د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: ځینو روغتیايي مرکزونو کې په خوارځواکۍ اخته ناروغانو شمیر دوه چنده شوی


د روغتیا نړیوال سازمان د سپټمبرپه روانه میاشت کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب بحران په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د ۲.۹ میلیونو ماشومانو د اخته کیدو سبب شوی دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د سپټمبرپه روانه میاشت کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب بحران په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د ۲.۹ میلیونو ماشومانو د اخته کیدو سبب شوی دي.

ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو ایف پي) ویلي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو سره ددغه پروګرام د خوراکي توکو د مرستود بندیدو وروسته د ددغه هیواد په ځینو روغتیايي کلینیکونو کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمیر له دوو چندو څخه هم زیات شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ سپټمبر۲۵( تلې ۴مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې يه خپره کړې لنډه ويډیو کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو څلورو کورنیو څخه درې کورنۍ سالم روغتیايي رژیم ته لاس رسی نلري.

دغه پروګرام ویلي: " په افغانستان کې په ځینو کلینیکونو کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمیر دوه ځلې زیات شوی دی. د خوړو د نړیوال پروګرام " ډبلیو ایف پي" د خوړو د مرستو بندیدلو خوارځواکۍ باندې د اخته ناروغانو څپه پراخه کړې ده او پر هغوی یې ډیره زیاته اغیز کړې ده."

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې په تیر ۲۰۲۳ کال کې دا پروګرام د بودیجې د کمښت له امله دې ته اړ شو چې لس میلیونو کسانو سره د خوړو د برابرولو خپلې مرستې بندې کړي. همداشان د ملګرو ملتونو دغه پروګرام د روان ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې ویلي و چې د بودیجې د لا کمښت له امله به نور ونه شي کړای چې په افغانستان په خوارځواکۍ اخته یو میلیون میندو او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د درملنې ځانګړي خواړه برابر نشي کړای.

د خوړو د نړیوال پروګراام له خوا په خپره شوې ويډیو کې د لیلا په نوم د خوارځواکۍ یوې متخصصې ویلي چې ددې لپاره چې په روحي ناروغیو د اخته ښځو ناروغي لا زیاته شوې دوی روغتیايي کلینیکونو ته د ناروغانو د شمیر د زیاتیدو شاهدانې دي.

ملګروملتونو په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه. خو نړیوالې تولنې ددغې پیسو یوازې شاوخوا ۲۵ فیصده پیسې تراوسه برابرې کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال ترپایه په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو د چمتو کولو لپاره په بیړني ډول ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

دغه پروګرام د سپټمبر ۱۷( وږي ۲۷مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې اوس مهال لسګونه زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې لږترلږه ۱۲ میلیونه کسان په دې نه پوهیږي چې راتلونکې خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته امیدواره او ماشومانو ته د شیدې ورکوونکو میندواود پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومانو د شمیر په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې همدا اوس په دغه هیواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان د خوارځواکۍ له ناروغۍ څخه کړیږي.

دغه پروګرام ویلي: " د خوړو نړیوال پروګرام د خپلو حیاتي پروګرامونو د دوام لپاره ترراتلونکو شپږو میاشتو ۶۷۷ میلیونو ډالرو په بیړني ډول اړتیا لري."

د خوړو د نړیوال پروګرام سربیره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځینو نورو ادارو هم په دغه هیواد کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې ده او خبرداری یې ورکړی چې که چیرې نړیواله ټولنه ورته په وخت بودیجه برابره نکړي دا ادارې به افغانانو سره د مرستو د بندولو پرته بل انتخاب ونلري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې" اوچا" د سپټمبر پنځم (وږي ۱۵مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د روان کال په سر کې چې دغې ادارې د نړیوالې تولنې څخه افغانانو ته د بشري پروګرامونو د دوام لپاره ۳.۰۶ ملیارده ډالرو کومه بودیجه غوښتې وه، تراوسه چې ددغه کال پای ته رسیدلو ته یوازې څلور میاشتې پاتې نړیوالې ټولنې ورته ددغې بودیجې څلورمه برخه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو یې اغیزه کړې ده.

اوچا ویلي: "ایا تاسو په دې پوهیدئ چې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو باندې یې اغیزه کړې او د ۸۰ فیصده کورنیو هر غړی د یو ډالر څخه په کمو پیسو باندې ګذاره کوي. د ۲۰۲۴ کال پای ته رسیدلو ته څلور میاشتې پاتې دي د بشري اړتیا د غبرګون پلان یوازې ۲۵ فیصده بودیجه ترلاسه کړې ده. د ژوند د ژغورلو لپاره په بیړني ډول اضافي ملاتړ ته اړتیا ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG