د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوره: له ښځو سره د طالبانو له زور زیاتي ډک چلند جنسیتي اپارتاید ګڼل کېدای شي


د متحده ایالاتو د سنا دیموکرات غړې جین شهین
د متحده ایالاتو د سنا دیموکرات غړې جین شهین

د متحده ایالاتو د سنا دیموکراته غړې جین شهین وايي، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو له زور زیاتي ډک چلند زیات شوی او د هغې په خبره، دا وضعیت "جنسیتي اپارتاید" ګڼل کېدای شي.

سناتورې شهین چې د افغانو ښځو او نجونو د حقونو ملاتړې ده، امریکا غږ ته وویل، تر هغو چې له ښځو سره دا ډول چلند دوام ولري، د طالبانو حکومت باید په رسمیت ونه پېژندل شي.

په تېر کال کې طالبانو پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي او د کار او زده کړې له اساسي حقونو څخه یې بې برخې کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان له دې وړاندې په افغانستان کې پر ښځو باندې د طالبانو لخوا پر لګېدليو محدودیتونه نیوکه کړې، د طالبانو دا چلند یې د "جنسیتي اپارتاید" په نوم یاد کړی چې ددغه سازمان په باور، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د مکلفیتونو سره په ښکاره په ټکر کې دی.

شهین وویل، نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره ښکاره تعامل وکړي او اعلان وکړي تر څو چې ښځو ته په غونډو کې د ګډون حق نه وي ورکړل شوی، له طالبانو سره په هیڅ موضوع په اړه خبرې نه کوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د افغانو ښځو حقونه د افغانستان داخلي مسئله بللې ده او ویلي یې دي چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې د ښځو په ګډون د تولو افغانانو حقونه خوندي دي. د طالبانو مقاماتو په وار وار ژمنې کړې چې نجونو ته به د اسلامي ښوونو په رڼا کې د شرایطو په برابرېدلو سره د زده کړې زمینه برابره کړي.

سناتورې جین شهین له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، هڅه کوي د امريکا د ولسمشرۍ لپاره کانديدانو ته د افغان مېرمنو د مسئلې اهميت ور په ګوته کړي، ترڅو هغه څوک چې د نومبر په مياشت کې د امريکا د ولسمشر په توګه ټاکل کیږي، دغې مسئلې ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

دغې جمهوري غوښتونکي سناتورې وویل چې یو کاري لومړیتوب یې د افغانانو لپاره امریکا ته د مهاجرت د ځانګړي ویزې پروګرام ته دوام ورکول دي، ترڅو ټول هغه افغان نارینه او ښځینه چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی، متحده ایالاتو ته راشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG