د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۵.۳ میلیون کسانو لږ تر لږه د بشري مرستو یو ډول مرسته ترلاسه کړې ده.
دغې ادارې د سه شنبې په ورځ ډسمبر لسم( لیندۍ ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي: "د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر د میاشتې ترپای پورې افغانستان کې د بشري مرستو همکارانو ۱۵.۳ میلیون کسانو ته لږ تر لږه د بشري مرستو یو ډول مرسته رسولې. په دې شمیر کې ۲.۸ میلیون هغه کسان شامل دي چې درې ډوله سکټوري مرستې ترلاسه کړي دي."
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې اړمنو افغانانو ته دا مرستې د نړیوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې ملګرو ملتونو ادارو سره د ۹۵۸ میلیونو ډالرو د بودیجې د برابرولو په پایله کې رسیدلي دي.
ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې ۱۷.۳ میلیون اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، خو نړیوالې ټولنې د روان کال د سپټمبر د میاشتې ترپایه ددغې بودیجې نږدې یو میلیارد ډالربرابر کړي دي.
ملګري ملتونه وايي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو بشري مرستو ته اړتیا لرله چې د مرستو رسونې ادارو ددغه شمیر څخه یوازې د ۱۷.۳ میلیونو کسانو لپاره د مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی وو، چې د سپټمبر تر میاشتې ددغه شمیر ۱۵.۳ میلیونو کسانو ته یې مرستې رسولې دي.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د نومبر۳۰ (لیندۍ لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو، چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د نومبر تر میاشتې یې په افغانستان کې ۱۰.۵ میلیونو مرستو ته اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې برابرې کړي دي.
د مرستې رسونې ادارې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو د علتونو په اړه وايي چې د نړۍ په نورو برخو کې د بشري بحرانونو په ګډون د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت کړنې هم شاملې دي.
د ملګرو ملتونوعمومي منشي ګوتیریش ویلي: "د نړیوالو مکلفیتونو پر وړاندې د حاکمو چارواکو [طالبانو] ناکافي موافقت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په برخه کې د سرچینو د متحرک کولو د هڅو پر وړاندې د یو دوامداره ګواښ په توګه پاتې دی."
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) نومبر ۱۶( لړم ۲۶) د ایکس په پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي وايي چې د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې.
سیګار ویلي چې نړیوالې ټولنې د اکتوبرد میاشتې تر ۲۲ پورې په افغانستان کې ملګرو ملتونو ته یوازې ۳۷ فیصده برابره کړې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د اکتوبر ۲۲ (لړم اول) د سپتمبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر پر وړاندې د ننګونو او خنډونو په اړه په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې په افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو د مرستې رسونې په بهیر کې د ۱۷۳ لاسوهنو په اړه راپور ورکړی چې ۹۸ فیصده دغه لاسوهنې د طالبانو د حاکمو چارواکو له خوا ترسره شوي دي.
اوچا ویلي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱ (زمري ۳۱ ) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د توشیح وروسته د مرستې رسونې په چارو کې یې د امربامعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا ۴۷ دغسې لاسوهنې ثبت کړي دي.
فورم \ دبحث خونه