې وې.

په دې راپور کې ویل شوي:" ددواړو شمیرنو پرتله کول دا ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیرکال پرتله د خپلسر او غرقانوني نیونو شمیر دوه ځلې زیات شوی دی".

د پخواني رژیم ملکي او نظامي کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان، د طالبانو مخالفان او پر طالبانو باندې انتقاد کوونکي په دغو نیول شویو کسانو کې شامل دي.

په راپور کې ویل شوي: "د یادو شویو کسانو پر وړاندې په تورونو کې د وسلو لیږد، مخالفو وسله والو ډلو سره همکاري، انتقاد، اسلامي امارت [طالبانو حکومت] پر وړاندې تبلیغات او امربالمعروف نهی عن المنکر ادارې له خوا د ښځو د لباس د اغوستلو او تګ راتګ په برخو کې د لګیدلو مقرارتو او کړنلارو څخه سرغړونې شاملې دي".

بندیانو سره ناوړه چلند او شکنجه

د بندیانو سره ناوړه چلند او شکنجه کول په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د خلکو انساني کرامت ترپښو لاندې کولو په اړه د روداري بنسټ ویلي چې د طالبانو له خوا د تورنو څخه د اعتراف د اخیستلو لپاره د شکنجې ورکول په عام ډول کار اخیستل کیږي. ددې راپور پر اساس طالبان بندیان دومره شکنجه کوي چې هغوی اعتراف ته اړ شي.

په دې راپور کې ویل شوي: " د سړیو د تناسلې الت سره د ډبرې تړل، د غوږ او نوکانو ایستل، لوږه، سختې ګرمۍ او یخنې کې د بندیانو ساتل، په ډزو ویرول، مصنوعي ډول غرقول،د بندیانو په خوله کې د اوبو اچول... برقي ټکانونه، د غږ په ککړتیا کې د بندیانو ساتل، بې خوبه کول، وهل ټکول...، د چت پورې ځوړندول، د ساه بندول او په مرګ د زندانیانو او د هغوی د کورنۍ د غړو ګواښول او لمر لاندې د بندیانو ساتل د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې د معمولو کړنلارو څخه دي".

روداري ویلي چې د طالبانو له زندان څخه د شکنجې د قربانیانو د خوشې کیدو وروسته هغوی سخت ګواښول شوي دي چې کوم څه یې چې په زندان کې لیدلي باید چې په اړه یې څه ونه وايي.

همداشان روداري ویلي چې یو شمیر نیول شوي کسان د طالبانو د شکنجې له کبله په زندان کې مړه شوي دي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه بنسټ ددغسې بندیانو د ۱۲ تنو په تړاو اسناد راټول کړي دي.

د غیر انساني مجازاتو پلي کول

د روداري د بنسټ د موندنو له مخې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې طالبانو لږ ترلږه ۱۵۱ کسان په دُرو وهلي دي. د کورڅخه تیښه،د واده بهر اړیکې، غلا، توهین او چل ول په هغو تورونو کې شامل دي چې له کبله یې دغه کسانو ته سزا ورکړل شوې ده.

روداري ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د طالبانو غیر انساني مجازات دوه ځلې زیات شوي دي. همداشان په دغه راپور کې ویل شوي چې په دغه موده کې طالبانو دوه سړي قصاص ( اعدام) کړي او هم یې د واده څخه بهر اړیکو له امله دوه ښځې سنګسار کړي دي.

ښځې

د روداري بنسټ په دغه راپور کې ویلي چې طالبانو په دغه موده کې د ښځو او نجونو د ځپلو او ورسره توپیري چلند ته دوام ورکړی او د هغوی پر حقونو باندې یې لا نور محدودیتونه هم لګولي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: " افغان میرمنې اوس مهال د ژوند ترټولو سختو شرایطو کې ژوند له سره پیلوي ځکه چې د یوې خوا د حاکمې ډلې د سیستماتیک تبعیض له کبله د خپلو اساسي حقونو او ازادیو څخه محرومې شوې او د بلې خوا د تاوتریخوالي، ناوړه چلند او ځورونې د بیلابیلو ډولونو سره مخ دي".

په دې راپور کې د زده کړو او کار پر حقونو د سختو محدودیتونو، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی، د ازاد تګ راتګ د حق څخه سرغړونه، عدالت ته د ښځو نه لاس رسی د ښځو د حقونو د سرغړونو په ډله یاد شوي او په دې تړاو یو زیات شمیر مثالونه هم ورکړل شوي دي.

په دغه راپور کې ځینې وړاندیزونو ته هم ځای ورکړل شوی او ویل شوي چې طالبان باید خپلو ژمنو او نړیوالو بشري مقرراتو او اسنادو پلي کولو ته پابند اوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG