د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره ترټولو ستونزمن هیواد دی


د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان کې ډیرې ښځې دي ته اړ شوي چې د خوړو د برابرولو لپاره خپل ماشومان د خوړو ترلاسه کولو لپاره سوال کولو ته واستوي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان کې ډیرې ښځې دي ته اړ شوي چې د خوړو د برابرولو لپاره خپل ماشومان د خوړو ترلاسه کولو لپاره سوال کولو ته واستوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ګڼو ننګونو او ګواښونو ته په کتنې ویلي چې دا هیواد د ښځو د اوسیدلو لپاره په نړۍ کې یو ترټولو ستونزمن هیواد دی چې د پرله پسې بحرانونو لویه بیه یې ښځې پرې کوي.

دغې ادرې د یکشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر اتم ( وږي ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې لنډه ویډیو کې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت په اړه ویلي چې په افغانستان کې ښځې د کورنۍ د غړو ترټولو وروسته ډیر کم خواړه خوري چې خوړو د نړیوال پروګرام له خوا د بشري مرستو د بندیدو ووسته وضعیت لا خراب شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "افغانستان د ښځواوسیدلو لپاره په نړۍ کې یو ترټولو ستونزمن هیواد دی. ددې لپاره چې دا هیواد د یو بحران وروسته د بل بحران سره مخ دی دا ښځې او نجونې دي چې ددغو بحرانونو بیه پرې کوي".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت وروسته یې په افغانستان کې لس میلیونو کسانو ته د خوړو د برابرولو بشري مرستې بندې کړې چې په بې ساري توګه د مرستو دغه بندیدل په یو داسې هیواد کې چې د ناورین سره مخ دی او په عام ژوند کې د ښځو لپاره فضا پرله پسې ډول مخ په تنګیدو ده او هغوی د عاید د ترلاسه کولو لپاره هیڅ فرصت نلري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "ډیرې ښځې دې ته اړې شوي چې خپل ماشومان د سوال له لارې خوړو ترلاسه کولو ته واستوي. دا چې د هغوی ماشومان هرڅه د سوال له لارې ترلاسه کولای شي او کورته یې راوړي هغه څه دي چې هغوی باید چې وخوري."

د ملګرو ملتونو د خړو نړیوال پروګرام پر افغانستان باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو یادونه کړې او ویلي دي چې دا هیواد د طبیعي ناورینونو سره مخ دی. ډبلیو اف پي ویلي چې یوازې په تیرو څو میاشتو کې په زیاترو سیمو کې سیلابونو او د واورې د لویو یخ ټوټو (برفکوچونو) په پیښو کې په زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د خلکو کورونه ویجاړ شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې ددې لپاره چې اکثره ښځې په کورونو کې پاتې کیږي په دغو ناورینونو کې هغوی په یو غیر متناسب ډول د سړیو پرتله ډیرې اغزمنې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت د اغیزو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دغه پروګرام د سپټمبر پنځم ( وږي ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د خپلو پروګرامونو لپاره د بودیجې د کمبود ستونزې له امله لیکلي چې له دې وروسته به په افغانستان یو میلیون میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره چمتو شوي ځانکړي خواړه ترلاسه نه کړای شي.

ملګرو ملتونو له وړاندې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړمنو کسانو له ډلې یوازې ۱۷.۳ میلیونو کسانو ته مرستې برابرولی شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مرستې رسونې د ادارو له خوا د ۱۲.۱ میلیونو اړمنو کسانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته شوې ده.

اوچا د دوشنبې په ورځ سپټمبر دوېیم (وږي ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې دغه شمیر افغانانو دا مرستې له سلو څخه د زیاتو بشرپاله ادارو له خوا ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: "د عملیاتو د پیچلي چاپیریال باوجود د بشري مرستو کارکوونکو په ټول افغانستان کې خلکو ته د ژوند د ژغورنې مرستې رسولي دي. د جنورۍ او جون ترمنځ میاشتو کې ۱۲.۱ میلیونو وګړو د سلو څخه د زیات شریکانو څخه لږترلږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې ده

د ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې نجونې او میرمنې د طالبانو له خوا د کار او زده کړو د حقونو په ګډون د جنسیت پر بنسټ د سختو ګواښونو سره مخ دي، چې د مرستو د کمښت څخه تر ټولو لوی زیان هم افغان میرمنو او نجونو ته رسیږي.

د بشري مرستو ځینو ادارو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د مشارکت او ملاتړ پرته له یاد څخه د یو هیر شوي بحران باندې د بدلیدو د حالت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاو د ځواب ویلو د پروګرام د راپور پر اساس، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د راپور پراساس، په افغانستان کې په خوارځواکۍ باندې د اخته ماشومانو او میندو شمیر زیات شوي او ۶.۳ میلیونه افغانان په کور دننه د خپلو مینو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG