د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د افغان میرمنو او نجونو بشري وضعیت په اړه لا هم په ژوره توګه اندیښمن یو


ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې د طالبانو له خوا د امربالمعروف د نوي قانون د نافذیدو وروسته نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د بشري وضعیت په اړه ډیر اندیښنه لري.
ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې د طالبانو له خوا د امربالمعروف د نوي قانون د نافذیدو وروسته نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ګډون د بشري وضعیت په اړه ډیر اندیښنه لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک یو ځل بیا په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په ځانګړي ډول د طالبانو د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د نافذیدو وروسته د افغان میرمنو او نجونو بشري وضعیت باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغه وضعیت د ښه کیدو لپاره هڅې کوي.

سټیفن دوجریک د جمعې په ورځ سپټمبر شپږم (وږي ۱۶) د ملګرو ملتونو په مرکز کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د یو خبریال ددې پوښتنې په اړه چې عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت په هکله کوم څه د ویلو لپاره لري، وویل چې په افغانستان کې د ملګروملتونو پاملرنه د انکشافي پروګرامونو، بشري مرستو چمتو کولو او د سیاسي کار له لارې د افغانانو د ژوند ښه کولو ته ځانګړې شوې ده.

هغه وویل: "مونږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري وضعیت په اړه لا هم په جدي ډول اندیښمن یو او په ډیره څرګنده توګه زه فکر کوم ډیر خپه او خواشینې یو په ځانګړي ډول د حاکمو مقاماتو [طالبانو] له خوا د وروستي فرمان په اړه کوم چې هغه څه چې مونږ یې غواړو ویې وینو د هغې پر مخالف لورې حرکت کوي".

سټیفن دوجاریک وویل چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې به ژر نیویارک ته سفر وکړي او د دغه هیواد د وضعیت په اړه به د امنیت شورا ته معلومات وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند ددغو څرګندونو څو ساعته دمخه د امنیت په شورا په کې د دولس هیوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون په سختو ټکو وغانده او ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنه یې وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان سفیر یامازاکي کازویوکي ددې ګډې اعلامیې له مخې خبریالانو ته وویل چې افغان میرمنې او نجونې هره ورځ د خپلې راتلونکې لپاره هیلې او فرصتونه له لاسه ورکوي.

ښاغلي کازویوکي زیاته کړه چې دا "نه منل کیدونکی" دی.

په ګډې اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په افغان میرمنو او نجونو د بندیزونو او محدودیتونو لګولو لپاره وار د مخه فرمانونه صادر شوي دي او دا تازه نافذ شوي قانون د "ټولو افغانانو لپاره د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو په برخې کې نه منل کیدونکي بندیزونه لا پراخوي".

د ایکوادور، فرانسې، ګیانا، مالټا، موزمبیق، کوریا جمهوریت، سیرالیون، سلوینیا، سویټزرلینډ، بریتاینې او متحده ایالاتو استازو د دې اعلامیې ملاتړ کړی او یوازې چین، روسیې او الجزایر چې درې واړه یې د امنیت شوار غړي دي ددې اعلامیې سره ملاتړ نه دی څرګند کړی.

د طالبانو د امر بالمعروف قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري د تیرې اګست میاشتې په ۲۱ مې د طالبانوعدلیې وزارت له خوا په رسمي جریده کې خپور شوي، چې له مخې یې پر افغانانو په ځانګړي ډول پر ښځو باندې په ورځیني ژوند کې نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

د طالبانو د مشر له خوا ددغه قانون د توشیح وروسته پر افغانانو په ځانګړي ډول ښخو او نجونوپر بشري حقونو باندې ددغه قانون د اغیزو او نوو محدودیتونو لګیدلو ته په کتنې دا قانون د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو او افغان بنسټونو په کلکه غندلی او ژرتر ژره یې ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کیدو باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې امربالمعروف ددغې ډلې سره کرښه ده. خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یو بیان کې ویلي چې دا قانون به د زور زیاتې پرته په نرمۍ پلی شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG