د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله یوسفزۍ: طالبانو په افغانستان کې "نجلتوب غیر قانوني" کړی


ملالې یوسفزۍ په جنوبي افریقا کې د نیلسن منډیلا په لسم تلین کې وینا وکړله.
ملالې یوسفزۍ په جنوبي افریقا کې د نیلسن منډیلا په لسم تلین کې وینا وکړله.

د سولې نوبل جایزې ګټونکې او پاکستانۍ فعالې ملالې یوسفزۍ سه شنبه ډسمبر ۵ (لیندۍ۱۴) وویل چې په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې "نجلتوب غیر قانوني" شوی او غوښتنه یې وکړله چې جنسي اپارتاید د بشریت ضد جنایت په توګه وپیژندل شي.

میرمن یوسفزۍ د جنوبي افریقا پخواني جمهور رئیس او نژادي اپارتاید مبارزې اتل، نیلسن منډیلا په لسم تلین کې د وینا پر مهال وویل چې افغان نجونو ته د ښوونځیو نه تګ له کبله د "خپګان" پیدا شوی او په وینا یې چې افغان نجونو له همدې کبله مخدره موادو کاروونې ته مخه کړې او یا یې د ځان وژلو کوښښ کړی.

یوسفزۍ پخپلو خبرو کې وویل چې په غزې ، سودان او اوکراین کې د شخړو له کبله په افغانستان کې د طالبانو لخوا میرمنو سره چلند څخه پام اوښتی دی.

پخپله ملاله یوسفزۍ ۱۵ کلنه وه چې په پاکستان کې پرې د یوې ډلې لخوا پدې خاطر ډزې وشوې او په سر ولګیده چې د نجونو د تعلیم لپاره یې مبارزه کوله.

هغه وروسته د پاکستان د پوځ په هیلکوپتر کې روغتون ته یوړل شوه او بیا بریتانیې ته د درملنې لپاره یوړل شوه. ملاله د خپلې کورنۍ سره په بریتانیا کې ژوند کوي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا چې په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړی، د میرمنو او نجونو په کار، تعلیم، له کوره بهر ګرځیدو او نورو چارو بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې نړیوالې ټولنې غندلي دي خو طالبان یې د شریعت سره برابر بولي.

میرمن یوسفزۍ پدې هکله وویل، " یوازې دوه کاله وړاندې میرمنو په افغانستان کې کار کاوه، د رهبرۍ په مقامونو کې یې خدمت کاوه، وزارتونه یې چلول او آزادانه سفر یې کاوه. نجونو د کرکټ او فوټبال لوبې کولې او ښوونځیو ته تللې".

ملالې یوسفزۍ په جوهانزبرګ کې غونډې کې وویل چې په جنوبي افریقا کې ولس د توکمیز اپارتاید پر ضد مبارزه وکړله او په نړیواله کچه د جنایت په توګه وپیژندل شو خو هغې زیاته کړه چې جنسیتي اپارتاید تر اوسه په ښکاره توګه ندی تعریف شوي.

یوسفزۍ زیاته کړه، " مونږ اوس یو فرصت لرو چې دا کار وکړو" او وې ویل چې دا تعریف باید د ملګرو ملتونو په نوې موافقې کې ځای پر ځای شي چې بحث پرې کیږي.

ملاله یوسفزۍ، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن او ځیني نور مهم فعالین د ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو څخه غواړي چې د بشریت ضد جنایتونه تعدیل کړي او جنسي اپارتاید ته پکې ځای ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG