د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر فعالانو د امریکا له کانګرس څخه غوښتي افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپیژني


په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره د امریکا د کانګرس په غونډه کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو برخه لرله.
په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره د امریکا د کانګرس په غونډه کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو برخه لرله.

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره د امریکا د کانګرس په یوه غونډه کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید د جرم په توګه په رسمیت وپیژني.

دا غونډه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د درې کلنۍ په درشل کې جوړه شوې او پکې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د ښځو د حقونو فعالې وحیده امیري برسېره، د بشري حقونو د څار او د بخښنې نړیوال سازمان استازو ګډون کړی و.

په واشنګټن کې د سه شنبې په روځ جولای ۳۰ (زمري نهمه) ددې غونډې ګډون کوونکو له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې له ښځو او نجونو سره د سخت چلند له کبله له طالبانو پوښتنه وکړي.

رینا امیري په افغانستان کې د ښځو وضعیت "یو ناورین" وباله او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو د افراطي تګلارو د بدلون لپاره، د لویدیځ په پرتله اسلامي هېوادونه غوره رول لوبولی شي. هغې د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل چې د افغان مېرمنو وضعیت ته پاملرنه وکړي او هغوی په خپلو بحثونو کې شاملې کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکې میترا مهران هم له ښځو سره طالبانو د حکومت سخت چلند ته په اشارې، په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه. هغې وویل چې متحده ایالات باید د نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې جنسیتي اپارتاید د یو نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپیژني.

په غونډه کې افغانې فعالې وحیدې امیري چې د طالبانو زندان یې تجربه کړی، له امریکا وغوښتل چې د طالبانو سره د تعامل او اړیکو عادي کولو څخه ډډه وکړي.

امیري وویل: "له تاسو غواړم چې جنسیتي اپارتاید د بشري پر ضد د یو جرم په توګه په رسمیت وپیژنئ او د طالبانو حکومت د جنسیتي اپارتاید د یو نظام په توګه په ګوته کړئ. طالبان په رسمیت و نه پیژنئ. همدا د افغانو ښځو، سړیو او ماشومانو غوښتنه ده."

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې دیموکرات غړي جیمز پیټرک مک ګورن د افغانو ښځو د حقونو له مدافعینو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کولو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

مک ګورن وویل: "زه په دې باور یم چې ښځې او نجونې باید له طالبانو سره د متحده ایالاتو په ټولو تعاملاتو کې برخه واخلي، او موږ باید له ځانه وپوښتو چې ایا د هغو تګلارو په اړه چې شاید د انسانیت ضد جرمونه وګڼل شي، موږ هر هغه څه کوو چې توان یې لرو؟"

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار د افغانو ښځو په اړه د نړۍ غبرګون مایوسه کوونکی بللی او د افغان ښځو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

د دې غونډې په پای کې د ښځو د حقونو مدافعینو د امریکا کانګرس ته د لا نورو اقداماتو وړاندیزونه وکړل.

د امریکا په کانګرس کې له دې غونډه شاوخوا یوه اونۍ وړاندې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دغه غونډه "نمایشي" بللې وه او ویلي یې و چې ګډون کوونکي او ویناوال یې د افغان ښځو استازيتوب نه کوي.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د ښځو پر حقونو او ازادیو ګڼ محدودیتونه لګولي، نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له زده کړې منع کړي او له یو څو دفترونو پرته یې ښځې د کار له حق څخه محرومې کړي دي.

د ښځو په اړه د طالبانو پر چلند له پراخو نړیوالو نیوکو سره سره، د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG