د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې ۲.۹ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددغه سازمان په مرسته روغتیايي کارکوونکي په ۱۴۰ روغتیايي مرکزونو کې د ۲۱ زره ماشومانو چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي درملنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددغه سازمان په مرسته روغتیايي کارکوونکي په ۱۴۰ روغتیايي مرکزونو کې د ۲۱ زره ماشومانو چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي درملنه کوي.

په افغانستان کې د بشري بحران د دوام سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي چې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب بحران په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د ۲.۹ میلیونو ماشومانو د اخته کیدو سبب شوی دي.

تدروس ادهانوم ګیبریسوس د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددغه شمیر ۸۵۰ زره یې د سختې خوارځواکۍ د ناروغۍ سره مخ دي.

هغه ویلي: "د هرو دریو افغانانو څخه یو یې په هغو سیمو کې اوسیږي چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي. وضعیت د سیلابونو او وچکالۍ له امله لا خراب شوی دی".

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ویلي چې ددغه سازمان په مرسته روغتیايي کارکوونکي په ۱۴۰ روغتیايي مرکزونو کې د ۲۱ زره ماشومانو چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي درملنه کوي.

تدروس ادهانوم ګیبریسوس په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب پر وضعیت اندیښنه ښودلې او په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې په دوام ټینګار کړی دی.

هغه ویلي: "زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د روغتیا نړیوال سازمان او شریکانو سره د د اړتیا وړ درملو او د خوړو په چمتو کولو کې مرسته وکړي".

د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر ددغو څرګندونو دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د سپټمبر پنځم (وږي ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د بودیجې د برابرولو د اړتیا یادونه کړې ویلي دي چې په دغه هیواد کې بیوزلۍ د هرو دوو افغانانو څخه پر یو یې اغیزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي په داسې حال کې د روان ۲۰۲۴ کال پای ته رسیدو ته یوازې څلور میاتشې پاتې دي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د ۸۰ فیصده کورنیو هر غړی د یو ډالر څخه په کمو پیسو باندې ګذاره کوي.

اوچا ویلی: "د ۲۰۲۴ کال پای ته رسیدلو ته څلور میاشتې پاتې دي د بشري اړتیا د غبرګون پلان یوازې ۲۵ فیصده بودیجه ترلاسه کړې ده. د ژوند د ژغورلو لپاره په بیړني ډول اضافي ملاتړ ته اړتیا ده".

ملګروملتونو په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه. خو نړیوالې تولنې ددغې پیسو یوازې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره تراوسه برابر کړي دي.

د بودیجې د کمښت وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو رسولو یو شمیرنړیوالو ادارو په افغانستان کې د خپلو ځینو پروګرامونو د بندیدلو خبرداری ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري اړتیاو د ځواب ویلو د پروګرام د راپور پر اساس، په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې ډله کې ۵۲ فیصده یې ماشومان او ۲۵ فیصده یې ښځې دي.

ملګروملتونو په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه. خو نړیوالې تولنې ددغې پیسو یوازې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره تراوسه برابر کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG