پر افغانستان باندې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ د رسیدلو سره هممهاله د مرستې رسونې یو شمیر نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان د " نړیوالې ټولنې د پرله پسې ملاتړ او مشارکت" پرته له یاد څخه د "یو وتلي بحران " د ګواښ سره مخ دی.
د لوږې سره د اقدام، پاملرنه، د ډنمارک د کډوالو شورا، د ژغورنې نړیواله کمیټه، د ناروې د کډوالو شورا، په ټوله نړۍ کې د اسلامي مرستې اداره او افغانانو ته د مرستو رسونې یو شمیر نورو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې میلیونونه افغانان په افغانستان کې د واک د بدلون درې کاله وروسته د نړۍ یو ترټولو ستراو پیچلي بشري بحران په منځ کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.
دغو نړیوالو ادارو د سه شنبې په ورځ، اګست ۱۳( زمري ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي: " افغانان چې ډیر زیات په بشري مرستو باندې متکي دي، د لوږې، بې کورۍ او ناهیلۍ په څرخ کې ګیر پاتې دي".
ددغو ادارو د وینا پر اساس افغانان یو د بل پسې ټکانونه تجربه کوي او اوسنی بحران چې د تیرو لسیزو جګړو، اقلیم د بدلون او د جنسیت پربنسټ د توپیري چلند څخه رامنځ ته شوې دغه هیواد ته یې زیانونه او ویجاړتیا رسولې ده.
په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: " د ټول هیواد د امنیتي وضعیت د ښه کیدو سره، چې هغو ځایونو ته چې دمخه ورته لاس رسی موجود نه وو نوو سیمو ته لاس رسی پیدا شوی، خو لا هم بې شماره ګواښونه شته دی چې زیانمنوونکو ته په موثر ډول زمونږ د لاس رسي مخه نیسي".
د مرستې رسونې دغو ادارو افغانستان کې بشري اړتیاو ته د ځواب ویلو پروګرام په استناد باندې ویلي چې په دغه هیواد کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ددې ډلې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې په ډیر پراخ ډول د خوړو نه خوندیتوب شتون لري او اوس مهال ۶.۳ میلیونه افغانان دننه په خپل هیواد کې بې کوره شوي او د تیرکال پرتله په دغه هیواد کې د بیکارۍ کچه هم دوه ځلې زیاته شوې ده.
د مرستې رسونې ددغو ادارو په باور که څه هم بشري مرستې په افغانستان کې پرګنیو لپاره د ژغورنې یوه چاره ده، خو د بودیجې کمښت د خلکو پر ژوند باندې ناسمه اغیز کوي او د بودیجې کمښت د لنډ مهالو او اوږد مهالو پروګرامونو لپاره د اساسي زیانمنیدلو ته لا شدت ورکوي او د بشري فعالیتونو بار لا پراخوي.
ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري اړتیاو د ځواب ویلو لپاره ددغه کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۱ میلیاردو ډالرو بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې وه، خو د مرستې رسونې ددغو ادارو د اعلامیې له مخې نړیوالې ټولنې د اګست د میاشتې پورې یوازې تر ۲۵ فیصدو پورې بودیجه برابره کړې ده.
همداشان په اعلامیه کې په افغانستان کې د بودیجې کمښت له امله د ۳۴۳ ګرځنده روغتیايي ټیمونو ( د ټولو ګرځنده ټیمونو ۵۲ فیصده) د فعالیت ځنډیدلو د اغیزو په اړه ویل شوي چې دغه کار په دغه هیواد کې د روغتیايي او تغذيي خدمتونو په وړاندې کولو باندې منفي اغیزه کړې ده.
ددې اعلامیې له مخې ۱۲.۴ میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب د ستونزې سره مخ دي، چې تمه کیږي چې ددغو کسانو شمیر به نور هم زیات شي اود بودیجې د کمښت له امله به نیم میلیون ماشومانو ته هم د تغذیي ژغورونکي مرستې بندې شي.
په دې اعلامیه کې د هغو ښځو د وضعیت په اړه چې د کورنیو مشري کوي هم اندیښنه ښودل شوې ده.
د مرستې رسونې ادارو ټینګار کړی: " مخ په زیاتیدونکي ډول د بشري مالي بودیجې کې کسراو د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته انکشافي مرستو د قطع کیدو وروسته [افغانستان] ددغه هیواد وګړي لوږې او په ژور توګه زیان منلو ته ټیل وهي".
دغو ادارو ټینګار کړی چې په افغانستان روان بشري بحران یوازې د بشري مرستو په چمتو کولو سره نشي هواریدلی، بلکې له دغه هیواد څخه د لوږې د ریښو د ایستلو لپاره د اوږدې مودې انکشافي مرستو ته هم په شدید ډول اړتیا لیدل کیږي.
وړاندیزونه
دغو نړیوالو ادارو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د یو مناسب چاپیریال د رامنځ ته کیدو لپاره دپلوماتیک تعامل چې د بیړنیو مرستو ترڅنګ، انکشافي پروژو ته د نړیوالو مرستو د چمتو کولو لپاره د هڅو د زیاتیدو څخه ملاتړ ډیر زیات مهم دی.
دغو ادارو ویلي چې د طالبانو د منزوي کیدو په اړه اوسنۍ تګ لاره د اکثرو مرسته کوونکو هیوادونو د تائید وړ نه ده او د همدې له امله اړتیاد ده ترڅو د طالبانو د حکومت سره بشري او دپلوماتیک تعامل زیات شي ترڅو اړمنو کسانو ته په اغیزمن او عادلانه ډول د مرستو د برابرولو لپاره د مرستې رسونې د کارکوونکو د لاس رسي د زیاتیدو سبب شي.
همداشان په دې اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتل شوي چې طالبان د بشري حقونو نړیوالو معیارونو پابندۍ ته د هغې له ډلې د ټولنې د ټولو جنسیتي ډلو پر وړاندې خپلو ژمنو ته وهڅوي.
په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان د بسنټیزو ننګونو د هوارولو په برخه کې له طالبانو سره د اوږد مهاله اړیکو ټینګول او دوامداره تعامل، چې بشري مرستو ته د لاسرسي په اړه د پالیسي په بحثونو او خبرو اترو کې پرې ټینګار شوی دی، د پام وړ اهمیت لري."
په دې اعلامیه کې ددې سربیره، په لوږه او ژوره انزوا کې د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره د انکشافي پروژو د بیرته پیلولو، د بشردوستانه چاپیریال د ساتنې، اقتصادي پرمختګ، ادارې خنډونو له منځه وړل، افغانستان کې په بشپړ ډول د مرستې رسونې د عملیاتو تمویل، د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د اړتیاو سمبالول، د پیسو لیږد کې اسانتیا او سوداګریزو فعالیتونو باندې ټینګار شوی دی.
فورم \ دبحث خونه