د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: بودیجې کمښت له امله میلیونونو افغانانو سره صحي مرستې بندې شوې


ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال لپاره په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونو اړمنو افغانانوته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د څه باندې دریومیلیاردو ډالرو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې وه.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال لپاره په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونو اړمنو افغانانوته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د څه باندې دریومیلیاردو ډالرو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یې د نړیوالې ټولنې څخه د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۲.۸ فیصده بودیجه ترلاسه کړې چې دغه کمښت میلیونونو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د بندیدو سبب شوی دی.

اوچا د دوشنبې په ورځ د جولای اول ( چنګاښ ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي راپور کې ویلي چې د بودیجې کمښت له امله درې میلیونو افغانانو ته روغتیايي خدمتونه او ۵.۲ میلیونو نورو ته د خوړو د مرستو د رسولو پروګرامونه بند شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: "د بودیجې کمښت له وړاندې درې میلیونه افغانان د اساسي او ثانوي روغتیايي خدمتونو څخه محروم کړي ، د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۱.۳ میلیونه ماشومانو او ۴۷۰ زره امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندو ته تغذیي خدمتونونه بند شوي دي".

اوچا ویلي چې ددغو مرستو د بندیدو له امله ۲۳۴ زره کسان چې د هرات ولایت زرګونه زلزله ځپلي او د وروستیو سیلابو څخه زیانمن شوي کسان هم په کې شامل دي د نس ناستې ، کلورا او نورو ناروغیو پر وړاندې د درملنې او د اوږد مهاله سرپناه په برخه کې د مرستو د برابرولو لپاره د مالي منابعو د نشتون سره مخ شوي دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال لپاره په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونو اړمنو افغانانوته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې وه. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي چې نړیوالې ټولنې ورته تراوسه ۶۹۶ میلیونه ډالره چې د ټولې غوښتل شوې بودیجې ۲۲.۸ فیصده کیږي برابر کړي دي.

دغې ادارې ویلي چې اوس مهال د بشري مرستو د ځواب ویلو پروګرام په افغانستان کې په مجموعي ډول د ۲.۴۵ میلیاردو ډالرو د کمښت سره مخ دی. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې ۱۸۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه چې ۲.۱ میلیونو کسانو ته یې په دغو سیمو کې روغتیايي خدمتونه چمتو کول تړل شوي دي. او هم اړمنو ۶.۴ میلیونو افغانانو ته د خوړو د برابرولو مرستې اوس ۱.۲ میلیونو کسانو ته برابریږي، چې ۵.۳ میلیونو کسانو سره دا مرستې بندې شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې په بیړني ډول د اضافي بودیجې د برابرولو پرته په افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو روان پروګرامونه هم د بندیدو د ګواښ سره مخ دي. په دغو پروګرامونو کې ماشومانو او میندو ته د خوارځواکۍ د درملنې، پوهنې او سرپناه اړوند پروګرامونه هم شامل دي.

اوچا ویلي:" د نورو اضافي بودیجې پرته به د ژوند د ژغورنې ډیر زیات حیاتي پروګراموونه د ګرځنده تغذيي او روغتیايي ټیمونه چې په لرو پرتو سیمو کې چې ورته تګ راتګ مشکل دی کار کوي، په ډیرې سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په روغتون کې درملنه، ماشومانو ته د فزیکي ملاتړ او ساتنې په برخه کې، ماین پاکونې او د بدلیل معشیت مرستې او امیدواره ښځو او نجونو ته د ناڅاپي بحران د پیښیدو پرمهال د مرستو د چمتو کولو پروګرامونه یا د کمیدو او یا هم د تړلو د ګواښ سره مخ دي".

ملګرو ملتونو ویلي چې د بودیجې دا کمښت په داسې حال کې رامخې ته شوې چې افغانستان په پراخه کچه د خوړو د نه خوندیتوب، خوارځواکۍ، کور دننه بې ځایه شویو کسانو، په پراخه کچه چاودیدونکو توکو شتون، طبیعي پیښو، انتقال وړ ساري ناروغیو د پیښیدو، اقلیم د بدلون اغیزو او د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې د سیاسي اختلاط سره مخ دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د حاکمو چارواکو [طالبانو] له خوا پر ښځو او نجونو پرحقونو باندې د لا زیاتو لګول شویو محدودیتونو له امله مرستو ترلاسه کولو او خدمتونو ته د ښځو او نجونود لاس رسي مخه نیولې او په عام ژوند کې یې د هغوی بوختیاو مخه نیولې ده. دا اداره وايي چې په افغانستان کې ۴۰ کلنو اوږدې جګړې څخه زیږیدلې لوږه په دغه هیواد کې د اوږدې او لنډې مودې پروګرامونو پلي کیدو ته د ملکي زیربناو لکه ښوونځي، روغتونونه اود اوبو سیستمونو د فعال پاتې کیدو لپاره اړتیا ده.

اوچا په دغه راپور کې نړیواله ټولنه د مرستې رسونې په چارو کې د تخنیکي ملاتړ او د پوهاوي شریکولو په برخو کې طالبانو حکومت سره بوختیاو زیاتیدو ته هڅولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" ددې دمخه مې پنځمه ( غوايي ۱۶‌مه) په یو راپور کې د روان ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې پورې مرستو ته اړو افغانانو سره د ځینو امدادي توکو د بندیدلو په اړه خبرداری ورکړی وو.

اوچا ویلي وو چې مرستو ته اړو افغانانو سره د اپریل او د جون د میاشتو ترمنځ د سرپناه، روغتیا، خوراکي توکو، تغذیه، ساتنې، زده کړو په ګډون د مرستې چمتو کولو ځینې پروګرامونه د بندیدو د ګواښ سره مخ دي.

اوچا ویلي و چې د ملګرو ملتونو د طرحې له مخې د افغانستان د نفوس نیمايي وګړي په یو ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د نږدې ۲۴ میلیونو مرستو ته اړو افغانانو له ډلې به ۱۷.۳ میلیونو وګړو ته په روان ۲۰۲۴کال کې مرسته برابره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG