د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په تخار ولایت کې د ښځو د یوې اعتراضي غونډې مخه نیولې


د افغان میرمنو د حقونو یو شمیر ډلو په کابل او تخار ولایت کې په سرپټو ځایونو کې په غونډو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت اقدامات اوکړنې غندلي دي.
د افغان میرمنو د حقونو یو شمیر ډلو په کابل او تخار ولایت کې په سرپټو ځایونو کې په غونډو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت اقدامات اوکړنې غندلي دي.

د تخار په ولایت کې یو شمیر ښځې وايي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د یو شمیر معترضو ښځو د یوې اعتراضي غونډې مخه نیولې چې په افغانستان کې د جمهوري رژیم د ړنګیدو وروسته واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو د د درېیم کال د پوره کیدو د غندنې لپاره جوړه کړې وه.

ددې غونډې یوې ګډون کوونکې چې د امنیتي دلایلو له مخې یې په راپور کې د خپل نوم خپریدل نه غواړي د دوشنبې په ورځ اګست ۱۲ ( زمري ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د اګست د میاشتې ۱۵ ورځې د رسیدلو له امله د تخار په ولایت او په ځانګړي ډول د تالقانو په ښار کې امنیتي پوستو شمیر او ګزمې زیاتې کړي، خو ددې سره سره د نوي فکر د غورځنګ په نوم د افغان میرمنو دا غورځنګ وکولای شو چې د تالقانو د ښار په یوه برخه کې یوه اعتراضي غونډه جوړه کړي.

خو دغې معترضې میرمن وویل چې بیا هم طالبانو د ښځو د اعتراضي غونډې څخه خبر شوي وو او د هغوی د غونډې د دوام مخه یې ونیوله.

هغې وویل: " طالبانو زمونږ اعتراض مخه ونیوله او هڅه یې وکړه چې مونږ ونیسي، خو له نیکه مرغه په تیښته بریالۍ شو."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ ( زمري ۲۴) په افغانستان کې د جمهوري رژیم د نسکوریدو وروسته یو ځل بیا واک ترلاسه کړی دی.

سږکال د زمري ۲۴ د اګست د ۱۴ سره برابر ده او طالبانو حکومت هم دا ورځ په افغانستان کې د عمومي رخصتۍ د ورځې په توګه اعلان کړې ده.

د تخار په ولایت کې د نوي فکر د غورځنګ غړو په دغه اعتراضي غونډه کې د نورو شعارونو ترڅنګ د ازادۍ او "ښځې د طالب له ټوپک څخه نه ډاریږي" شعارونه ورکول.

دغو میرمنو د افغان میرمنو وغوښتل چې د طالبانو پر خلاف ددغه غورځنګ د اعتراض سره دې یوځای شي.

همداشان د افغانستان د ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ په نوم د معترضو ښځو یوې بلې ډلې په یو سرپټې ځای کې په یوه اعتراضي غونډه کې پر افغانستان باندې د طالبانو بیا واکمنیدو درېیم کال پوره کیدل غندلي دي.

دغه غورځنګ په یو اعلامیه کې د ټولو هیوادونو له وګړو غوښتي چې د طالبانو په اړه د خپلو دولتونو د دوه ګونو سیاستونو پر وړاندې دې ودریږي، ځکه چې ددغه غورځنګ په باور د سیمه ییز او نړیوال تروریزم پر واندې د مبارزې همدا یوه لار ده.

دغه غورځنګ په پریکړه لیک کې په افغانستان د جنسیت پر بنسټ د طالبانو توپیري چلند د رسمیت پیژندلو او د طالبانو کړنې چې په دغه پریکړه لیک کې " جنګي جنایات او د بشریت پر وړاندې جنایات" یاد شوي د عدلي تعقیب غوښتنه کړې ده.

ددې دمخه د معترضو ښځو د " د ازادۍ په لور د ښځو غورځنګ" تر چتر لاندې معترضو ښځو د شنبې په ورځ اګست لسم ( زمري ۲۰) کابل کې په یو سرپټې ځای کې په یوه غونډه کې ویلي و چې طالبانو په تیرو دریو کلنو کې افغانستان " په غیرقانوني او غاصبانه ډول " لاس کې نیولی او هغوی " خپل نامشرع رژیم ته یوازې د ټوپک په زور دوام ورکوي".

دغو معترضو ښځو د خپلې غونډې په پریکړه لیک کې ویلي:" مونږ د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د طالبانو د تروریستي ډلې د رسمیت پیژندلو څخه دې ډډه وکړي".
طالبان په ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ته د بیا رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګروملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري. طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو اوکار په ګډون بشري حقونو ته ددغې ډلې درناوی او د القاعده په ګډون ترړریستي ډلو سره د اړیکو پریکون د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره مخکې له مخکې شرطونو په توګه اعلان کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG